• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ماشومانو د خوندیتوب اداره: ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره "بې رحمه" کال دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالي او سېلابونو په دغه هېواد کې د ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه سازمان ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره «بې رحمه» کال بللی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغان ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان لیکلي: «اقتصادي کړکېچ، وچکالي او پرله پسې سېلابونه د دې لامل شوي چې ماشومان د خوړو په برخه کې له بد حالت سره مخ شي. له موږ سره مرسته وکړئ چې افغان ماشومانو ته هیله ورکړو.»

د ماشومانو د ژغورنې سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کیدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې یوازې د روان کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د اقلیم له امله ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ماشومانو د حقونو د بنسټ د درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو لپاره د نړۍ په درېیو بدو هېوادونو کې و.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې مخکې ویلي وو، چې افغان ماشومان به د خپل ژوند په اوږدو کې د نن ورځې د ۶۰ کلنو په پرتله پنځه چنده زیات د وچکالۍ له اغیزو اغیزمن شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

سویډن د افغانستان د خلکو لپاره د ۹ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعي په ورځ پر اېکس پاڼه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې سویډن له دغه صندوق سره د افغانستان د خلګو لپاره د ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دغه صندوق لیکلي، چې دا مرسته به له افغانانو سره د شته ننګونو د حل په لاره کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي (اماني) صندق د سویډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ ادارې څخه په مننې سره لیکلي:« د دوی د ۹ میلیونه امریکايي ډالرو سخاوتمندانه مرستې مننه کوو، دا حیاتي ملاتړ د ځواکمنتیا او راتلونکي ته په هیله مندۍ سره به شته ننګونو ته دوامداره حل لارې ومومي.»

سویډین د روان کال په وږي میاشت کې هم له اماني صندوق سره ۶،۸ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر درې میاشتې وړاندې اعلان وکړ، چې سویډن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څه باندې ۸۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

تایلنډ څلور افغانان د جعلي قزاقستاني پاسپورټونو د لرلو په تور نیولي دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د تایلنډ د فوکيټ په نړیوال هوايي ډګر کې د کډوالۍ ادارې درې افغان نارینه او یوه ښځه د جعلي قزاقستاني پاسپورټونو د لرلو په تور نیولي دي. دغو څلورو تنو غوښتل، چې په جعلي قزاقستاني پاسپورټونو سره د پاسپورت د کنټرول له برخې تېر شي، خو تر پېژندلو وروسته ونيول شول.

دغې ادارې د دغو څلورو کسانو انځورونه خپاره کړې او ویلي یې دي، چې دوی د ډسمبر پر ۱۰مه پر ځايي وخت د سهار په ۸:۵۰ بجو نیول شوي دي.

د فوکیټ په نړیوال هوایی ډګر کې د کډوالۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، ټول څلور کسان د قانوني اداري طرزالعملونو د ترسره کولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.

د همدې کال په اګست میاشت کې د فوکیټ د کډوالو ادارې افسرانو یو بل افغان هم په ورته تورونو نیولی و.

امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار کمېټې موده د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځوله

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او هغو سازمانونو پر وړاندې چې د افغانستان سوله او امنیت ګواښي، د بندیزونو د څارډلې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځاوه.

د امنیت شورا ۱۵ غړو د جمعې په ورځ د رایو په اتفاق په ګډه پرېکړه وکړه، چې د طالبانو په وړاندې د ۱۹۸۸ بندیزونو ته دوام ورکړي.

د امنیت شورا په دې اقدام سره به طالبان تر یوه بل کاله د ملګرو ملتونو له بندیز سره مخ وي.

د دغې کمیټې په بندیزونو کې د شتمنیو ګنګل، د سفرونو بندیزونه او له یادې ډلې سره پر تړاوو لرونکو کسانو باندې د وسلو بندیز هم شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ملاتړ لپاره پر طالبانو د بندیزونو دوام مهم ګڼلی دی.

حال وش په ایران کې د نامعلومو کسانو له خوا د یوه افغان د وژل کېدو خبر ورکړی دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د ایران د خاش ښار په خمیني روغتون کې یو افغان بلوڅ مړ شوی دی. دغه سازمان ویلي، چې دغه افغان د لړم په ۱۵مه د ایران د خاش ښار د رودکي په کوڅه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ټپي شوی و.

د حال وش بشري حقونو سازمان، چې له ایرانه بهر فعالیت کوي په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان وګړی د ایران د خاش ښار د سراوان په څلورلارې کې د لاسي توکو په پلورلو بوخت و.

دغه سازمان ويلي، چې وژل شوی کس ۶۰ کلن محمد نورزی د محمد حسین زوی دی.

حال وش ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو محمد نورزی شپږ مرمۍ ویشتلی و.

دغه سازمان زیاته کړې، چې نورزی د دوشنبې په ورځ د خاش ښار په خمیني روغتون کې له ۳۴ ورځو وروسته له ټپونو مړ شوی دی.

تراوسه د ایران چارواکو د دغه افغان د وژل کیدو په اړه څه نه دی ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

تر دې مخکې د طالبانو یوه چارواکي ویلي وو، چې په دوو میاشتو کې لږ تر لږه د لسګونو افغان کډوالو جسدونه له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

افغان فوټبال لیګ کې سرخ پوشان خوافي، استقلال او اټک انرژۍ، صرافانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل استقلال لوبډلې ته ۴ پر يو او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.

د هرات سرخ پوشان خوافي او کابل استقلال لوبډلو ترمنځ په همدې سيالۍ کې د هرات لوبډلې لوبډلمشر فرهاد عليزاده د سيالۍ په ۱۱مه، ۱۳مه، ۵۸مه او ۶۰مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

علیزاده د ۴ ګولو په کولو د همدې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د همدې سياليو دويمه لوبه د هرات اټک انرژۍ او هرات صرافانو لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، چې دوه پر يو هرات اټک انرژۍ لوبډلې وګټله.

د لوبي په ۴۷مه دقیقه کې د اټک لوبډلې مشتاق یعقوبي پنالټي ګول کړه او د لوبي په دویمه نيمايي د صرافانو لوبډلې جاوید نورزي په ۶۱مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه؛ خو د اټک لوبغاړي امانويل په ۶۳مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنه او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلې برخه لري.