محسن داوړ حکومت ته: د پي ټي ای په پلمه د افغان کډوالو ځورول د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پي ټي ای په پلمه د افغان کډوالو ځورولو او هغوی ته له اسلام اباده د وتلو ضرب الاجل ټاکل له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.