د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د زېمبابوې په وړاندې لوبیږي

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه د (ليندۍ ۲۳مه) مازدیګر څلور بجې د زېمبابوې پر وړاندې د دوه اړخېزو ۲۰ اوره سیالیو دویمه لوبه ترسره کوي. افغان کرېکټ بورډ وايي، چې دغه لوبه د زېمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.