نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد لاهم له جدي ننګونو سره مخامخ دی

نړۍوال بانک وایي، چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره، سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخامخ دی. دغه بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ نا انډولي او د پانګونې په برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.