طالبان: تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له پاکستان او ایرانه ۲۱۲ کورنۍ راستنې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له پاکستان او ایرانه ۲۱۲ کورنۍ راستنې شوې.
دغه اژانس له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۲۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۲۰ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستانه، دا رنګه ۳۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۳۰ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې.طالبانو دا نه دي ویلي، چې راستنې شوې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور د یادو هېوادونو څخه راستنې شوې دي؛ خو ډېری وخت د دغو ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.طالبانو ویلي، چې د تازه راستنو شویو کډوالو له ډلې له اړمنو سره مرستې شوې او ۲۴ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.پاکستان او ایران د تېر یو کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو د لېندۍ په شپږمه رسنیو ته ویلي و چې د روان کال تر پایه به له دغه هېواده تر دوه مېلیونه ډېر بې اسناده افغان کډوال وباسي.په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازي د دفتر مشر ویلي، چې دمګړی په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونه پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روغتیا په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا په اېکس پاڼه د خپور شوي دغه خبر په تصویر کې لیدل کېږي، چې ښاغلی جلالي په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي سره لیدلي دي.
په دغې لیکنه کې دارنګه راغلي، چې نوموړی به د دغه کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر روغتیایي ادارو له مسوولینو سره هم لېدنې کتنې ولري.
خبر زیاتوي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر به د دغو ناستو په ترڅ کې د افغانستان د روغتیایي نظام د معیاري کېدو او نړۍوالو همکاریو د راجلبولو په موخه له نړۍوالو روغتیايي ادارو سره خبرې اترې وکړې.
ښاغلی جلالي تر دې وړاندې (د نومبر په ۱۴مه) د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته هم تللی و.
که څه هم چې چین د طالبانو د ډلې ډېر خواخوږی هېواد ګڼل کېږي او له دغې ډلې سره تاوده اړیکي هم پالي؛ خو لا یې هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی، چې د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړېږي.
دغه غونډه به د روان کال د کب میاشتې په پنځمه او شپږمه د «افغانستان: رستاخیز امید؛ تلاش مشترک» تر سرلیک لاندې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سږنۍ غونډه به د ترهګرۍ د مطالعاتو د نړۍوال سازمان (OIET) په همکارۍ جوړه شي.
د دغه انسټیټیوټ په وینا، په دې غونډه کې به یو شمېر بحثونه او لېکچرونه د ځینو کارپوهانو لهخوا وړاندې شي.
د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا د پلازمېنې مادرید د ایتینیو دی په فرهنګي مرکز کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، د هرات د امنیتي غونډې له جوړېدو څخه یې موخه دا ده چې د پالیسي جوړونکو او کارپوهانو د بېلابېلو نظرونو سره یو ځای د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه کارپوهان په خپلو کې سره نظرونه شریک کړي.
د دغه انستيتوت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، سيمهييزو او لوېديځو هېوادونو کارپوهان، پاليسۍ جوړوونکي، د مدني ټولنې استازي، اکاډميک شخصیتونه، خبريالان، د ښځو د حقونو مدافعان او د بشري حقونو مدافعان او همدارنګه د نړۍوالو او سيمهييزو سازمانونو کارپوهان ګډون ولري.
د هرات امنیتي غونډه د افغانستان د تېر حکومت پر مهال له نږدې یوې لسیزې راهیسې هر کال په هرات کې جوړېدله.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هرات امنیتي ناسته دوه ځله په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.

په کندهار کې ځايي سرچېنې وايي، چې د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتې او له امله یې په دغه خونه کې درې خویندې مړې شوې دي.
سرچېنې وايي، دغه پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي چې د بام له درنېدو له امله بام پرېوت او په خونه کې درې تنه ناستې خویندې تر لاندې شوې.
سرچېنې وايي، چې د دغو مړو شویو نجونو عمرونه د شپوږ او دیارلسو کلونو تر منځ وو.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله ځیني کسان وژل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان وو.

د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان وایي، چې ډېر به ژر د طالب چارواکو د نیولو د حکمونو د صادرولو غوښتنه وکړي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې روانې دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو نوي فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.
له دې سره، د نړۍوالې جنایي محکمي د غړو هېوادونو د دیوان ۲۳مه غونډه هم نن په هالنډ کې د لاهه په ښار کې پيل شوه.
دا غونډه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۲مې تر ۷مې نېټې پلان شوې ده.
کریم خان د دوشنبې په ورځ په دې ناسته کې په خپله بیانیه کې وویل: «زه کولی شم چې دا تایید کړم چې په عالي ټیمي هڅو سره مو کار وکړ. مونږ به ډېر ژر د افغانستان د وضعیت په اړه په دوسیو کې د نیونو حکم صادر کړو.»
نوموړي د دې حکم نور جزیات نه دي ورکړي.
تېره اونۍ چیلي، کاسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض دوسیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړه.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ومنله، چې په دې اړه دوسیه یې ترلاسه کړې ده.
یادې محکمې په دې وروستیو کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دې هېواد د مخکیني دفاع وزیر یواو ګالانټ او د میانمار د ډیکټاټور مشر د نیولو حکم هم صادر کړی دی.
وړاندوینه کېږي، چې دغه محکمه به د هغو طالب چارواکو د نیولو حکم هم صادر کړي، چې د افغان ښځو پر وړاندې په سیستماتیک ډول تاوتریخوالو او د جنسیتي توپیر په مسله کې لاس لري.
د امریکا په پېسټبورګ پوهنتون کې د نړۍوالو حقونو څارونکی فواد پویا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان په اړه د یادې محکمې څېړنې په جدي توګه پیل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د محکمې اوسنۍ څېړنې د مخکینیو څېړنو دوام دی، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې پیل شوې وې.
هغه دغه راز زیاتوي، چې نوې څېړنې له مخکینۍ دوسیې ملاتړ کوي او هغه پراخوي.
د امریکا په پېسټبورګ پوهنتون کې د نړۍوالو حقونو یاد څارونکی زیاتوي: «د نیولو حکم نه یوازې طالبانو ته متوجه دی، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوري د مخکیني حکومت غړي هم ښایي تر تعقیب لاندې ونیسي.»
نوموړی وایي، چې د هېوادونو له خوا د دې دوسیې وړاندې کول نړۍواله جنایي محکمه اړ کولی شي، چې ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغې محکمې څېړنې د افغانستان د مخکیني حکومت له اعتراضونو وروسته وځنډېدې.
کریم خان ټینګار کړی، چې دفتر یې له هغه وخت راهیسې په خپلواکه، بې طرفه او پیاوړي توګه د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنې کړي دي.
په دې څېړنو کې د ښځو او نجونو پروړاندې د سیسټماټبک ځورولو اړوند تورونه هم شامل دي.
د یادولو ده، چې طالبانو تر دې وړاندې لاهه محکمې ته د یادې ډلې د بشري حقونو د نقض په اړه د دوسیې د وړاندې کولو پروړاندې کوم غبرګون نه و ښودلی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د انسټیټوټونو مسوولانو ته ویلي، چې تر دې وروسته نجونې په دې مراکزو کې د زده کړو اجازه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې له طبي انسټیټوټونو پرته له شپږم ټولګي پورته په ټولو روزنیزو مرکزونو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی و.
نجونو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یوازې د قابلګۍ، درمل جوړولو، لابراتوار، اکسرې، فیزوټراپي، نرسنګ او د غاښونو د پروتز په برخو کې د زده کړو اجازه درلوده.
په کابل کې د یوې خصوصي تحصیلي موسسې مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نن د انسټیټوټونو مسوولان غوښتي و او د ملا هبت الله نوی فرمان یې دوی ته ورساوه.
د هغه په وینا، د یاد وزارت وزیر ټینګار وکړ چې نجونې له نن څخه انسټیټوټونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
سرچینې زیاته کړې: «د طالبانو د عامې روغتیا وزیر پرته له دې چې ووایي جلسه د څه په اړه ده، دوی یې وزارت ته وغوښتل او هغه د هبت الله د نوي فرمان په اړه ان د پوښتنې اجازه هم ور نه کړه.»
یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملا هبتالله د نوي حکم پر اساس ټول دولتي او غیردولتي طبي موسسې د نجونو پر مخ بندې شوي دي.
په کابل کې د یو طبي انسټیټوټ مشر وویل: «زمونږ ډېری محصلینې ښځې وې، خو نن ټولې په کور ناستې دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د نجونو پر زده کړو له بندیزونو وروسته د دغو انسټیټوټونو د فعالیت دوام ستونزمن او ان ناشونی شوی دی، ځکه چې د دوی ډېری محصلینې ښځېنه وې.
هغه دغه راز ټینګار کوي، چې طبي انسټیټوټونه وروستی ځای و، چې ښځو او نجونو کولی شو زده کړې په کې وکړي، خو اوس دا فرصت هم له دوی څخه واخیستل شو.
طبي انسټیټوټونو د دوشنبې په ورځ خپلو محصلینو ته وویل، چې سر له سبا دې نور درسونو ته نه راځي.
د یادو موسسو په تړل کېدو سره به په افغانستان کې د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي او ان د ناورین لامل شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ ښوونځي وتړل شول او تر هغه وروسته بیا د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر وړاندې بندې شوې.
دا محدودیتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخ شول او په ځینې دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه هم ونیول شوه.
سربېره پر دې، پارکونو، حمامونو، ارایشګاوو او له محرم پرته سفرونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګېد.
د طالبانو دغه محدودیتونه له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او ځینو هېوادونو د طالبانو دغه محدودیتونه د بشري حقونو ښکاره نقض او جنسیتي توپیر بولي.
ځیني هېوادونه د ښځو د حقونو د سرغړونو دوسیه لاهه محکمې ته وړاندې کړې ده، خو طالبانو یې په غبرګون کې پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه نور هم زیات کړي دي.