پاکستانی جنرال: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې د امنیت لپاره به ټولې وسیلې وکاروو

د پاکستان دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) د چمن د قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او پاکستاني پوځیانو د یوې ګډې غونډې ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې تېره ورځ په چمن کې امن جرګه ترسره شوه.