د بشارالاسد حکومت د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره چمتو کېږي

د بشارالاسد پر حکومت د وسله والو د برید له پیل راهیسې تر اوسه د ۲۰ ملکي کسانو په ګډون نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې د دفاع وزارت بیا پر ترهګرو د ځوابي برید لپاره د چمتوالي خبر ورکوي او غواړي د حلب ښار په ګډون ټول له لاسه وتلي سیمې بېرته ونیسي.