رینا امیري: بشري حقونو ته له لومړیتوب ورکولو پرته له طالبانو سره خبرې بې ګټې دي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تګلارې او کړنې نړۍوالو مکلفیتونو ته د افغانستان نه پاملرنه په ګوته کوي. هغې وویل، بشري حقونو ته له لومړیتوب ورکولو پرته له طالبانو سره خبرې بې ګټې دي.