ترکي پولیسو په یوه ورځ کې نږدې زر تنه بې اسناده پناه کډوال ونیول

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹۸۱ پناه غوښتونکي چې د استوګنې اسناد یې نه لرل په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹۸۱ پناه غوښتونکي چې د استوګنې اسناد یې نه لرل په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۳۶۶ زره او ۸۳۸ کسانو څخه څیړنې کړي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په وینا، په دې عملیاتو کې تر ۲۸زرو زیاتو امنیتي ځواکونو، ۱۵زره ۲۵۰ ځایونو کې پلټنې کړې دي. د دغه عملیاتو موده نه ده په ډاګه شوې.
علي یارلیکایا وویل، چې نیول شوي کډوال توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او له دې هېواد څخه د دوی د اېستلو پروسه یې پیل شوې ده. نوموړي د دغو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو په ترکيه کې مېشت ډېرى پناه غوښتونکي د افغانستان او سوريې اوسېدونکي دي.


اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس د یو مشر خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر مشعل د پنجشنبې په ورځ د امریکا په تکزاس ایالت کې له بنده خوشې شو. د اسراييل ۱۳ چينل وایي، چې شاید د خالد مشعل د ورور خوشې کېدل د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه له خبرو اترو سره تړاو لري.
مفید عبدالقادر مشعل په ۲۰۰۹ کال کې د حماس د مالي تمویل په جرم په شل کاله بند محکوم شوی و. هغه د خپل ټاکلې بند څخه مخکې خوشې شوی دی. جریسلم پوسټ راپور ورکړی، چې هغه له ۱۶ کلونو وروسته له زندان څخه خوشې شوی او یو بل کال به د بیا رغونې په مرکز کې تېر کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د عبدالقادر مشعل خوشې کېدل نه دي تایید کړي.

د ګرجستان پارلمان د لاریونوالو له خوا د مخ ماسکونو، اور وژنې توکو او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه. همدا راز، تمه کیږي چې د ګرجستان پارلمان به د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې پر ځای چې د لاریونوالو او لویدیځ ملاتړې ګڼل کیږي، ځای ناستی وټاکي.
د ګرجستان پارلمان چې د لړم میاشتې په جنجالي ټاکنو کې د "ګرجستان هیله" ګوند له بریا وروسته رامنځته شو، په خپل وروستي اقدام کې په لاریونونو کې د مخ ماسکونو، اور وژنې توکي او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه.
د دې قانون له مخې چې د جمعې په ورځ (د لېندۍ په ۲۳ تصویب شو)، سرغړونکي به تر ۷۲۰ډالرو پورې جریمه شي.
د ګرجستان د پارلمان استازو د ودانیو د ویجاړولو او په لاریونونو کې د سړکونو د بندولو په خاطر جریمه زیاته کړې ده، د سړکونو د بندولو جریمه تر پنځو زره او ۴۰۰ ډالرو پورې لوړه کړې ده.
د ګرجستان حکومت د لېندۍ په اتمه اعلان وکړ، چې له اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد د یو ځای کیدو لپاره خبرې اترې یې تر ۲۰۲۸کال پورې ځنډولې دي.
له هغه وخت راهیسې ګرجستان د مخالفینو د لاریونونو او د پولیسو د نښتو ډګر دی.
د ګرجستان د پارلمان وروستی قانون د لاریونوالو پر وړاندې د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې سالومه زورابیشویلي د ځای ناستي د معرفی کیدو په مناسبت نافذ شو.
زورابیشویلي د لېندۍ په لسمه له لاریونوالو سره د پیوستون په اعلانولو سره وویل، چې د دغه هېواد حکومت او پارلمان مشروعیت نه لري.
هغې همدا راز ټینګار کړی، چې د جدي په ۱۱مه د ولسمشرۍ د دورې پای ته رسېدو وروسته به له دندې ګوښه نه شي.
په ګرجستان کې د لاریون له پیل راهیسې تر ۴۰۰ډېر کسان نیول شوي دي. لاریون کونکي خپل مخونه په ماسکونو پوښي ترڅو ونه پیژندل شي او د پولیسو پروړاندې د اور وژنې وسایلو څخه کار اخلي. دوی د سي سي ټي وي کیمرې غیر فعالولو لپاره لیزرونه کاروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ګرجستان کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې د پولیسو د افسرانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي دي

په ایران کې نه یوازې دا چې افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي، بلکې ایراني ماشومان هم د ګڼو اقتصادي، بې وزلۍ او د ژوند د لګښتونو له امله نه شي کولی ټولګیو کې حاضر شي.
د یوې ایراني رسنۍ د راپور له مخکې، د ایران د پوهنې برخې په دغه هېواد کې په ټولګیو کې د زده کوونکو نه حاضریدل یوه ستره ستونزه ګڼلې ده. په دغه راپور کې راغلي، چې دغه زده کوونکي د اقتصادي ستونزو او د ژوند د لګښتونو له امله نه شي کولی ټولګیو کې حاضر شي.
تجارت نیوز نومې رسنۍ د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) لیکلي، په ټولنه کې د ماشومانو په کار ګومارل په ټولنه کې د اقتصادي بې وزلۍ نښه ده.
دغه ویبپاڼې خبرداری ورکړ، چې په کورنیو کې د بې وزلۍ وده او د متوسطې طبقې له منځه تلل هغه ستونزې دي چې زده کوونکي ورسره مخ دي او دا زده کوونکي له درس څخه شا ته پاتې کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله له زده کړې وځي.
د ایران د پوهنې وزیر علیرضا کاظمي د لېندۍ په ۱۰مه ویلي و، چې زده کوونکي د کورنۍ، اقتصادي او ټولنیزو لاملونو له امله ښوونځي پریږدي.
د ایران د ولسي جرګې د پوهنې کمېسیون غړي فرشاد ابراهیم پور د تلې په ۲۹مه له زده کړو د محرومو ماشومانو د پټو شمېرو په اړه ویلي و، چې سږ کال شاوخوا دوه میلیونه زده کوونکي په ښوونځيو کې نه دي ثبت شوي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.
تازه په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير او دايمي استازي د افغانستان د وضعت په اړه په خپلو خبرو کې ويلي، چې دوی هر کال د افغان کډوالو د اړتيا پوره کولو لپاره لس ميلیارد ډالره لګوي. خو لا هم افغان ماشومان په ایران کې زدهګړو ته لاسرسی نه لري.

د تایلنډ د فوکيټ په نړیوال هوايي ډګر کې د کډوالۍ ادارې درې افغان نارینه او یوه ښځه د جعلي قزاقستاني پاسپورټونو د لرلو په تور نیولي دي. دغو څلورو تنو غوښتل، چې په جعلي قزاقستاني پاسپورټونو سره د پاسپورت د کنټرول له برخې تېر شي، خو تر پېژندلو وروسته ونيول شول.
دغې ادارې د دغو څلورو کسانو انځورونه خپاره کړې او ویلي یې دي، چې دوی د ډسمبر پر ۱۰مه پر ځايي وخت د سهار په ۸:۵۰ بجو نیول شوي دي.
د فوکیټ په نړیوال هوایی ډګر کې د کډوالۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، ټول څلور کسان د قانوني اداري طرزالعملونو د ترسره کولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.
د همدې کال په اګست میاشت کې د فوکیټ د کډوالو ادارې افسرانو یو بل افغان هم په ورته تورونو نیولی و.

د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د ایران د خاش ښار په خمیني روغتون کې یو افغان بلوڅ مړ شوی دی. دغه سازمان ویلي، چې دغه افغان د لړم په ۱۵مه د ایران د خاش ښار د رودکي په کوڅه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ټپي شوی و.
د حال وش بشري حقونو سازمان، چې له ایرانه بهر فعالیت کوي په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان وګړی د ایران د خاش ښار د سراوان په څلورلارې کې د لاسي توکو په پلورلو بوخت و.
دغه سازمان ويلي، چې وژل شوی کس ۶۰ کلن محمد نورزی د محمد حسین زوی دی.
حال وش ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو محمد نورزی شپږ مرمۍ ویشتلی و.
دغه سازمان زیاته کړې، چې نورزی د دوشنبې په ورځ د خاش ښار په خمیني روغتون کې له ۳۴ ورځو وروسته له ټپونو مړ شوی دی.
تراوسه د ایران چارواکو د دغه افغان د وژل کیدو په اړه څه نه دی ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
تر دې مخکې د طالبانو یوه چارواکي ویلي وو، چې په دوو میاشتو کې لږ تر لږه د لسګونو افغان کډوالو جسدونه له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.