تحریک انصاف: په اسلام اباد کې د تېرې ورځې په لاریونونو کې ۲۰ کسان وژل شوي

د پاکستان د تحریک انصاف یو جګپوړی غړی سلمان اکرم راجا وایي، چې د تېرې ورځې په لاریونونو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي. نوموړی ادعا کوي، چې په روغتونونو کې د تحریک انصاف ټپي شویو پلویانو ته روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي.