• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي علي رضا بېکدلي په کابل کې د دوی د سفارت سرپرست دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۰

یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د ایران د نوي سفیر هرکلی وکړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې علي رضا بېکدلي په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بېکدلي د کاظمي قُمي ځای ناستی دی، چې په کابل کې "د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر" دی.

ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د کاظمي قُمي له بدلولو سره یې د ولسمشر ځانګړي استازي پوست هم حذف کړی دی.

ښاغلي قُمي چې په پیل کې یې ځان په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه معرفي کړ، د وخت په تېریدو سره یې دغه لقب د سفارت سرپرست یا شارژدافیر د مشر په توګه بدل کړ، چې د سفیر په نسبت ټیټ مقام دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي کاظمي قُمي او بېکدلي ته په کابل کې د ایران د سفیر په توګه خطاب کاوه.

متقي له قُمی سره د خدای پامانۍ په لیدنه کې وویل: «چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سې شنبه په ورځ د ایران د نوي استازي د ټاکلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې بېکدلي په کابل کې زموږ د هېواد د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې بېکدلي د ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د سفارت تجربه لري.

نوموړی کابل ته تر لېږلو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ او پارلماني چارو پخوانی مرستیال و.

د پاکستان او امریکا په څېر ایران هم د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي پوسټ حذف کړ، چې د کتونکو په وینا د ایران او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې د کمېدو په معنا دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

خُرم کابل ته د روسي پلاوي تګ او افغانستان ته د روسیې لېوالتیا مهم وباله

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر وایي، چې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارزښته دی.

عبدالکریم خُرم د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼې کاږلي: «که د دې مذاکراتو له محتوا چې زه ورته لاسرسی نه لرم تېر شو، کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارښته دی.»

ښاغلي خُرم په اوسنۍ نړۍ کې چې له ناورین او جګړې ډکه ده، افغانستان ته د روسیې لېوالتیا مهم ګڼلی.

خُرم زیاته کړه: «په نننۍ نړۍ کې چې له جګړې او کړکېچ څخه ډکه او څو قطبې کېدو پر لور روانه ده، له افغانستان سره په دې کچه د روسیې لېوالتیا مهمه ده.»

عبدالکریم خُرم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی کابل کې دی او له طالب چارواکو سره لیدنې کوي.

هغه وایي: «افغانستان د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سختې مقابلې ډګر ګرځېدلی شي، که څه هم له دې ځایه کولی شي ترمنځ یې همکاري رامنځ ته شي، دا په دې پورې اړه لري، چې د روسانو د ارو-اسیایي بدلون ريښه تر کومه ځايه نيولې ده!؟»

خُرم زیاتوي، چې د نړۍوال سازمانونو او یو شمېر لوېدیځو ډیپلوماتانو د وینا برخلاف د افغانستان جیوستراتیژیک اهمیت دومره ډېر دی، چې هېڅکله هم له پامه نه دی غورځول شوی.

ښاغلي شویګو تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هم وویل، چې په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.

د پوتین ویاند : کرملین د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو پریکړه لا نه ده کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف له طالبانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسکو تر اوسه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې. د سه شنبې په ورځ د روسیې یو شمېر سناتورانو او ددوما غړو ددغه هېواد پارلمان ته په دې اړه یوه لایحه وړاندې کړه.

د کرملین ویاند ویلي چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه د روسیې د پرېکړې جزئیات به له نهايي کېدو وروسته اعلان شي.

دیمیتري پسکوف د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې مسکو له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي.

د ولادیمیر پوتین ویاند وویل، «دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان له مشرتابه او هغو ځواکونو سره چې په دې هېواد کې په واک کې دي، اړیکې ټینګې کړي، په تېره بیا دا چې دغه هېواد په یوه ګاونډۍ سیمه کې پروت دی.»

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو ویلي و، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ایستل ښايي په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په اقتصادي مسایلو کې د خبرو اترو لپاره یو ګام وي، خو د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې لا وختي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرګي شویګو په حواله ویلي چې د روسیې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو بهیر وروستي پړاو ته رسیدلی دی.

د سه شنبې په ورځ د روسیې یو شمېر سناتورانو او ددوما غړو ددغه هېواد پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې په تصویب سره یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلو ته لاره پرانېستل کیږي.

انټرفاکس اژانس وايي، دغه لایحه وړاندیز کوي چې یو شمېر ممنوعه سازمانونه چې د روسیې د قوانینو له مخې د ترهګرو په نوملړ کې ځای شوي، د لنډ وخت لپاره د محکمې په حکم لغو (له نوملړه واېستل) شي.

دا کار د لوی څارنوال او د هغه د مرستیال په غوښتنه هغه مهال کېدای شي چې ثابت شي یادو ډلو له ترهګریزو کړو وړو سره مخه ښه کړې ده.

انټرفاکس وايي، چې دمګړۍ د روسیې په قوانینو کې د ممنوعه سازمانونو لنډمهالی تعلیق نه دی اټکل شوی او نوې لایحه ددې قانوني تشې د ډکولو هڅه ده.

ددې لایحې په تصویب کېدو سره مسکو کولای شي چې ځینې ممنوعه سازمانونه لکه طالبان په لنډمهالي ډول د ترهګرو او ممنوعه سازمانونو له تور نوملړه وباسي، یا یې د تعلیق په حالت کې راولي.

د روسیې دوما ته له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو لایحه وړاندې شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د روسیې یو شمېر سناتورانو او د دوما استازو یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې له مخې یې یو شمېر ممنوعه ډلې په لنډمهالي ډول د روسیې له تور نوملړه ایستل کېدای شي. روسي قانون پوهان دا ګام داسې مهال اخلي چې یو جګپوړی روسی پلاوی د کابل په سفر بوخت دی.

انټرفاکس اژانس وايي، دغه لایحه وړاندیز کوي چې یو شمېر ممنوعه سازمانونه چې د روسیې د قوانینو له مخې د ترهګرو په نوملړ کې ځای شوي، د لنډ وخت لپاره د محکمې په حکم لغو (له نوملړه واېستل) شي.

دا کار د لوی څارنوال او د هغه د مرستیال په غوښتنه هغه مهال کېدای شي چې ثابت شي یادو ډلو له ترهګریزو کړو وړو سره مخه ښه کړې ده.

روسي قانون پوهان او د دوما غړي دا ګام په داسې حال کې اخلي چې یو جګپوړی روسی پلاوی د کابل په سفر بوخت دی او ژمنه یې کړې چې مسکو طالبان د ترهګرو له نوملړه باسي.

انټرفاکس وايي، چې دمګړۍ د روسیې په قوانینو کې د ممنوعه سازمانونو لنډمهالی تعلیق نه دی اټکل شوی او نوې لایحه ددې قانوني تشې د ډکولو هڅه ده.

ددې لایحې په تصویب کېدو سره مسکو کولای شي چې ځینې ممنوعه سازمانونه لکه طالبان په لنډمهالي ډول د ترهګرو او ممنوعه سازمانونو له تور نوملړه وباسي، یا یې د تعلیق په حالت کې راولي.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد: داعش د پاکستان په امر په افغانستان کې هزاره په نښه کوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۰

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد په یوه مطلپ کې لیکلي چې «پاکستان د خپلې نیابتي ډلې داعش له لارې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د هزاره قوم، پر وړاندې ځینې اقدامات ترسره کړي». المرصاد لیکلي چې طالبانو په چټکۍ سره دا وضعیت کنټرول کړ او د داعش د بریدونو مخه یې نیولې ده.

د طالبانو استخباراتو ته نږدې رسنۍ المرصاد نن سې شنبه «د لیندۍ ۶مه» د «په پاکستان کې روانه بد امني د پوځ د ناکامو پالیسيو پایله ده» تر سرلیک لاندې یو مطلپ خپور کړی .

المرصاد په کورمه کې روانو جګړو ته په اشارې سره لیکلي چې د پاکستان د استخباراتي ادرسونو له لوري پر طالبانو دا تور پورې کېږي چې دوی په پاکستان کې فرقه ییز تاوتریخوالي ته وده ورکوي، خوا دا بې بنسټه دی.

په دې مطلب کې ادعا شوې چې طالبانو په روانو حالاتو کې د ډله ییزو اختلافاتو د ختمولو او مذهبي یووالي د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

المرصاد لیکلي چې د دې پر ځای چې پاکستان پر نورو تورونه پورې کړي، ورته په کار ده چې له خپلو ناکامو پالیسیو عبرت واخلي او د طالبانو له بریالیو تجربو زده کړه وکړي.

د طالبانو استخباراتو ته نږدې دې رسنۍ لیکلي چې پاکستاني ادارو فرقه ییزې ډلې جوړې کړې او د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یې استعمال کړې.

المرصاد په کورمه کې د پاکستان پوځ پر دروازې د زینیبیون بیرغ پورته کېدو په اړه لیکلي، چې« دا څنګه امکان لري د یو بل هېواد نیابتي ډله دې له خپل زېړ بیرغ سره را پورته شي»

المرصاد وایي، دا ډلې دې کورونه، کلي او بازارونه سوځوي، خلک دې وژني او په ښکاره ډول دې د پوځ پوستې نیسي، د پاکستان بیرغ دې را ښکته کوي او هلته خپل بیرغ را ځوړندوي او پوځ دې یوازې ننداره کوي؟

المرصاد وايي، د کورمې روانو شخړو تر شا خپله د پاکستان پوځ لاس دی، کله یوې ډلې ته ملاتړ ور کوي او کله بله ډله د جګړې لپاره هڅوي.

په دې وروستیو کې طالبانو په تکرار سره پاکستان تورن کړی چې د داعش- خراسان سرپرستي کوي، خو پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته لاړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې د «حلال نړیوال نندارتون» په پرانېست غونډه کې د ګډون لپاره استانبول ته لاړ. د طالبانو له دغه وزیر سره په سفر کې د افغانستان د خصوصي سکتور ۳۰ تنه استازي ملتیا کوي.

دغه نندارتون د روان کال د لیندي له شپږمې نه تر نهمې نیټې پورې د ترکیې په استانیول ښار کې پرانېستل کیږي او ټاکل شوې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم دغه نندارتون ته خبرې وکړي.


د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «نور الدین عزیزي به د نندارتون په څنډه کې نورو پروګرامونو کې هم برخه واخلي».


د طالبانو له دغه وزیر سره په سفر کې د افغانستان د خصوصي سکتور ۳۰ تنه استازي ملتیا کوي.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د غالیو، ګرانبیه تیږو، وچې مېوې او بانکدارۍ اته غرفې نندارې ته اېښودل کیږي.