طالبانو په خوست کې حکیم تڼیوال پارک د پښتونستان په نامه ونوماوه

د طالبانو د ریاست الوزرا د حکم له مخې، د خوست ولایت په څلورمه ناحیه کې «حکیم تڼیوال پارک» د پښتونستان پارک په نامه نومول شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د حکم له مخې، د خوست ولایت په څلورمه ناحیه کې «حکیم تڼیوال پارک» د پښتونستان پارک په نامه نومول شوی.
د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) د طالبانو په واک کې د خوست ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دغه پارک او د خوست ښار د ۱۷ نورو ځايونو، ملکيتونو او څلور لارو نوملړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې د طالبانو رياست الوزرا ته وړاندې شوی و او د اړوند کمېسيون د پرېکړې او د رییس الوزرا د ځانګړې ګڼې د حکم پر بنسټ د یو شمېر ځایونو او پارکونو نومونه بدل شوي دي.
په دغو نومونو کې د حکیم تڼیوال پارک د پښتونستان پارک په نامه نومول شوی او د ببرک خان منار ته د خپلواکۍ منار نوم غوره شوی دی.
دا لومړی ځل دی، چې طالبان یو پارک د پښتونستان په نامه نوموي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې په کابل کې د پښتونستان څلورلارې شاوخواوې رغولي او هلته یې د مرمرو تېږې هم کارولي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څلورلارو، واټونو او سپېڅلو ځایونو د نومونې کمېسیون په کابل کې د "محمد سالم ایزدیار" څلورلاره هم بېرته په "زنبق" څلورلارې نومولې ده.

د کندهار پخواني امنیه قومندان تادین خان اڅکزي د طالبانو له خوا د نجونو پر طبي انسټیټوټونو د بندیزونو په غبرګون وویل: «د نجونو د زده کړو بندول اسلامي، انساني او افغاني جنبه نه لري.»
نوموړي د نړۍ له ټولو بشري ادارو غوښتي، چې د یوې ډلې ترڅنګ د درېدو پر ځای دې د یوه لوی ملت ترڅنګ ودرېږي.
تادین خان اڅکزي په افغانستان کې د نجونو پروړاندې د ټولو تعلیمي مرکزونو د دروازو په ژر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
د کندهار پخوانی امنیه قومندان د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو پر پرېکړې نیوکه کوي او زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه د افغان ملت په حق کې لویه جفا ده او د راتلونکو نسلونو د بربادۍ لپاره یو شعوري پلان دی.
د هغه په خبره: «۲۱مه پېړۍ ده، علم په فضا کې کهکشانونه تر مطالعې لاندې نیولي دي، د ځمکې سینه یې د څېړنې په پار څیرلې ده، د نړۍ ټول وګړي یې د یوه کلي او یوې ټولنې په څېر سره نږدې کړي دي، د نړۍ په کونج کې یې تر خلکو سهولتونه رسولي دي.»
د کندهار پخوانی امنیه قومندان تادین خان اڅکزی زیاتوي، که څه هم علم له څو لسیزو راهیسې ډېر پرمختګونه لري، خو په افغانستان کې بیا له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
سره له دې چې د نوموړي دغه فرمان په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د «دودیز طب» پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د «دوديز طب» په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار - وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځۍ بندې کړي، خو طالب چارواکي وایي چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.

د تېر حکومت د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو له خوا د طبي انسټیټونونو د تړل کېدو په غبرګون وویل: «نړۍ ته معلومه ده چې د ظلم او ځپلو دوام ترخه پایله لري.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې طالبانو د نجونو پر مخ د طبي انسټیټیوټونو د دروازو په بندولو سره بیا ځلې وښوده، چې دوی نه یوازې د زده کړو او پرمختګ دوښمنان دي، بلکې د وخت او تاریخ په وړاندې په یوه نه پایېدونکي مبارزه کې هم ښکېل دي.
د ښاغلي نبیل په خبره، د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان د ښځو او نجونو راتلونکی تباه کوي او د دوی د حکومت عمر هم لنډوي.
د تېر حکومت د ملي امنیت یاد پخوانی مشر همداراز زیاتوي: «طالبان په دغو کړنو سره د خلکو د غوسې او وېښېدو تخم کري او یوه ورځ به دغه تیارې په روښنایي بدلې شي.»
رحمت الله نبیل په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
سره له دې چې د نوموړي دغه فرمان په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د «دودیز طب» پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د «دوديز طب» په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولی دی.
پر دې سربېره طالبانو په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو، پارک تګ، له محرم پرته په سفرونو، ورزش او په سیاسي او مدني مشارکت هم محدودیتونه وضع کړي دي.
که څه هم د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار - وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځۍ بندې کړي، خو طالب چارواکي وایي چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د طالبانو له خوا په خصوصي طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز لګولو پرېکړه د افغانستان پر روغتيايي سيستم ناوړه اغېزه کوي.
یوناما د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي، چې حکومت دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د رسمي چینلونو له لارې د طبي روزنیزو مرکزونو د تړلو راپور په اړه څیړنه کوي او تر اوسه یې رسمي تایید نه دی ترلاسه کړی.
یوناما ویلي، چې که دا پرېکړه عملي شي د نجونو او ښځو پر زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي به محدودیتونه لا ډېر شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د دغه فرمان پلي کېدل به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د هېواد پر پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.
یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې «د افغان ښځو او نجونو او په ټول هېواد کې د ټولو خلکو پر ژوند د منفي پایلو په پام کې نیولو سره د دې فرمان پر تطبیق له سره غور وکړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د طالبانو پر وروستیو بندیزونو سخته نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا پالیسي افغانستان د بشري کړکېچ لا ژورې کندې ته ټیل وهي. بربوک وايي، "په افغانستان کې د ښځو ژوند لادمخه د زندان په څېر دی".
بربوک د ښځو پر روغتیايي زده کړو د طالبانو بندیز غندلی او دا یې پر بنسټیزو حقونو او د هېواد پر راتلونکي مستقیم برید بللی.
طالبانو په دې وروستیو کې د قابله ګۍ په زده کړو بندیز ولګاوه، چې بربوک یې "نه یوازې له بنسټیزو روغتیايي خدماتو او زده کړو څخه انکار، بلکې د ګڼو خلکو د ژوند محکومول" بولي. بربوک ټینګار کړی، چې روغتیاپالانې په افغانستان کې، چې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري، یوه مهمه ونډه لري.
هغې نن د چارشنبې پر ورځ وویل: "د روغتیا او زده کړو په برخو کې د ښځو د ګډون په مخنیوي سره طالبان په اصل کې د افغانستان راتلونکی له منځه وړي." بربوک څرګنده کړه چې جرمنی د افغان ښځو ترڅنګ درېدو ته ژمن دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک پر ګدۍ له کښېناستو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي؛ له ښوونځیو، کارځایونو، او عامه ځایونو یې ښځې منع کړې دي. منتقدان خبرداری ورکوي، چې دا ډول پالیسۍ نه یوازې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ژورې کوي، بلکې کابل نور هم له نړیوالې ټولنې منزوي کوي.

د افغانستان کرکټ دوو مخکښو لوبغاړو محمد نبي او رحمان الله ګوربز د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د طبي انستیتوتونو بندول غندلي او دا یې يوه ناعادلانه پرېکړه بللې ده. دواړو پر نر او ښځه تعلیم اسلامي حق ګڼلی او غوښتنه يې کړې، چې طالبان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.
د چار شنبې په ورځ افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو تړل د ټول هېواد او ملت په زيان دي.
نوموړي ليکلي چې «دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.»
محمد نبي د طالبانو دغه پرېکړه بې انصافي بللې او غوښتنه يې کړې، چې طالب مسوولان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.
هغه ليکلي، «زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي.»
محمد نبي زياتوي، چې افغانستان دا مهال لوستو او تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري.
د افغان کرکټ یو بل مخکښ لوبغاړي رحمان الله ګوربز هم همدې موضوع ته په اشارې پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: « (وقل ربي زِدْنِي عِلمًا) او ووايه اې ربه زما علم زيات كړه» نوموړي علم پر نر او ښځه فرض ګڼلی دی.
تر دې وړاندې د کرکټ افغان لوبډلمشر راشدخان هم پر طالبانو غږ کړی و، چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.
