په تبعید کې درېیو رسنیو پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا فعالیتونه پیل کړل

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په تبعید کې د درېیو رسنیو پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا د فعالیتونو د پیل خبر ورکړ.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په تبعید کې د درېیو رسنیو پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا د فعالیتونو د پیل خبر ورکړ.
د دغه سازمان مسوول حامد عبیدي وایي، چې یادې رسنۍ باید د افغانستان د هغو رسنیو ځای ونیسي، چې اوسمهال د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي.
ښاغلي عبیدي له دغو رسنیو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: «که تاسو د افغانستان په اړه اطلاعاتو ته اړتیا لری، نو مونږ کولی شو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو.»
پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا د جي اېکس فنډ په مالي مرستو سره نن په المان کې خپل فعالیتونه په رسمي توګه پیل کړل.
یادو رسنیو په داسې حال کې خپل فعالیتونه په تبعید کې پیل کړي دي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د ټولو هغو رسنیو پر نشراتو بندیزونه لګولي، چې له بهر څخه فعالیتونه کوي.
د یادې ډلې چارواکي او مسوولان اجازه نه لري، چې د افغانستان انټرنشنل په ګډون له امو ټلویزیون، ازادۍ راډیو، هشت صبح، اطلاعات روز او ځینو نورو رسنیو سره مرکې وکړي او اطلاعات شریک کړي.
طالبانو پر دغو بندیزونو سربېره په هېواد کې په فعالو رسنیو هم محدودیتونه وضع کړي او د ټولو رسنیو خپرونې د امربالمعروف تر څار لاندې کېږي.
پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا په داسې حال کې په تبعید کې فعالیتونه پیلوي، چې دغې ډلې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ارزو ټلویزیون نشرات بند کړل او اوه کارکوونکي یې ونیول.
ځینو باوري سرچینو ویلي، د ارزو ټلویزیون کارکوونکي له افغانستان انټرنشنل او امو شبکو سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.
بلخوا، د طالبانو امربالمعروف په وار - وار سره له ټولو رسنیو غوښتي، چې د خپلو فعالیتونو پر مهال د «اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، او ټولنیزو اخلاقو درناوی وکړي او د یوې سالمې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو استخباراتي اداره او امربالمعروف وزارت په کابل کې خبریالان نیسي، ګواښي یې او رسنۍ یې ورتړي، تر دې وړاندې هم طالبانو هغه رسنۍ تړلي او خبریالان یې بندیان او شکنجه کړي، چې د دوی له منفي کړنو یې پرده پورته کړې او په دې اړه یې معلومات خپاره کړي.