یوناما: د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه غواړو، چې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیت ومني

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بشري حقونو د نړۍوالي ورځې په مناسبت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی او تر ډېره یې زیان ښځې او نجونې ګالي.