د پښتنو قومي جرګه په کورمه کې د روانو مخالفتونو او ناامنیو د حل په موخه کورمې ته روانه شوه

په خیبر پښتونخوا کې ځايي خبریالان وايي، چې له پېښور څخه د پښتنو یوه قومي جرګه په کورمه کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو په موخه کورمې ولسوالۍ ته روانه شوه.