د ایران خوزستان ولایت له سهار راهیسې د زلزلې پر له پسې یوولس ټکانونو لړزولی دی

د ایران خوزستان له نن سهار راهیسې یوولس ځلې د زلزلو او د هغو د ټکانونو له امله لړزېدلی، چې تر ټولو ځواکمنه یې لومړنۍ زلزله وه.

د ایران خوزستان له نن سهار راهیسې یوولس ځلې د زلزلو او د هغو د ټکانونو له امله لړزېدلی، چې تر ټولو ځواکمنه یې لومړنۍ زلزله وه.
د ایرانۍ رسنۍ اېرنا د خبر له مخې، د خوزستان د نن ورځې ترټولو ځواکمنه زلزله په ځایي وخت ۷:۳۰ بجو د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې په ژوروالي سره په هفتګل کې شوې ده.دغو زلزلو ۱۲کسان ټپیان کړي او ۳۳ کورونه یې برسېرن او په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.د ایران سرې میاشتې د دغو زلزلو د احتمالي زیانونو لپاره درې د ژغورنې ډلې ګومارلې دي.د راپورونو له مخې، له سهاره په خوزستان کې درې زلزلې او اته وروستي ټکانونه احساس شوې دي.دغه ټکانونه د اهواز، مسجدسلیمان، باوي، حمیدیه او شوشټر کې احساس شوي دي.له بل پلوه پاکستانۍ رسنیو هم په پنجاب کې د یوې زلزلې خبر ورکړی.د جیونیوز د خبر له مخې، د زلزلې یوه تېزه جټکه په خانيوال، چيچه وطني، بهلوال، چنيوټ او په حافظ اباد کې احساس شوې ده.د دغې زلزلې چټکوالی د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې او ژورتيا يې ۱۰ کلوميټره وه؛ په داسې حال کې چې د زلزلې مرکز د مهمند چک لويديځه سيمه وه.
د دغې زلزلې له امله د اوستي زیان په اړه لاتراوسه څه نه دي ویل شوي.


د بښنې نړۍوال سازمان وايي، اسراییل له تېر کال راهیسې د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو نسل وژنه کوي چې باید سمدلاسه ودرول شي.
د بښنې نړۍوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغه راپور کې شته معلومات "د اسراییل د حکومت او پوځي چارواکو د غیر انساني او نسل وژنې بیانونو او د سټلایټ له انځورونو" اخیستل شوي دي.
د دغه سازمان مشرې اګنیس کالامارد په یوه بیان کې ویلي: «له میاشتو راهیسې اسراییل په غزه کې له فلسطینیانو سره داسې چلند کوي، چې د بشري حقونو او کرامت وړ نه دي او دې کار د فلسطینیانو شتهوالي ته مشروعیت ورکړی دی.»
هغې زیاته کړې، د کره شواهدو پر بنسټ دغه موندنې بايد د نړۍوالې ټولنې د ويښتابه او خبرداري لپاره کافي وي. دا نسل وژنه ده او باید ودرول شي.
د هغې په وینا: «هغه دولتونه چې اسراییل ته وسلې لېږدوي باید پوه شي، چې دوی د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د خپل مکلفیت څخه سرغړونه کوي او په نسل وژنې کې د ښکېلتیا له ګواښ سره مخامخ دي.»
اسراییل تل د نسل وژنې تورونه رد کړي او حماس یې تورن کړی، چې له فلسطینیانو څخه د ډال په توګه کار اخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان مشرې اګنیس کالمارد ویلي: «په دې کې شک نه شته، چې اسراییل پوځي موخې لري؛ خو د پوځي موخو شتهوالی نه شي کولی د نسل وژنې د ارادې احتمال رد کړي.»
هغې وویل، چې د بښنې نړۍوال سازمان په ۳۰۰ مخیز راپور کې د هغو پېښو یادونه هم کړې چې په کې "حماس حضور نه درلود او پوځي هدف هم نه و."
په راپور کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل تر ۲۰مې پورې د ۱۵ بریدونو یادونه شوې، چې په کې د ۱۴۱ ماشومانو په ګډون ۳۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او په دغو پېښو کې د بښنې نړۍوال سازمان داسې شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه بریدونه د پوځي موخو لپاره شوي وي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې فلسطینیان "د خوارځواکۍ، لوږې او ناروغیو سره مخ شوي او ورو، ورو د مرګ کندې ته ټېل وهل کېږي."
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۴۵۳۲ کسان وژل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې دوی به د حماس لهخوا د اکتوبر د ۷مې په برید کې د ترسره شويو جرمونو په اړه هم یو راپور خپور کړي چې په اسراییل کې یې شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې تېره ورځ د دغه هیواد پوځ د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه تنه وسله وال وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. خو ټي ټي پي او کومې بلې وسله والې ډلې یې په اړه لا څه نه دي ويلي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال پنځه تنه وسله وال وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني پوځ په دغو عملیاتو کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د پاکستان پوځ خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات یې له وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.
خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي چې لا هم په دغې سیمه کې د وسله والو د له منځه وړلو په موخه پوځي عملیات روان دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له لوري پر پاکستاني پوځیانو مخامخ بریدونه او د ماین چادونو پېښې زیاتې شوې چې په دې سره پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان تر بل هر وخت په اقتصادي او سیاسي ځوړ سربېره له سختو امنیتي ننګونو سره هم مخامخ دی چې په کې نا امني ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

روسیې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو کوربهتوب ته د لېوالتیا ښودلو له امله له قطر او نورو هېوادونو مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې شرایط لا هم ورته برابر نه دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ازویسټیا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل: «تر اوسه د خبرو اترو لپاره هیڅ شرایط برابر نه دي.»
هغه ویلي، ډېرو هېوادونو د دغو خبرو اترو د کوربهتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې قطر په بېلابېلو برخو کې یو فعال او ګټور منځګړی دی.
نوموړي دارنګه د بندیانو په تبادله کې هم د قطر له منځګړیتوبه مننه کړې وه.
تر دې وړاندې ولادیمیر پوتین ویلي و، چې کېیف او متحدین یې باید په اشغال شویو سیمو کې د روسیې واکمنۍ ته غاړه کېږدي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې تړانګې د خان یونس په شمالي څنډو کې د اسراییل د هوایي برید له امله ۴۷ تنه وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ له دغه برید یوه ورځ وړاندې د سیمې خلکو ته سپارښتنه کړې وه، چې له دغې سیمې ووځي.
د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، چې د اسراییل زغروال ګاډي له دغې سپارښتنې یوه ورځ وروسته سیمې ته د ننه شول او بریدونه یې وکړل.
اسراییل بیا د دغه برید لامل هغه توغندي ګڼلي، چې له دغې سیمې پر دوی توغول شوي ول.
فلسطیني چارواکو او ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې هیڅ سیمه خوندي نه ده او د لویدیځې غاړې ۲.۳ مېلیونه وګړي په وار، وار له یوې سیمې نه بلې ته کډه شوي دي.
پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ زره خلک وژل شوي او ګڼ نور بیا ټپیان شوي دي.

د نیویارک پولیس وایي، چې د امریکا ترټولو د لوی روغتیایی بیمې سرکت مشر د چهارشنبې په ورځ په "هدفي برید" کې په ډزو ووژل شو.
د پولیسو په وینا، برایان تامپسون د متحده ایالاتو د یونایټډ هلتکیر مشر د نیویارک په منهټن کې د یوه هوټل مخې ته په ډزو ووژل شو.
پولیسو وویل، تامپسون نږدې روغتون ته ولیږدول شو، خو د ژوند ژغورنې هڅې یې ناکامې شوې.
د پولیسو په وینا، دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۴۵دقیقې د هیلټن هوټل مخې ته شوې ده.
د برید کوونکي د موندلو عملیات چې له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلی په نیویارک کې دوام لري.
د نیویارک د پولیسو د څانګې په وینا، د شکمن کس پر شا یو ځانګړی خړ رنګی بکس و، چې د ډزو له ځای څخه وتښتېد او وروستی ځل د ښار په مرکزي پارک کې له الکټرونیکي بایسکل سره لیدل شوی و.
پولیسو د هغه معلوماتو لپاره چې د بریدګر د نیولو لامل کېږي د ۱۰ زره ډالرو انعام ټاکلی دی.
ټامپسون د امریکا د لوی خصوصي بیمې شرکت رییس، چې په مینیسوټا کې یې ژوند کولو، نیویارک ته د بیمې شرکت پانګوالو سره په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی و، چې د ورځې وروستۍ برخه کې خبرې وکړي.
له دې پېښې وروسته د غونډې ګډونوالو ته خبر ورکړل شو، چې غونډه به له وخته مخکې پای ته ورسېږي.
د ډزو په اړه خپره شوې ویډیو ښیي، چې ټامپسون کرتۍ او پطلون اغوستي و او د سړک غاړې ته پلي قدم واهه، چې بیا وسله وال په ډېرې ارامۍ سره د هغه شاته ځي.
هغه د نښې لپاره خپل دواړه لاسونه کاروي، چې وسله پرې ونیسي او داسې ښکاري چې وسلې سره یې بې غږه کوونکې وسیله هم نښلولې وي .
یو شاهد چې څو متره لرې ولاړ دی د ډزو وروسته مخالف لوري ته تښتي.
په ویډیو کې داسې ښکاري، چې وسلې کار پرېښی وي، خو برید کوونکی ستونزه حل کوي.
د نیویارک پولیسو وویل، چې د ویډیو د شواهدو پراساس، تورن د وسلې په کارولو کې "ماهر" و او دا یو هدفي برید و.
۵۰ کلن براین ټامپسون د ۲۰۲۱ په اپریل کې د متحده ایالاتو د یونایټډ هلټکیر شرکت مشر په توګه وټاکل شو.
د هغه لېنکډین حساب ښیي، چې هغه له ۲۰ کلونو څخه زیات د دغه شرکت لپاره کار کړی دی.