د ازادۍ او مقاومت جبهو په کابل، هرات او کاپیسا ولایتونو کې ۱۰ طالبان وژلي

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کابل، پروان، هرات او کاپیسا ولایتونو کې یې په جلا - جلا بریدونو کې ۹ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کابل، پروان، هرات او کاپیسا ولایتونو کې یې په جلا - جلا بریدونو کې ۹ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.
دغې جبهې پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کاپیسا ولایت کې یې د ملا طارق په مشرۍ د طالبانو د یوې ګزمې پر کاروان برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ملا طارق د ژوند او مرګ په اړه کره معلومات تر اوسه نه شته.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په هرات ولایت کې هم د ازادۍ جبهې په یو برید کې ۴ طالبان وژلي او ۲ نور ټپيان کړي دي.
له دې سره، د یادې جبهې د جنګیالیو په یو بل برید کې چې د کابل په اوومه ناحیه کې شوې بیا درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د ازادۍ جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز په ټول هېواد کې د طالبانو جاسوسانو ته خبرداری ورکړی، چې له جاسوسۍ او توطیې څخه چې د خلکو د ځورولو او نیولو لامل کېږي لاس واخلي.
د دوی په خبره، تر دې وروسته به د طالبانو ترڅنګ هغه کسان هم په نښه کړي، چې د طالبانو د انساني ضد جرایمو لامل کېږي.
د ازادۍ جبهه وایي، چې په ترسره شویو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
له دې سره، د مقاومت جبهې هم په یوې جلا خبرپاڼه کې په کاپیسا ولایت کې د یو طالب د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې مرګژوبله اوښتې ده.
د یادولو ده، چې اوسمهال په هېواد کې یوازې همدا دوه جبهې د طالبانو پروړاندې پوځي عملیات ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په پیل کې لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي و، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹ غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې کېږي او له دې وضعیت څخه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه اندېښمن شوي دي، خو طالبان وایي، چې دوی د افغانستان په خاوره کې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم له دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښېږي.