د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پر وروستیو ناکراریو وغږېدل

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لیندۍ پر ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې وروستۍ پېښې وڅېړلې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لیندۍ پر ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې وروستۍ پېښې وڅېړلې.
په دې خبرو اترو کې فیدان د سیمې د بېثباتۍ لامل کېدونکو هر ډول اقداماتو په تړاو د ترکیې مخالفت څرګند کړ او د سوریې د کړکېچ کمولو غوښتنه یې وکړه. هغه دغه راز د سوریې حکومت او مخالفانو تر منځ د سیاسي بهیر پر بشپړولو ټینګار کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې انقره ترهګرو ته اجازه نه ور کوي چې دترکیې او سوریې پر ملکي وګړو بریدونه وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې ترکیه د هغو پرمختګونو خلاف ده چې بې ثباتۍ زیاتوي.
د ترکیې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، فیدان په دې خبرو کې ټینګار کړی چې اسراییل په لبنان کې د اوربند ساتلو لپاره خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او په غزه کې ژر اوربند او دې سیمې ته د بشري مرستو رسول ډاډمن کړي.
په دې خبرو اترو کې پر اوکراین او د سویلي قفقاز سیمې پر مسایلو هم خبرې شوې دي.


د سوریې دویم لوی ښار حلب، چې له ۲۰۱۱ راهیسې د بشار الاسد د حکومت تر کنټرول لاندې و، د لومړي ځل لپاره د حکومت له واکه وتلی دی. د جګړې څارونکي ادارې، د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې خبر ورکړی چې د وسلهوالو یوې ائتلافي ډلې تېره اونۍ د ناڅاپي بریدونو په ترڅ کې مهم پرمختګونه کړي.
د فرانس پرېس د رپوټ له مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې سیمهییز کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، په ځانګړي ډول د لبنان په ګاونډ کې، چېرې چې د اسرائیل او د ایران حزبالله ډلې ترمنځ دوه میاشتې اوږده جګړه د نازک اوربند لاندې راغلې ده.
د یاغیانو ائتلاف، چې مشري یې جهادي ډله تحریر الشام (HTS) کوي، په حلب کې د حکومت مهمې سیمې نیولې دي، په دې کې د ښار هوایي ډګر او یو شمېر شمالي ولسوالۍ شاملې دي. د ښار په ځینو برخو کې کردان، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو (SDF) تر واک لاندې دي، لاهم خپله واکمني ساتلې ده.
د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن وویل چې دا لومړی ځل دی چې حلب ښار د سوریې د رژیم له واک څخه وځي.
چټک سقوط
د حلب سقوط د دمشق لپاره لوی شاتګ بلل کېږي. حکومت چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د روسیې د هوایي ځواک او د ایران ملاتړو ملیشو په مرسته حلب بېرته نیولی و، اوس له داسې یوه حالت سره مخ دی چې یاغیانو په لږ مقاومت سره پراخې سیمې نیولې دي.
یاغیانو د خان شیخون او معره النعمان په ګډون یو شمېر مهم ښارونه او کلي نیولي دي. د دې پرمختګ په ترڅ کې ګڼ شمېر ټانکونه او پوځي تجهیزات د یاغیانو لاس ته لوېدلي دي.
په ورته وخت کې، روسیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په حلب کې لومړي ځل هوایي بریدونه ترسره کړي، چې موخه یې د یاغیانو د پرمختګونو مخنیوی و.
تلفات او سیمهییز اغېز
د وروستیو جګړو په ترڅ کې د څار ادارې د معلوماتو له مخې، له ۳۷۰څخه زیات کسان وژل شوي دي، چې پکې لږ تر لږه ۴۸ ملکي کسان شامل دي. دې شخړې لاهم د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو پام ځان ته وراړولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې د دمشق د ملاتړ لپاره دې ښار ته تللی، وویل چې د یاغیانو دا برید د متحده ایالاتو او اسرائیل د «توطئې» یوه برخه ده. ولسمشر اسد د یاغیانو د ماتولو ژمنه وکړه او ویې ویل: «ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي، او موږ به یې په همدې ژبه ختمه کړو.»
دپلوماتیک فشارونه او نازک اوربند
د حلب د سقوط په پایله کې د ۲۰۲۰ کال هغه اوربند، چې د روسیې او ترکیې ترمنځ د ادلب لپاره په منځګړیتوب شوی و، تر فشار لاندې راغلی.
امریکايي چارواکو د سوریې د حکومت پر بهرنیو ملاتړو د تکیې کولو انتقاد کړی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویټ وویل: « د رژیم ناتواني له دې ښکاري، چې له روسیې او ایران پرته خپلې سیمې نه شي خوندي کولای».
راتلونکی نامعلوم حالت
په داسې حال کې چې یاغیان په حلب کې خپل کنټرول ټینګوي، د سوریې اوږدې جګړې د واک توازن یو ځل بیا بدل شوی ښکاري. د حلب له لاسه وتل، چې د اسد لپاره د بیا نیول شویو سیمو یو مهم سمبول و، د حکومت داخلي او نړیوالې ډیپلوماسۍ لپاره ستونزې زیاتولی شي.
فرانس پرېس وايي، اوس به د پام وړ ټکی دا وي چې ایا روسیه او ایران به خپل نظامي ملاتړ زیات کړي او یاغیان به د حکومت تر کنټرول لاندې نورو سیمو ته پرمختګ وکړي او که نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، په سوریه کې له اوسنیو کړکېچونو وروسته تهران د دغه هېواد له پوځ او حکومت څخه په کلکه ملاتړ کوي. عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۱ مه) وویل، چې دی د سوریې حکومت ته د ایران د پیغام رسولو لپاره دمشق ته ځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سمندري ځواکونو ورځې د نمانځنې مراسمو په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې اسلامي جمهوریت په سوریه کې د «اسراییل او تکفیري ترهګرو» ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي.
هغه زیاته کړه: «د اسراییل له ماتې وروسته دښمن هڅه کوی د ترهګرو ډلو له لارې د سیمې په بې ثباته کولو خپل هدف ترلاسه کړي.»
دایران د بهرنيو چارو وزير ټینګار وکړ، چې د جګړې ډګر او ډیپلوماسۍ یو بل سره بشپړوي او ډیپلوماتان په دغه ډګر کې د قدرتونو په ملاتړ سره حرکت کوي. هغه همدا راز هیله څرګنده کړه، چې د سوریې پوځ به یو ځل بیا په دغه هېواد کې د مخالفينو پر وړاندې بری ترلاسه کړي.
عباس عراقچي اعتراف کړی، چې د سیمې هېوادونه له نویو دسیسو سره مخ دي او په سوریه کې کړکېچ د همدې دسیسو یوه برخه ده.
هغه وويل، چې « په سوریه کې جهادي ځواکونه د امریکا تر قوماندې لاندې حرکت کوي».
د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو د بریدونو له پیل سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه یوه نوي پړاو ته ننوتې ده.
دا بریدونه د چارشنبې په ورځ پیل شوي او راپورونه وايي، چې د حکومت مخالفو ځواکونو د حلب او ادلب ښار ځینې برخې نیوليې دي.
د راپورونو له مخې، د دغو نښتو په لومړیو دریو ورځو کې تر ۲۵۰ډېر کسان وژل شوي او په دې شمېر کې شاوخوا ۱۴۰مخالفان او ۸۷ د سوریې حکومتي سرتېري شامل دي.
ایران په داسې حال کې د سوریې له حکومت او پوځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، چې ځینو رسنیو د حلب په جګړو کې د ایراني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خونديتابه لپاره د سوریې د حکومت پایښت خورا مهم ګڼي او په همدې خاطر په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په داخلي شخړو کې ایراني ځواکونه د جګړې ډګر ته ننوتل.

په داسې حال کې چې د سوریې تحریر الشام سني ډلې ددغه هېواد حلب ښار نیولی او نورو ښارونو ته د پرمختګ په حال کې ده، د حلب ښار د یوې مهمې ساتندویه ډلې زینبیون تر ۷۰۰ ډېر جنګیالي پاکستان په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته را ستانه شوي او دلته په فرقه یي شخړو کې ښکیل دي.
په کورمه ولسوالۍ کې یو تن چې دوه زامن یې په حلب کې د زینبیبون په لیکو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « د زینبیون په سلګونو جنګیالي په حلب او شاوخوا سیمو کې دداعش او نورو سني ډلو له ماتې وروسته بېرته کورمې ولسوالۍ او ګلګت بلتستان ته راستانه شول او دې چارې هلته د بشارالاسد د حکومت پوځي لیکې کمزورې کړې».
د توري قبیلې اړوند دغه کس وايي، چې له کورمې ولسوالۍ نه د سوریې لیکو ته اوس جنګیالي نه جذبیږي، ځکه دا سیمه خپله د فرقه یي شخړو شاهده ده.
په حلب او شاوخوا سیمو کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړو ځواکونو د شاتګ یو ستر لامل د روسیې د هوايي بریدونو درېدل او په لبنان کې د حزب الله او د ایران د سپاه پاسداران د نورو نیابتي ډلو ښکیلېدل ګڼل کیږي، خو پاکستان ته د سپاه اړوند زینبیون ډلې د غړو ستنېدل هم د جګړې پر جبهو بې اغیزې نه دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د زینبیون په لیکو کې اکثریت د کورمې ولسوالۍ د توریو او بنګښو و او په ۲۰۲۰ کال کې ددې لوا د ټولو جنګیالیو شمېر ۱۰ زره او ۵۰۰ تنه و، چې یو شمېر یې په جګړو کې ووژل شول او یو شمېر نور یې پاکستان او ځینې په لبنان کې د حزب الله ډلې ملاتړ ته لاړل.
رسمي سرچینو د زینبیون د جنګیالیو شمېر له درې زرو تنو نه تر پنځو زرو تنو پورې اعلان کړی دی.
سرچینه وايي، چې د زینبیون لیکو ته ډېری جنګیالي د جلال بنګښ تر مشرۍ لاندې «انجمن حسینیه» استول، خو اوس پخپله په کورمه ولسوالۍ کې دې جنګیالیو ته اړتیا ده او سوریې ته یې جلب او جذب درېدلی دی.
د سرچینې په وینا، زینبیون لښکر د حلب، نبل، تدمر، حماه او د پلازمینې شاوخوا سیمو په نیولو او امنیت ټینګولو کې ټاکونکی رول درلود او د ایران مذهبي مشر دې ډلې ته د هغوی د سرښندنو له امله ځانګړی درناوی درلود.
ددې ډلې ډېری جنګیالي په قم او عراق کې له زیارتونو جذبېدل او له لنډې روزنې وروسته د جګړې لیکو ته استول کېدل.
یاد کس چې دوه زامن یې د حلب په جګړو کې وژل شوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کورمې ولسوالۍ په وروستیو شخړو کې د زینبیون یو مهم قوماندان قلندر توری چې په سوریه او عراق کې جنګېدلی و، ووژل شو او بل قوماندان تهران توری چې په کورمه کې د زینبیون د وسله والو مشري کوي، د اوږدو کلونو لپاره په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیدلی دی.
د تحریر الشام ډلې وروستۍ ویډیوګانې ښيي چې ددې ډلې په لیکو کې هم د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو جنګیالي راغونډ شوي او په حلب او شاوخوا سیمو کې د یادې ډلې په ملاتړ جنګیږي.

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې پنجاب ایالت کې یې د «ترهګرو» ۱۱ کسیزه ډله نیولې چې له دوی څخه یې د ښارونو او مهمو ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي. دغه اداره وايي، چې یاده ډله یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نیولي دي.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پنجاب څانګې (سي ټي ډي) د استخباراتي عملياتو پر بنسټ په لاهور کې یوه ۱۱ کسیزه «ترهګرو» ډله نیولې او له هغوی څخه یې د مهمو ځایونو او ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي.
دغه اداره وايي، له دغو «ترهګرو» څخه یوه اندازه چاودیدونکي توکي، وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي، او دوی غوښتل په لاهور کې مهمه دولتي ودانۍ په نښه کړي.
د دغې ډلې په نیول شویو کسانو کې زبیر، اسلم، ابوبکر، فدا حسین، فهد سلیم، سیف الله، نفیس، اسرار، حاجي شاه، عبدالله او نور شامل دي.
تر اوسه پورې ټي ټي پي او یا نورو وسله والو ډلو په د اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، په روانه میاشت کې له لاهور څخه تر اوسه پورې ۳۴ «ترهګر» نیول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د ټولو وژل شویو شمېر ۱۳۰ تنو ته لوړ شو. ویل کیږي، د تېري شپې په تازه نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د پاکستان جیونیوز د کورمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې له ۱۱ ورځو راهیسې لا هم د خیبرپښتونخوا په دغې ولسوالۍ کې مذهبي وسله والي نښتي دوام لري.
پولیسو ویلي، چې د دغو نښتو په دوام تېره شپه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا په تېرو ۱۱ ورځو کې په کورمه ولسوالۍ کې د مذهبي نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ ته رسیدلی او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو له امله د پاړه چنار او پېښور تولې لویي لارې تړلې او په کورمه ایجنسۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅیو لاره د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د سیمې خلک وايي د لارې د بندښت له امله د خوراکي توکو، درملو او تېلو له سخت کموالي سره مخامخ دي.
د کورمې د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، د کورمې په بېلابېلو سیمو کې پولیسو او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په سیمه کې د ډزبندۍ هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د کورمې پولیسو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو د جګړې مرچلې دې ړنګې کړي.
همدارنګه نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو څخه دې وسلې راټولې کړي او تر هغه وخته دې یې په مشروط ډول له ځان سره وساتي، چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی.