محسن داوړ: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز باید په ټوله نړۍ کې د بیړنۍ اندېښنې موضوع وگرځي

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو منعه شوې دي. هغه وايي، دغه بندیز باید په ټوله نړۍ کې د بیړنۍ اندېښنې موضوع وگرځي.