د پي ټي ای غړی: د پاکستان حکومت د عمران خان د خوشې کولو لپاره تیار وو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی سردار لطیف کهوسه وایي، چې د پاکستان حکومت د عمران خان د خوشې کولو لپاره تیار وو، خو ستونزه هغه وخت جوړه شوه، چې دوی غوښتل خان سمدستي خوشې شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی سردار لطیف کهوسه وایي، چې د پاکستان حکومت د عمران خان د خوشې کولو لپاره تیار وو، خو ستونزه هغه وخت جوړه شوه، چې دوی غوښتل خان سمدستي خوشې شي.
نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د عمران خان د خوشې کولو پرمهال یو شمېر کسانو لاسوهنه هم وکړه، خو نوموړي د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی.
لطیف کهوسه دغه راز زیاته کړې، چې تحریک لا ختم شوی نه دی.د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یاد غړی وایي: «تحریک لا ختم شوی نه دی، موږ به اسلامآباد ته هم لاړ شو او حکومت به هم وکړو.»هغه وایي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به تل ویل، چې هېڅوک تر ډي چوک پورې رسېدلی نه شي، خو له ټولو تابیاوو سره - سره بیا خلک تر اسلام اباد پورې ورسېدل.دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د وروستیو ناخوالو په غبرګون وویل: «څوک چې پاکستان ته زیان رسوي لاسونه یې پرې ماتوو.»نوموړي د چهارشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې زیاته کړه، چې په سیاست کې هېڅ ډول فتنې ته ځای نه شته.له تېرو څو ورځو را په دې خوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي و، چې نن پایته ورسېدل.له دې سره، د اسلام اباد د پولیسو مشر علي ناصر رضوي بیا ویلي، چې په اسلام اباد کې د پي ټي ای په لاریونونو کې د ۳۷ افغانانو په ګډون ۹۵۴ کسان نیول شوي، چې ۲۰۰ وسایل او ۳۹ وسلې یې ترې تر لاسه کړې دي.د تحریک انصاف د احتجاج له ختمېدو وروسته په پلازمينې اسلام اباد کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.د تحريک انصاف د احتجاج پرمهال د تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوې لویې لارې بېرته د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې.


که څه هم پاکستان د خپل سیاسي تاریخ په اوږدو کې څو ځله له جدي بحرانونو سره مخ شوی دی خو له بحرانه د راوتلو موده یې دومره اوږده نه وه لکه له ۲۰۲۲ کال را په دېخوا چې دا هېواد پکې ښکېل دی.
د عمران خان د زنداني کېدو او د تحریک انصاف پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې د پاکستان روانه سیاسي صحنه لا پېچلې شوې ده. له بلې خوا، اقتصادي بحران چې د تېرو څو کلونو د ناسم مدیریت پایله ده، په پاکستان کې د سیاسي کړکېچونو اغېزې نورې هم زیاتې کړې دي.

۱. د سیاسي کړکېچ ژورې ریښې
۱.۱د سیاسي بېثباتۍ لاملونه
په پاکستان کې د پوځ او سیاسي ګوندونو ترمنځ رقابت او د سیاستونو پر سر اختلافات تل د سیاسي بېثباتۍ لامل شوي دي.
نېږدې څلوېښت کاله د رقابت دا سیاست په یوه ډېره کړکېچنه صحنه کې پر مخ وړل شوی.
کله پوځ کودتا کړې او کله یې په غیرمستقیم ډول د پاکستان د سیاسي ادارې چارې په خپلو ګټو را څرخولي دي، له همدې امله په پاکستان کې د سیاسي شعارونو یوه مهمه برخه د پوځ پر وړاندې منفي دریځ ګرځېدلې ده.
وروستی کړکېچ له ۲۰۱۶ کاله شروع شوی، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د پوځ دریځ بدل شوی او د نواز شریف په مشرۍ یې د مسلم ن لیګ ګوند مشترک حکومت ړنګ کړ او عمران خان ته یې د واک زمینه برابره کړه.
په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره د مرستې په ترڅ کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په ۲۰۱۸ کې د خلکو د لوړو هیلو په ترڅ کې جوړ شو، خو د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان حکومت د عدم اعتماد په رایه لرې او د پي ډي ایم د حکومت په ایجاد سره دغه هېواد سیاسي شخړې یوې بلې دورې ته داخل شو.
۱.۲د پوځ او عمران خان اړیکې
د عمران خان په لومړیو ورځو کې هغه د پوځ کلک ملاتړ درلود او مخالفینو یې نوموړی د “پوځ ګوډاګی” یاد کړ، د پوځ پر وړاندې د عمران خان د مخالفینو شعار د پوځ په مرسته د عمران خان د حکومت ایجاد و.
عمران خان د ۲۰۱۸ کال د عمومي ټاکنو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف (PTI) په مشري قدرت ته ورسېد. هغه وخت پوځ ته د عمران خان ملاتړ کونکي ګڼل کېدل، ځکه چې پوځ هغه وخت د "بدلون" د شعار سره د عمران خان ملاتړ کاوه. دتحریک انصاف ګوندپه واک ته رسېدو سره پوځ ته د هېواد په سیاست کې لا زیات نفوذ ترلاسه شو او پوځ د عمران خان د حکومت لپاره د یوې مهمې ادارې په توګه ودرېد.

د اړیکو پراختیا
د عمران خان او پوځ اړیکې د واک په لومړیو کلونو کې ښې وې. د ملي امنیت، بهرني سیاست (په ځانګړي ډول د هند او افغانستان سره اړیکې) او د داخلي ستونزو په مدیریت کې پوځ او حکومت په ظاهره سره همغږي وو.
د اختلافاتو پیل
د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د عمران خان او پوځ ترمنځ اړیکې خرابې شوې. د دې اختلافاتو څو مهم عوامل په لاندې ډول دي:
د ISI د مشر ټاکنه:د پوځ له خوا د استخباراتو د مشر د ټاکنې پر سر د عمران خان او پوځ ترمنځ اختلافات راپورته شول. عمران خان غوښتل چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي، خو پوځ د خپلواکو پرېکړو غوښتنه کوله.
اقتصادي ستونزې:د عمران خان د حکومت پر مهال اقتصادي وضعیت خراب شو. پوځ داسې انګېرله چې حکومت د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی دی او دې مسالې د نظر اختلافات لا زیات کړل.
سیاسي اختلافات:عمران خان د ځینو سیاسي قضیو په اړه د پوځ د بې پرې پاتې کېدو غوښتنه وکړه، په ځانګړي ډول د مخالفو ګوندونو سره د خبرو پرمهال، له نواز شریف سره د حساب کتاب مساله او یو شمېر کوچنۍ مسالې.
وروستی سیاسي کړکېچ
په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان د حکومت ختمېدل د پوځ او عمران خان اړیکې لا خرابې کړې. عمران خان د پوځ په ځینو کړیو تور ولګاوه چې د هغه د حکومت پر ضد یې دسیسه کړې ده. د دې ادعاو له امله پوځ د عمران خان په وړاندې سخت دریځ غوره کړ.

د می ۹ پېښه:د عمران خان نیول دپاکستان تحریک انصاف ګوند دپلویانو له خوا سخت غبرګونونه راوپارول، چې په ترڅ کې یې پوځ په ښکاره د عمران خان او د هغه د پلویانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړ.
روان حالت
اوس مهال د عمران خان او پوځ اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي. پوځ عمران خان او د هغه ګوند د ملي امنیت لپاره ګواښ بولي او عمران خان پوځ تورنوي چې د هغه د سیاسي فعالیتونو مخنیوی کوي. د دې اړیکو خرابوالی د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز کړی دی.
۲. د نواز شریف د ګوند رول
۲.۱د مسلم لیګ (ن) تاریخي شالید
مسلم لیګ (ن) د پاکستان په سیاست کې یو له مهمو ګوندونو څخه دی چې له ډېر وخت راهیسې یې د پوځ او سیاستونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړې. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، د پوځ او سیاسي ګوندونو اړیکې په خپلو حکومتونو کې تنظیمولې او نوموړی د سیاستوالو او پوځ تر منځ د وصل یوه سیاسي نقط بلل کیږي.
د هغه ګوند اوس هم د پوځ ملاتړ د خپل سیاست یوه مهمه برخه ګڼي.
۲.۲د مسلم لیګ (ن) او پوځ تړون
له عمران خان سره د پوځ له وروستي کړکېچ وروسته مسلم لیګ (ن) یو ځل بیا وتوانېده چې د پاکستاني پوځ ملاتړ ترلاسه کړي. شهباز شریف چې د نواز شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر دی، د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان له لرې کېدو وروسته د ایتلافي حکومت مشري وکړه.
د شهباز شریف حکومت له پوځ سره د همغږۍ په ترڅ کې هڅه وکړه چې سیاسي ثبات رامنځته کړي، خو دا همکاري د تحریک انصاف د پلویانو له سخت غبرګون سره مخ شوه.
هماغه و، چې په دویم ځل ټاکنو کې هم شهباز شریف د پاکستان د حکومت د لومړي وزیر په توګه وګومارل شو.

۳. اقتصادي بحران او د هغه عوامل
۳.۱د اقتصادي ستونزو عوامل
پاکستان د تېرو څو کلونو راهیسې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی. د دې بحران لاملونه په لاندې ډول دي:
د پورونو زیاتوالی:پاکستان په نړۍوالو پورونو تکیه لري چې اوس یې تادیه د دغه هېواد لپاره ستونزمنه شوې ده.
د بهرنیو اسعارو کمښت: د اقتصادي تحلیلونو په اساس د پاکستان زرمبادله خطرناکې کچې ته راټیټه شوې ده، چې د وارداتو لپاره د پیسو کمښت رامنځته کوي.
د انفلاسیون زیاتوالی:د خوراکي توکو او انرژۍ بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي، چې د عادي خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
سیاسي بېثباتي:په هېواد کې سیاسي شخړې د بهرنیو پانګوالو باور کم کړی او د سوداګرۍ لپاره یې چاپېریال زیانمن کړی دی.
۳.۲د مسلم لیګ (ن) د حکومت اقتصادي اقدامات
د شهباز شریف حکومت هڅه وکړه چې د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) له لارې پور ترلاسه کړي ترڅو د اقتصادي بحران مخه ونیسي. د دې لپاره حکومت د انرژۍ بیې لوړې کړې او مالیاتي اصلاحات یې پیل کړل، خو دغو اقداماتو د خلکو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې.
د خیبرپښتونخوا په ګډون په هغو سیمو کې چې د عمران خان پلویان پکې زیات دي له حکومته د نارضایتي غږ پورته کوي او د شهباز شریف حکومت ناکام بولي.
۳.۳د اقتصادي بحران ټولنیزې اغېزې
د اقتصادي ستونزو له امله د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، د بېکارۍ ستونزه زیاته شوې او عام خلک د لومړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره په کړاو کې دي. دې حالت د حکومت پر وړاندې د خلکو نارضایتۍ ته نوره هم وده ورکړې ده.
۴. د تحریک انصاف لاریونونه او د هغې پایلې
۴.۱د عمران خان د زنداني کېدو اغېز
عمران خان چې د خلکو په منځ کې له ډېر محبوبیت څخه برخمن دی، په ۲۰۲۴ کې زنداني شو. د هغه د زنداني کېدو سره، د تحریک انصاف پلویانو د مظاهرو یوه پراخه لړۍ پیل کړه.
دې مظاهرو د هېواد په اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
همدا راز د ډېموکراټیکو نظامونو او ولسواکۍ ته د ارزښت ورکونې په نړۍوالې درجه بندۍ کې هم د پاکستان کرېډېټ کم او دا هېواد د پوځ د مداخلې ښکار وبلل شو.
۴.۲د مظاهرو ټولنیزې او سیاسي پایلې
مظاهرو د حکومت پر وړاندې د خلکو او نړۍوالې ټولنې اعتماد کم کړی او د سیاسي کړکېچونو دوام یې پیاوړی کړی دی. سربېره پر دې، د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ شخړو د خلکو پر حقونو، بیان ازادۍ، مدني چارو او پر سیاسي مبارزو جدي اغېز کړی دی.

۵. د حل لارې
۵.۱ملي سیاسي هوکړه
د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره اړینه ده چې ټول سیاسي ګوندونه، په ځانګړې توګه تحریک انصاف، مسلم لیګ (ن) او پوځ، یوه ملي هوکړې ته ورسېږي. دا هوکړه باید د قانون حاکمیت، د انتخاباتو د شفافیت او سیاسي بېطرفۍ پر بنسټ ولاړه وي.
۵.۲د اقتصاد اصلاحات
د اقتصادي بحران د حل لپاره لاندې اقدامات اړین دي:
۵.۳د پوځ رول محدودول
په سیاسي چارو کې د پوځ د نفوذ کمول د سیاسي ثبات لپاره اړین دي. پوځ باید یوازې د هېواد د دفاع په چارو کې خپل رول محدود کړي او سیاسي پروسې بېطرفه پرېږدي.
دا چاره په لنډ مهال کې شونې نه برېښي، ځکه پاکستان له اقتصادي او سیاسي کړکېچ سربېره له امنیتي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او په پوځ کې رامنځته شوی فکر د دې جوګه نه دی چې په اسانۍ د خپل رول د کمښت ارادې ته وا داره شي.
پایله
پاکستان په داسې یو حساس پړاو کې دی چې سیاسي بېثباتي او اقتصادي بحرانونو یې د پرمختګ لارې تړلې دي. د حکومت، پوځ او اپوزېسیون ترمنځ همکاري او د خلکو ستونزو ته د پام اړول کولی شي د دې بحرانونو د حل لپاره لار هواره کړي، خو په اسانۍ دا موضوع په نېږدې وخت کې د حل وړ نه ده.
که د پاکستان حکومت، سیاسي ګوندونه او پوځ د دې وړتیا پېدا کړي، چې د اصلاحاتو یو جدي پلان پیل کړي، نو د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات ترلاسه کولو یو احتمالي چانس شته، خو که د ګوندونو، حکومت او پوځ تر منځ په څو مشترکو مسایلو د نظر اتفاق رامنځته نه شي، د پاکستان بحران لا پېچلی کېدونکی دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د وروستیو ناخوالو په غبرګون وایي: «څوک چې پاکستان ته زیان رسوي لاسونه یې پرې ماتوو.» نوموړي د چهارشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې زیاته کړه، چې په سیاست کې هېڅ ډول فتنې ته ځای نه شته.
شریف پرته له دې چې د چا نوم واخلي په دې ناسته کې وویل: «د خپل شخصي ګټو لپاره ملت ته زیان رسول تر ټولو لوی جرم دی. دا تحریک نه بلکې تخریب دی، فساد دی او په سیاست کې د فساد هېڅ ځای نه شته.»
شریف دغه راز د بازارونو بندېدو او د سوداګرۍ ځنډېدو ته په اشارې سره وویل، که څه هم رامنځته شوی فساد بالاخره پایته ورسېده، خو د سختو اقتصادي زیانونو لامل شو.
د لاریونونو له پیل راهیسې اسلام اباد ته ټولې غځېدلې لارې بندې وې، بازارونه بند و او همداراز له افغانستان سره هم سوداګري ځنډېدلې وه.
د پاکستان لومړی وزیر وایي؛ «له ۲۰۱۴ کال څخه مخکې په اسلام اباد کې د یرغل تصور هم نه کېده، ځکه خلکو به لاریونونه په خپلو ښارونو کې کول.»
د شریف په خبره: «په اسلام اباد کې لاریونونه د اېس سي او غونډې له جوړېدو سره هممهاله پیل شول او ورته پېښه په ۲۰۱۴ کال کې هم تر هغه وروسته وشوه، چې د چین ولسمشر غوښتل پاکستان ته سفر وکړي، خو د ۱۲۶ ورځینیو لاریونونو او ناخوالو له امله د هغه سفر وځنډېډ.»
شهباز شریف وایي، چې د پاکستان پوځ تر هغه وروسته د امنیت مسوولیت پر غاړه واخیسته، چې د غونډې ګډون کوونکو ته اندېښنه پیدا شوه، چې دې هېواد ته سفر وکړي او که نه.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف همداراز زیاتوي، چې د یوې پرېکړې له مخې تر دې وروسته هېڅ یوې ګډوډۍ ته فرصت نه ورکوي.
نوموړي پاکستان ته د بلاروس د ولسمشر وروستي سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «په جنورۍ کې به د پاکستان او بلاروس ترمنځ تړونونه وشي. دلته پرېکړې روانې وې، هلته د جګړې فضا وه او لاریون کوونکي له وسلو سره راغلي وو.»
شریف په خپلو خبرو کې د اسلام اباد او سند له پولیسو او رینجرز څخه د وضعیت د کابو کولو په برخه کې مننه وکړه او په خیبر پښتونخوا په ځانګړې توګه د کورمې ولسوالۍ او پاړه چنار وروستیو پېښو ته یې په اشارې سره وویل، چې د یادو سیمو سمول په کار و.
له تېرو څو ورځو را په دې خوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي و، چې نن پایته ورسېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام اباد د پولیسو مشر علي ناصر رضوي بیا ویلي، چې په اسلام اباد کې د پي ټي ای په لاریونونو کې د ۳۷ افغانانو په ګډون ۹۵۴ کسان نیول شوي، چې ۲۰۰ وسایل او ۳۹ وسلې یې ترې تر لاسه کړې دي.
د تحریک انصاف د احتجاج له ختمېدو وروسته په پلازمينې اسلام اباد کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
د تحريک انصاف د احتجاج پرمهال د تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوې لویې لارې بېرته د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې.

د اسلاماباد پر لور د عمران خان د پلویانو د لاریونونو له امله د لویو لارو بندېدو د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تقریباً په بشپړه توګه درولې ده.
تورخم کې سرچینو ویلي، د نومبر له ۲۳مې راهیسې له پنجاب نه د صادراتي توکو هیڅ موټر تر پېښور او تورخم نه دی رسېدلی. فدرالي او ایالتي چارواکو په تېرو څو ورځو کې د پنجاب او خیبر پښتونخوا لویې لارې او موټروې په کانټینرونو تړلې وې، چې ټرانسپورټ یې فلج کړی و.
د ډان د رپوټ له مخې، په پېښور کې بند پاتې سوداګریز موټر، چې تازه میوې، د ډبرو سکاره او له افغانستان څخه وارد شوي توکي پکې بار دي، په ټپه ولاړ دي.
د تورخم د ګمرکي اجنټانو د اتحادیې مشر، مجیبالله شینواري وویل چې دا ګډوډي بېسارې ده. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د ډبرو سکاره چې معمولا د پنجاب فابریکو ته وړل کېږي او میوې، چې د اسلاماباد او راولپینډۍ بازارونو ته لېږدول کېږي، بند پاتې دي.
شینواري وویل، له دې وړاندې، شاوخوا ۳۰۰ موټر هره ورځ افغانستان ته د صادراتو لپاره تلل او شاوخوا ۲۵۰ موټر له وارداتو سره راتلل خو اوس دا شمېر ۱۵۰ ته راکم شوی او له اټک اخوا د لویو ګاډو تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.
د دې ترڅنګ، پر صادراتي محصولاتو د ایالتي حکومت دوه سلنه مالیې هم د افغان ترانزیټ سوداګري ډېره برخه د بلوچستان چمن بندر ته اړولې ده.
یو تن ځایي مسوول جمشید خان ډان ته وویل چې "دې د سیمې سوداګرو لپاره ستر مالي زیانونه اړولي دي".
د دې په ځواب کې د طالبانو حکومت هم پر پاکستاني میوو او سبزیو مالیه لوړه کړې، چې د سرچینې په باور، سوداګرۍ ته یې نور زیان رسولی دی.
د تورخم په بندر کې ګمرکي چارواکو هم د سوداګرۍ د کچې په کمېدو اعتراف کړی. یوه چارواکي یادې رسنۍ ته ویلي چې دغه سیاسي ناورین دواړو هېوادونو ته اقتصادي زیانونه اړوي.
د تحریک انصاف ګوند لاریونونه له پلازمېنې اسلام اباد نه شاته تمبول شوي، خو لا هم د پنجاب پر لور ټولې ټرانزیټي لویې لارې نه دي پرانېستل شوې.

د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ امنیتي چارواکي په دغه ولسوالۍ کې د مساپرو پر موټر د برید له پېښې وروسته تر دې مهاله د واړو لوریو په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲ تنو ته رسېدلی دی.
د کورمې ولسوالۍ پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې لا هم دغلته امنیتي وضعیت نه دی کابو شوی او د سوني او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې روانې دي.
په کورمه کې د روغتون سرچینو ویلي، چې په د شیعه مساپرو پر موټریز کاروان د برید په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نن چهار شنبه ۵۲ ته لوړ شو.
د روغتون مسوولینو ویلي، چې د کورمې د بېلابېلو سیمو څخه د تازه پېښو په پایله کې روغتون ته د دوو کسانو مړي او شپږ تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
بل خوا د کورمې ولسوالۍ د پولیسو مسوولین وايي، د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د شیعه او سوني مذهبو ترمنځ په روانو نښتو کې ټولټال ۱۰۲ تنه وژل شوي او ۱۳۸ تنه ټپيان شوي دي.
همدارنګه له پاړه چنار څخه سرچینې وايي، چې په کورمه کې د تېرو څو ورځو راهیسې انټرنیټي خدمتونه بند شوي او هلته ټولې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.
د کورمې ولسوالۍ امنیتي چارواکي همداراز زیاتوي، چې پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د خرلڅۍ پر لاره هم هر ډول سوداګریز تګ راتګ بند شوی دی.
د کورمې ولسوالۍ د پولیسو مشر جاوید الله محسود وايي، چې په کورمه کې د امنیت د ډاډمنتیا لپاره هڅي دوام لري.
د نوموړي په خبره، په کورمه کې د وضعیت د کابو کولو لپاره د امن جرګې لپاره قومي مشران سیمې ته رسېدلي دي.
کورمه یوه له هغو سیمو څخه ده، چې ډېری وخت په کې فرقهییزې شخړې رامنځ ته کېږي.
تېره میاشت په کورمه کې په یوه نښته کې د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول.
دغه راز د جولای او سپټمبر په میاشتو کې هم د مذهبي نښتو له امله لسګونه کسان وژل شوي وو.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په سیمه کې د "خطرناکو شخړو تکرار" ته "عاجله پاملرنه" وکړي.
دغه کمېسیون د پاکستان حکومت ته په دې سیمه کې د «بشري ناورین» په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

د پاکستان پولیس د سې شنبه په ورځ وویل، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.
پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قبایلو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
دغه نښتې په یاده ولسوالۍ کې تر هغه وروسته پیل شوې دي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسلهوال برید وشو.
په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول او شاوخوا همدومره نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي جیو نیوز ته ویلي: «نښتې په کابو درېیو سیمو کې روانې دي.»
نوموړي زیاته کړه: «د یرغمل شویو کسانو او د جسدونو د تبادلې پر سر د پام وړ اختلافونه شته.»
سرچینې همداراز ویلي، چې اوسمهال د اتو ښځو په ګډون ۱۸ تنه یرغمل شوي دي.
ویل کېږي، په هغو سیمو کې چې اوسمهال نښتې روانې دي له پنځو ورځو راهیسې روزنیز مرکزونه بند شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښور - پاړه چنار ترمنځ ټولې لارې له شپږو ورځو را په دېخوا بندې دي.
د جیو نیوز په خبره: له افغانستان سره سوداګري هم د لارو د بندېدو له امله ځنډېدلې ده.
کورمه ولسوالۍ چې شیعه مېشته سیمه ده، وخت ناوخته په کې قومي جګړې رامنځته کېږي.
کارپوهان وایي، چې په پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ تر شا نړۍوال قدرتونه او د هغوی ملاتړ کوونکي دي.
د دوی په خبره، په پاړه چنار کې هڅې روانې دي، چې تاوتریخوالي په مذهبي او فرقه یي جنګ بدل کړي.