• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږکال له ۳۵ زرو ډېر کډوال په وړو کښتیو کې بریتانیا ته اوښتي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د سکای نیوز د راپور له مخې، د هغو کډوالو شمېر چې په کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته رسیدلي، د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډیر دي.

بریتانیا ته د فرانسې د کانال له لارې د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو په اړه د خپاره شوي راپور شمېرې ښيي چې سږ کال تر اوسه پورې له ۳۵ زرو ډیر کډوال په کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته رسیدلي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د کډوالو وروستۍ ډله د شنبې په ورځ چې شمېر یې ۱۶۰ کسانو ته رسیده، له فرانسې څخه په دریو کښتیو کې بریتانیا ته ورسیده او په دې سره د سږ کال لپاره د کښتیو له لارې بریتانیا ته د رسیدلو کسانو شمېر ټولټال ۳۵۰۴۰ کسانو ته ورسید.

د فرانسې د کانال له لارې په تېر کال کې د کوچنیو کښتیو شمېر ۲۹،۴۳۷ و، خو په روان کال کې یوازې دا شمېر تر اکټوبر میاشتې ۲۹،۵۷۸ ته رسیدلی و.

د راپورونو له مخې، د ډسمبر له اوومې نیټې څخه تر ۱۱ مې نیټې پورې هیڅ کوچنۍ کښتۍ د یاد کانال له لارې بریتانیا ته نه ده اوښتې.

خو د پنج شنبې په ورځ ۶۰۹ تنه په ۹ کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته واوښتل.

له مارش کانال څخه د جمعې په ورځ هم ۲۹۸ تنه په پنځو کوچنیو کښتیو کې اوښتي دي.

بل خوا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن یک شنبه اعلان کړی، چې د جولای میاشتې په ټاکنو کې د سر کېیر سټارمرز د کارګر ګوند له بري راهیسې ۱۳،۴۶۰ تنه کډوال له بریټانیا څخه ایستل شوي دي.

د بریتانیا د سرحدونو د ساتنې وزیرې ډامې انجیلا اېګل د یک شنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې له انساني قاچاق وړونکو ډلو سره د مبارزې په اړه وویل:«دا یو سخت کار دی. د دې کار کولو لپاره وخت ته اړتیا ده او ډیر وخت به ونیسي، ښه عملیاتي همکاري او د پولې هاخوا ته د ښو پولیسو شتون به اړین وي.»

نوموړې په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده، چې څه وخت به د مارش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر کم شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خلیل حقاني له ترور وروسته طالبانو په کندهار کې امنيتي تدابير سخت کړي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د خلیل حقاني له ترور وروسته طالبانو په دغه ولایت کې تلاشۍ او ګزمې زياتې کړې دي. په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرين هم په امنيتي غونډه کې د امنيتي ادارو پر همغږۍ او امنيت نیولو ټينګار کړی.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو امنيتي ادارو د عمومي تلاشيو ترڅنګ په لارو، کوڅو او عومي جادو کې تلاشۍ او ګزمې زياتې کړې دي.

د سرچينو په وینا، طالبان د شهیدانو څلور لارې او منډیګک ماڼۍ ترمنځ پر سړکونو په څو مترۍ کې د تلاشۍ په موخه ولاړ وي او له شکمنو خلکو د تذکرو، ځای او دندو پوښتنې کوي.

په منډيګک ماڼۍ کې ډېری د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له وزيرانو او نورو طالب چارواکو سره ليدنې او ناستې پاستې کوي.

سرچینې زياتوي، چې په کابل کې د کډوالو چارو پر وزير خلیل حقاني تر ځانمرګي بريد وروسته په دغه ښار کې امنيتي تدابير زيات شوي دي.

د حاجي سيد احمد په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل: «مخکې تلاشۍ دومره نه وې، اوس ګام پر ګام تلاشۍ او پوښتنې کوي، طالبان پر هر کونج ولاړ وي.»

د نوموړي په خبره، د تلاشيو پرمهال د طالبانو امنیتي کسان په خاصو دريشیو کې ولاړ، مخونه یې په ماسکونو کې پټ وي او قوماندانان يې په دودیزو کالیو کې ورته ناست وي.

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشيرين د پنجشنبې په ورځ په امنيتي مجلس کې هم د امنیتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د امنیتي ادارو د امنیت پر ساتلو ټينګار کړی.

د کندهار د طالبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې «ملاشيرين په دې ناسته کې د لا ښه امنیت خوندي کېدو، د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د بشپړې همکارۍ او همغږۍ راوستلو، هیوادوالو ته د ښې امنیتي فضا رامنځته کولو اړوند هر اړخیز بحث او خبرې وکړې».

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د دغه بريد مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخستی.

د خلیل حقاني تر وژلو وروسته طالبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د امنیت نیولو ته پاملرنه زياته کړې ده.

ګنډاپور وايي اسلام اباد له افغانستان سره د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي وايي، د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي. ګنډاپور په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال تور ولګاوه چې اسلام اباد په دې برخه کې پاموړ اقدام نه دی کړی.

علي امین ګنډاپور د لړم پر ۲۴مه په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې خیبر پښتونخوا هره ورځ د سولې لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو قرباني ورکوي.

ګنډاپور په امنیت او ترهګرۍ ضد جګړه کې د خیبر پښتونخواپر سرښندنو هم رڼا واچوله او له افغانستان سره د اوږدې کرښې له امله یې دغه ایالت ته د اوښتو پراخو زیانونو یادونه وکړه. هغه وويل: « موږ پر پوله له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن یو، زموږ پوليس او امنيتي ځواکونه هره ورځ د سولې د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکوي، خو په فدرالي کچه دغو هڅو ته پام نه دی شوی».

هغه زیاته کړه، چې خېبر پښتونخوا په پرله‌پسې توګه له افغانستان سره د رغنده خبرو پر اړتیا ټینګار کړی، خو اسلام اباد په دې برخه کې کافي هوډ نه دی ښودلی.

ګنډاپور د خپل حکومت لاسته راوړنې هم وشمېرلې. هغه وویل چې له بې ثباتیو سره سره، خېبر پښتونخوا په تېرو نهو میاشتو کې خپل عاید ۴۴ سلنه ډېر کړی او د نړیوال وجهي صندوق اهداف یې پوره کړي دي.

نوموړي د پراختیايي پروژو په برخه کې د کانونو ښه مدیریت لپاره د یوې ځانګړې کمپنۍ جوړول او د ځایي بریښنا د لیږدونې لپاره د بریښنا تارونو د جوړولو هڅې یادې کړې.

ګنډاپور د پاکستان تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د هغه حکومت د خان د لارښوونو تعقیب ته ژمن دی، چې د مدني نافرمانۍ امکان هم پکې شامل دی.

هغه زیاته کړه، « موږ په بشپړ ډول تیار یو چې د خان پریکړې عملي کړو».

د سمنګان د ډبرو سکرو کان کې ایسار ۲۲ کارګر ژغورل شوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې د دغه ولایت د لاندې دره صوف په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله بند پاتې ۳۵ کارګرو له ډلې ۲۲ تنه وژغورل شول.

د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عصمت الله مرادي رسنیو ته ویلي، چې د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله په کان کې د ۳۵ بندو پاتې کسانو له ډلې ۲۲ تنه ژغورل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په کان کې د ایسارو پاتې نورو کسانو د ژغورلو عملیات لا هم دوام لري.

له دې وړاندې په سمنګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د شنبې په ماښام شپږ بجې د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو کان نړېدلی، چې له امله یې په کان کې ۳۵ تنه کارګر بند پاتې شوي.

ضيا سراج: وروستۍ نیونې ښيي چې داعش د طالبانو په لیکو کې ژور نفوذ کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې وروستۍ امنيتي پېښې ښيي، چې داعش د طالبانو په ملکي او نظامي ادارو کې نفوذ لري. نوموړي ويلي، چې طالبان د داعش د ځپلو ادعا کوي، خو د خپلو مشرانو امنیت نه شي نیولی.

د افغانستان د پخواني جهموري حکومت د ملي امنیت رییس احمدضيا سراج د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې وروستيو پېښو ته په اشارې ليکلي، چې د طالبانو په وزارتونو کې د داعش ډلې د کسانو نیول ښیي، چې دغه ډله په افغانستان کې ژور نفوذ لري.

نوموړي ليکلي، چې «د طالبانو په وزارتونو کې وروستۍ نیونې په ملکي او امنیتي بنسټونو کې د داعش ژور نفوذ ښيي، د بادغيس د استخباراتو په رياست کې د ۸ تنو نیول کېدو ترڅنګ په مختلفو قول اردوګانو، ملي دفاع وزارت او په دې وروستيو کې د مهاجرينو په وزارت کې [ نیول شوي کسان ] پام وړ شمېر دی، چې په څو میاشتو کې نيول شوي.»

ضيا سراج زياتوي، چې په افغانستان کې له ورستيو پېښو څرګنديږي، چې نسبي امنیت د طالبانو لاسته راوړنه نه ده.

د نوموړي په خبره، د طالبانو مخالفې [سیاسي ] ډلې په هغه تاوتريخوالي، چې طالبانو يې بنسټ اېښی، باور نه لري، که نه د طالبانو دغه لاسته راوړنه به په ملي او نړيواله کچه تر پوښتنې لاندې راشي.

سراج زياتوي، چې د داعش د ګواښ کمولو اړوند د طالبانو ادعا بې ځایه ده، «له دې ټولو اسنادو سره سره طالبان ادعا کوي، چې د داعش ګواښ یې له منځه وړی، خو دوی د خپلو وزیرانو، واليانو او مهمو کسانو امنیت هم نه شي نیولی.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې ويلي و، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې اووه بريدونه کړې، چې شپږ يې له افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

نوموړي ویلي، چې پر حقاني د بريد پلټنې روانې دي.

د شنبې په ورځ باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دې ډلې د کډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني په وژنه کې د لاس لرنې په تور نيولي دي.

تر اوسه د دغو کارکوونکو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

چینایان د خلیل حقاني په فاتحه کې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

طالبانو د هغو چینايي سوداګرو انځورونه خپاره کړي، چې ددې ډلې د کډوالو وزیر د فاتحې لپاره پکتیا ولایت ته تللي او ابراهیم حقاني ته یې د هغه د ورور د وژل کېدو له امله د فاتحې په دود لاسونه پورته کړي.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، په دغو چینایی سوداګرو کې یو تن مسلمان دی او د ګردې څیړۍ ولسوالۍ سرانې کلي ته یې له نورو حکومتي چارواکو او قومي مشرانو سره یوځای سفر کړی و.

د خلیل حقاني له وژل کېدو وروسته، چې د حقاني ډلې جګپوړی غړی و، د طالبانو ګڼو چارواکو پکتیا ته سفرونه کړي.

وړمه ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ګردې څیړۍ ته سفر کړی و، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله تر اوسه پر دې پېښه نه پکتیا ته سفر کړی او نه یې له خپل ادرسه کومه ځانګړې خواخوږي خپره کړې ده.

چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په دې وروستیو کې یې جګپوړي پلاوي کابل ته تګ او راتګ لري.

دغه هېواد د لوګر د عینکو مسو کان سربېره په یو شمېر نورو پروژو کې هم پانګونه کړې ده.