په هلمند او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه شوي دي

د افغانستان په دوو ولایتونو هلمند او بامیان ولایتونو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د افغانستان په دوو ولایتونو هلمند او بامیان ولایتونو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
لومړۍ پېښه د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
ددې ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني رسنیو ته ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فیلډر موټر له سړک څخه واوښت او سیند ته وغورځېد.د حقاني په خبره، په موټر کې ناست ټول کسان مړه شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې دا پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.د راپورونو له مخې، د پېښې قربانیان دوه ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه دي.د یو بل خبر له مخې، په بامیانو ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر هم د دې ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړ.دا پېښه چې نن د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې، په کې یو کس مړ شوی او یو بل یې ټپي دی.اړوند مسوولان وایي، دغه ترافیکي پېښه تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې یو فلانکوچ موټر د تخنیکي ستونزو له امله له خپل مسیر څخه واوښت.د طالبانو د ترافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ترافیکي پېښو کې څه باندې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه شتون او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ترافیکو پېښو لاملونه بلل کېږي.څه موده وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي و، چې هرات، غزني او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې سږکال پکې ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.