په کورمه ولسوالۍ کې له اوربند سره - سره د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۱۱۱ کسانو ته ورسېد

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۱۱۱ کسانو ته ورسېد. د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د اوربند سربېره د شیعه او سوني وګړو ترمنځ لا هم نښتې روانې دي.