ملګرو ملتونو د سوریې په ګولان کې د اسراییل «تېری» غندلی دی

دمشق ته د اسراییلي ځواکونو د ۲۵ کیلومتره واټن ته په رسېدو، ملګرو ملتونو د سوریې په ګولان کې د اسراییل «تېری» غندلی دی.

دمشق ته د اسراییلي ځواکونو د ۲۵ کیلومتره واټن ته په رسېدو، ملګرو ملتونو د سوریې په ګولان کې د اسراییل «تېری» غندلی دی.
د اسراییل لهخوا د «اشغال» د پراخولو په موخه دغه هېواد د سوریې په سوېل کې د دفاعي زون له جوړولو خبر ورکړی دی.
د امنیت شورا د تړلو دروازو ترشا غونډه د روسیې په غوښتنه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، یووالي او د مرستو د رسولو په ګډون د سیمې د امنیت په اړه جوړه شوې وه.
په دغې غونډه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب هم ټینګار وشو.
په دغه کتنه کې ملګرو ملتونو د اسراییل لهخوا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې په غندلو سره وویل، په دغه مهم او حساس وخت کې باید د سوریې پر خاوره تېری و نه شي.
له بلې خوا سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران، عراق او قطر هم د سوریې په خاوره د اسراییل تېری او د سوریې پر خاوره د اسراییل بریدونه غندلي دي.
د ترکیې ولسمشر اردوغان ویلي، چې سوریه به بیا د جګړې په ډګر بدله نه شي.
سعودي عربستان ویلي، چې اسراییل د سوریې بشپړتیا ته زیان رسوي.
د ایران د پوځ لوی درستیز بیا وویل، چې د اسراییل له منځه وړل د ایران په لومړیتوبونو کې ځای لري او په سوریه کې نور ایراني پوځیان نه شته.


د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې طالبانو د موسیقۍ په بندولو سره د افغانانو روح او ټولنیز هویت په نښه کړی دی.
دغه اداره وايي، چې د طالبانو پرېکړې له فرهنګي حقونو، د بیان ازادۍ او له اساسي بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
طالبان له موسیقۍ سره له اوږدې مودې راهیسې دوښمني لري او واک ته له رسېدو وروسته یې په ښارونو، بازارونو، ټلویزیونونو او راډیوګانو کې د هر ډول موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی دی.
دا ډله موسیقي حرام ګڼي او هنرمندان دې ته اړ باسي چې پر کور کښېني او یا هم کډوالي وکړي.
د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د سې شنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:«دا حقونه، چې د ټولنې په ټولنیز پیوستون او معنوي وده کې مهم رول لوبوي، د طالبانو له خوا په سیسټماټیک ډول رد شوي او پر ځای یې د زورواکو تګلارو مخه کړې ده.»
دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له لورې فرهنګ ضد سیاستونه وغندي او د افغانانو د کلتوري او موسیقي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو ډیپلوماټیک او سیاسي فشارونه زیات کړي.
د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ د هنرمندانو او سندرغاړو پر وړاندې د طالبانو ګواښونو ته هم اشاره کړې او له دغې زيانمنې شوې ډلې سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي.
دغه بنسټ چې په جلاوطنۍ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي ټینګار کړی، چې «چې هېڅ ځواک نه شي کولی د خلاقیت، هنر او کلتور رڼا بنده کړي.»

د اسراییل لومړي وزیر د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز کړی و. نتنیاهو وویل، چې د دې سفر موخه د امریکايي ځواکونو له لورې د سیمه ییزو افغان ځواکونو د روزلو له بهیر څخه لیدل وو.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبه په ورځ د تل ابیب په یوه محکمه کې د فساد په تور شاوخوا څلور ساعته محاکمه شو.
په داسې حال کې چې څارنوالۍ په قضیه کې نوموړی په مالي فساد او د رسنیو د توجه جلبولو په تړاو تورن کړ، خو د اسراییل لومړي وزیر د اسراییلو د امنیت په ټینګښت کې د هغه د کړنو د رول یادونه وکړه.
نوموړي هلته له بارک اوباما سره د ايران او فلسطين پر سر خپلو ژورو اختلافاتو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې اوباما د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړول غوښتل.
نتنیاهو وویل، چې اوباما ایران ته د ګواښ په سترګه نه، بلکې د یو فرصت په سترګه کتل.
د اسراييل لومړي وزير د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير جان کري سره د اختلاف يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، چې کري د غزې له لوېديځې غاړې څخه د اسراييلي ځواکونو وتل غوښتل.
افغانستان ته سفر
د محکمې په ناسته کې د اسراييل لومړي وزير افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اوباما د غوښتنې په اړه وويل:«اوباما وړانديز وکړ چې زه افغانستان ته يو پټ سفر وکړم او وګورم چې امريکايي ځواکونه څنګه سيمه ييزو ځواکونو ته روزنه ورکوي.»
نتنیاهو زیاته کړه:«ما هغه (اوباما) ته وویل، چې په کومه شېبه چې تاسو له افغانستان څخه ووځی، دا ځواکونه به د اسلامپالو ځواکونو تر فشار لاندې سقوط وکړي او همداسې هم وشول.»
نتنیاهو تر دې مخکې هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې ویلي وو، چې د اوباما او جان کري له خوا ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز شوی و.
نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې په دغه کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ورته وړاندیز وکړ، چې د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونه دې د فلسطیني سیمو د اداره کولو لپاره وروزل شي.
نوموړي د دې نظر د امکان د ثابتولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا د روزنې پروګرام ته اشاره وکړه، چې افغانستان ته ولاړ شي او د روزني پروسه له نږدې وګوري.
د دغه کتاب له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:«بي بي [نتنیاهو]، زه غواړم افغانستان ته ستاسو لپاره یو پټ سفر ترتیب کړم. تاسو به په خپلو سترګو ووینئ چې موږ څومره ستر کار وکړ، چې افغان پوځ دې ته چمتو کړو چې زموږ له وتلو وروسته د هېواد واک په خپل لاس کې ونیسي.»
نتنیاهو په ځواب کې وویل:«جان، دا هر وخت چې تاسو له افغانستان څخه ووځئ، طالبان به هغه ځواکونه له منځه یوسي چې تاسو روزلي دي.»
د اسراييل لومړي وزير په دغه کتاب کې ليکلي، چې د امريکا له لید لورې خلاف پر اسلامپالو او فلسطيني ځواکونو باور نه لري او نه به د فلسطين د خاورې کنټرول يوې خپلواکې ادارې او فلسطيني امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې امریکايي ځواکونه به په سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره پاتې کېږي.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر په نیویارک کې د رویټرز په یوه کنفرانس کې په یوه مرکه کې وویل: "دا ځواکونه د یوه ځانګړي او مهم دلیل لپاره هلته حضور لري، نه د کومې معاملې لپاره.»
هغه زیاته کړه: «دا ځواکونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې هلته د داعش پر وړاندې مبارزه کوي. موږ هم دې ماموریت ته ژمن یوو.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکايي ځواکونه به په سوریه کې پاتې شي، فاینر وویل: «هو.»
د امریکا حکومت په سوریه کې له سیاسي خلا څخه په استفادې سره د داعش د بیا را ژوندي کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په سوریه کې خپل ځواک بېرته ترلاسه کړي.
تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، چې امریکايي چارواکي د دمشق له واکمنو مخالفو ډلو او اسراییلي چارواکو سره د وضعیت د تعقیب لپاره په نږدې اړیکه کې دي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې اوه کسیزه ډله به د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه د هغو افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ یو، چې په بې ساري توګه محدودیتونه او د خپلو اساسي حقونو سرغړونې زغمي.
نوموړی وايي، زده کړې، د ازادۍ حرکتونه، او په ژوند کې مساوي ګډون امتیاز نه، بلکي د بشري حقونو بنسټیز حقونه دي.
نوموړي د طالبانو کړنې په کلکه غندلي او له نړۍوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې:«د افغانانو غږ باید پورته کړي، طالبان باید ځواب ورکوونکي و اوسي او ټولو ته د عدالت، وقار او فرصت د بېرته راګرځولو لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول کار وکړي.»
نصیر احمد فایق وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له بې ساري محدوودیتونو سره مخ دي او له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه:« د طالبانو غیر اسلامي او غیر انساني سیاستونه لکه له زده کړو بې برخې کول، د کار مخنیوی او پر بنسټیزو ازادۍ سخت محدودیتونه، یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره نقض نه دی، بلکې د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له راتلونکي سره ښکارده دوښمني ده.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له لورې د هېواد د نیم نفوس په ټولنه کې له فعال حضور څخه منع کول به دغه هېواد د بېوزلۍ، تل پاتې وابستګۍ او بدبختۍ په لور بوځي.
نوموړي د افغانستان ښځې زړورې یادې کړې او وايي، چې په افغانستان دننه او بهر کې د بشري حقونو فعالانو فعالیت د هیلو او مقاومت سمبول یادوي.
نصیر احمد فایق پر نړۍوالۍ ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو کړنې په کلکه وغندي او د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې خپلې ژمني تازه او د یو منسجم او متحدې کړنلارې له لارې دې یو مشروع، عادلانه او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ ملي نظام رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستې کرن ډېکر د سې شنبه په ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره خبرې وکړې.
محمد صادق وايي، چې په دې ناسته کې یې د "سیمې د سولې او ثبات" په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي صادق د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت له سرپرستې سره د لیدنې پرمهال د خبرو په تړاو جزیات نه دي ورکړي.
همدارنګه د امریکا سفارت هم د یادې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د محمد صادق خان تر ټاکل کېدو وروسته دا د نوموړي لومړۍ لیدنه ده.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې په پاکستان کې نا امنیتي او بې ثباتي په بې ساري توګه زیاته شوې ده.
بلخوا پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه د پاکستاني طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او دې وضیعت د افغان طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان هیله لري چې محمد صادق به وکولای شي، چې د دواړو هېوادونو په ترینګلو اړیکو کې بدلون راولي او طالبان به وهڅوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په کنټرولولو کې همکاري وکړي او د دغه هېواد پر ضد د افغان خاورې د کارولو مخه ونیسي.