پاکستان کې د امریکا ماموریت خپل وګړي د امنیتي ګواښ له امله د پېښور له سرینا هوټله منعه کړي

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د امریکا ماموریت له لوري په خپاره شوي خبرداري کې لیکلي چې د نومبر له ۲۷مې د ډیسمبر تر ۱۶مې دې د امنیتي ګواښ له امله د پېښور له سرینا هوټل او شاوخوا سیمو لرې پاتې شي.