په پاکستان کې د پولیو درې نوې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي

په پاکستان کې د پولیو درې نوې مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۹ ته لوړ شو.

په پاکستان کې د پولیو درې نوې مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۹ ته لوړ شو.
په پاکستان کې روغتیایي ادارې وایي، چې د پولیو دغه نوې پېښې په ډېره اسماعیل خان، د کراچۍ د کیمري ولسوالۍ او کشمور څخه راپور شوې دي.
په روان کال کې له ډېره اسماعيل خان څخه تر دې مهاله د پوليو اته پېښې راپور شوې، د کراچۍ په کيمري ولسوالۍ کې د پوليو درې پېښې ثبتې شوې او په کشمور کې دا د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه ده، چې ثبته شوه.
د دغو ۵۹ پېښو له ډلې په روان کال کې په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۶، په سند کې ۱۵ او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا د پولیو یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
په پاکستان کې د پولیو وروستۍ پېښه (د لېندۍ په ۸ مه) په خیبرپښتوا کې ثبته شوې وه.
روغتیایي چارواکي د دغې د مخنیوي وړ ناروغۍ د خپرېدو د ورکولو لپاره د واکسین کمپاین پر اهمیت ټینګار کوي، چې په پاکستان کې د عامې روغتیا د برخې لپاره یوه لویه ننګونه شمېرل کیږي.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په پر له پسې توګه د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې له روغتیایي کارکونکو سره مرسته وکړي.


په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د دوشنبې په ورځ د پخواني لومړي وزیر د مېرمنې بشرا بيبي او د تحریک انصاف ګوند د نږدې ۱۰۰ غړو د نیولو حکم کړی او دا یې ویلي، چې د دغو کسانو وثیقه به هم نه منل کېږي.
دغه حکم له هغې وروسته صادر شو، چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وروستي لاریون کې له پولیسو سره د اخ و ډب تر څنګ په اسلام اباد کې د درې ورځو لپاره خلکو ته ستونزې راولاړې شوې او ټول سړکونه او لارې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وې.
هغه نوملړ چې د ترهګرۍ ضد ادارې لهخوا خپور شوی، د خیبر پښتونخوا ایالت د سر وزیر علي امین ګنډاپور، د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب، د پارلمان د غړو هر یو خالد خورشید، شېر افضل مراد، عبداللطیف فیصل جاوید، علي ناصر، فتح ملک او د ایالتي وزیر ریاض خان نومونه یاد شوي دي.
په هغو لاریونو کې چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې پیل شوي و، پولیسو د تحریک انصاف ګوند د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو د نیولو پخلی کړی و او دا یې هم ویلي و، چې د څلورو پولیسو په ګدون شاوخوا لس تنه وژل شوي دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند بیا وايي، چې د دوی ۱۲ تنه پلویان په دغه اخ و ډب کې وژل شوي وو.
پولیسو د دغو اعتراضونو په تړاو د ۹۶ تورنو کسانو نوملړ محکمې ته سپارلی، چې په هغه کې د پخواني ولسمشر عارف علوي، د پارلمان د پخواني مشر اسد قیصر، د ځینو نورو مشرانو او د تحریک انصاف ګوند د ځینو نورو لوړپوړو کسانو نومونه شامل دي.

د سوریې په حلب ښار کې د سوریې د پوځ او د حزب تحریر الشام ډلې وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بشارالاسد د مخالفو وسلهوالو د شړلو لپاره هوايي بریدونه هم پیل کړي دي.
مخالفو وسلهوالو په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد کور نیولی دی.
د وسلهوالو مخالفینو او سوري پوځ په نښتو کې شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې دواړو خواوو ته د پخلاینې وړاندیز وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې د سوریې په کړکېچ کې د بهرنۍ لاس وهنې اټکل رد کړ.
هغه وویل، چې د اپوزیسیون او د بشارالاسد د حکومت تر منځ د خبرو اترو د نشتوالي له امله معاملې دې کچې ته رسېدلې دي، چې د اپوزیسیون له مشروع غوښتنو سترګې پټول په خپله یوه تېروتنه وه.
په همدې حال کې امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني هم په سوریه کې د روان کړکېچ د ختمولو غوښتنه کړې ده.
په سوریه کې د وسلهوالو مخالفینو او د سوریې د ځواکونو ترمنځ د وروستۍ جګړې په اړه نن د امنیت شورا بېړنۍ غونډه هم بلل شوې ده.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړ، چې امریکایي او اسراییلي یرغمل شوي کسان د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰مې پورې خوشې کړي.
ټرمپ د یوه پیغام په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که یرغمل شوي کسان تر ټاکلې نېټې پورې خوشې نه شي: «قیامت به وشي.»
نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې پاڼې ټروث سوشال کې لیکلي: «ټول په منځني ختیځ کې د هغو یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې کوي، چې په تاوتریخجن او غیر انساني توګه چې د نړۍ د ارادې برخلاف دی ساتل کېږي او دوی یوازې خبرې کوي، هېڅ پرې اقدام نه کوي.»
ټرمپ زیاته کړه: «که یرغمل شوي کسان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې خوشې نه شي په منځني ختیځ کې به واقعي دوزخ جوړ شي او هغه کسان چې د بشریت ضد جنایتونه کوي سخت تاوان به ورکړي.»
د امریکا یاد منتخب ولسمشر خبرداری ورکړ: «یرغمل کوونکي به داسې ضربه وخوري، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې به بې ساری وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه د لوړې مراسم ترسره کوي او په رسمي توګه د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه خپله دنده پیلوي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه په اسراییل له پراخ برید وروسته د امریکا، اسراییل او یو شمېر نورو هېوادونو ۲۵۱ وګړي یرغمل کړل، چې ویل کېږي یو شمېر یې په تېر یوه کال کې وژل شوي هم دي.
حماس د شنبې په ورځ د لېندۍ لسمه یوه ویډيو خپره کړه، چې په کې ۲۰ کلن امریکایي الاصله اسراییلي عیدان الکساندر د متحده ایالاتو او اسراییلي چارواکو غواړي، څو له حماس سره د هوکړې په رسېدو سره د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي.
واشنګټن د دې ویډیو د خپرېدو په غبرګون وویل: «دا د حماس د بې رحمانه ترهګریزو جنایتونو ښکارندویي کوي.»
د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې د قطر، متحده ایالاتو او د مصر د منځګړیتوب هڅې هم تر اوسه پورې بې پایلې وې.
حماس وايي، چې یرغمل شوي کسان به یوازې د دایمي اوربند او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو له وتلو وروسته د فلسطیني بنديانو په بدل کې ازاد کړي.
'په افغانستان کې یرغمل شوي کسان'
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د بایډن پر حکومت نیوکه کړې وه، چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته یې ډېر شمېر امریکایي وګړي په دې هېواد کې پرېښي دي.
هغه د دغو کسانو په اړه وویل: «ډېری امریکایان اوس هم په افغانستان کې ژوند کوي. په ډېر احتمال سره باید دا کسان یرغمل شوي په پام کې ونیسو.»
طالبانو یو شمېر امریکایي وګړي نیولي دي او د هغوی د خوشې کېدو په برخه کې د بایډن هڅې بې پایلې وې.
تمه کېږي، چې ټرمپ به د لوړې له مراسمو وروسته د هغوی د خوشې کېدو په برخه کې جدي چلند وکړي.

د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان وایي، چې ډېر به ژر د طالب چارواکو د نیولو د حکمونو د صادرولو غوښتنه وکړي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې روانې دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو نوي فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.
له دې سره، د نړۍوالې جنایي محکمي د غړو هېوادونو د دیوان ۲۳مه غونډه هم نن په هالنډ کې د لاهه په ښار کې پيل شوه.
دا غونډه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۲مې تر ۷مې نېټې پلان شوې ده.
کریم خان د دوشنبې په ورځ په دې ناسته کې په خپله بیانیه کې وویل: «زه کولی شم چې دا تایید کړم چې په عالي ټیمي هڅو سره مو کار وکړ. مونږ به ډېر ژر د افغانستان د وضعیت په اړه په دوسیو کې د نیونو حکم صادر کړو.»
نوموړي د دې حکم نور جزیات نه دي ورکړي.
تېره اونۍ چیلي، کاسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض دوسیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړه.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ومنله، چې په دې اړه دوسیه یې ترلاسه کړې ده.
یادې محکمې په دې وروستیو کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دې هېواد د مخکیني دفاع وزیر یواو ګالانټ او د میانمار د ډیکټاټور مشر د نیولو حکم هم صادر کړی دی.
وړاندوینه کېږي، چې دغه محکمه به د هغو طالب چارواکو د نیولو حکم هم صادر کړي، چې د افغان ښځو پر وړاندې په سیستماتیک ډول تاوتریخوالو او د جنسیتي توپیر په مسله کې لاس لري.
د امریکا په پېسټبورګ پوهنتون کې د نړۍوالو حقونو څارونکی فواد پویا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان په اړه د یادې محکمې څېړنې په جدي توګه پیل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د محکمې اوسنۍ څېړنې د مخکینیو څېړنو دوام دی، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې پیل شوې وې.
هغه دغه راز زیاتوي، چې نوې څېړنې له مخکینۍ دوسیې ملاتړ کوي او هغه پراخوي.
د امریکا په پېسټبورګ پوهنتون کې د نړۍوالو حقونو یاد څارونکی زیاتوي: «د نیولو حکم نه یوازې طالبانو ته متوجه دی، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوري د مخکیني حکومت غړي هم ښایي تر تعقیب لاندې ونیسي.»
نوموړی وایي، چې د هېوادونو له خوا د دې دوسیې وړاندې کول نړۍواله جنایي محکمه اړ کولی شي، چې ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغې محکمې څېړنې د افغانستان د مخکیني حکومت له اعتراضونو وروسته وځنډېدې.
کریم خان ټینګار کړی، چې دفتر یې له هغه وخت راهیسې په خپلواکه، بې طرفه او پیاوړي توګه د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنې کړي دي.
په دې څېړنو کې د ښځو او نجونو پروړاندې د سیسټماټبک ځورولو اړوند تورونه هم شامل دي.
د یادولو ده، چې طالبانو تر دې وړاندې لاهه محکمې ته د یادې ډلې د بشري حقونو د نقض په اړه د دوسیې د وړاندې کولو پروړاندې کوم غبرګون نه و ښودلی.

د پاکستان په ملي شورا کې د خیبر پښتونخوا استازي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې د پاکستاني طالبانو د کنټرول غوښتنه وکړه.
حمید حسین وویل، چې د پاکستان پوځ په کورمه کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو پرضد عملیات پیل کړي دي.
حمید حسین د پاکستان په ملي شورا کې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ استازی دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر احمد شکیب سره تر لیدنې وروسته په یو ویډیويي پیغام کې وویل، چې د طالبانو له سفیر سره یې د خرلاچي د لارې پر ستونزو او په میوو او سبزیو بار ولاړو لاریو په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي وویل، چې د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات پیل کړي دي او افغان طالبان باید په افغانستان کې دننه د دغې ډلې د احتمالي خوځښتونو مخه ونیسي.
حسین وویل: «پاکستاني طالبان ممکن زموږ لپاره ستونزې رامینځته کړي، نو ما د طالبانو له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې تحریک طالبان پاکستان باید د افغانستان خاوره زموږ پر ضد ونه کاروي.»
هغه په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر په حواله ویلي، چې افغان طالبان هڅه کوي چې د وسله والو له خوا د افغانستان د خاورې د کارونې مخه ونیسي