چینایان د خلیل حقاني په فاتحه کې

طالبانو د هغو چینايي سوداګرو انځورونه خپاره کړي، چې ددې ډلې د کډوالو وزیر د فاتحې لپاره پکتیا ولایت ته تللي او ابراهیم حقاني ته یې د هغه د ورور د وژل کېدو له امله د فاتحې په دود لاسونه پورته کړي.

طالبانو د هغو چینايي سوداګرو انځورونه خپاره کړي، چې ددې ډلې د کډوالو وزیر د فاتحې لپاره پکتیا ولایت ته تللي او ابراهیم حقاني ته یې د هغه د ورور د وژل کېدو له امله د فاتحې په دود لاسونه پورته کړي.
د طالبانو اړوند سرچینې وايي، په دغو چینایی سوداګرو کې یو تن مسلمان دی او د ګردې څیړۍ ولسوالۍ سرانې کلي ته یې له نورو حکومتي چارواکو او قومي مشرانو سره یوځای سفر کړی و.
د خلیل حقاني له وژل کېدو وروسته، چې د حقاني ډلې جګپوړی غړی و، د طالبانو ګڼو چارواکو پکتیا ته سفرونه کړي.
وړمه ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ګردې څیړۍ ته سفر کړی و، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله تر اوسه پر دې پېښه نه پکتیا ته سفر کړی او نه یې له خپل ادرسه کومه ځانګړې خواخوږي خپره کړې ده.
چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په دې وروستیو کې یې جګپوړي پلاوي کابل ته تګ او راتګ لري.
دغه هېواد د لوګر د عینکو مسو کان سربېره په یو شمېر نورو پروژو کې هم پانګونه کړې ده.


د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یې یوه ښځه او درې نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ وویل چې تېره ورځ یې د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دریو تنو ته د «نامشروع اړیکو او کور څخه د تېښتي» په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر یادو کسانو یې د دې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم پلی کړ.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خوا وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو لومړی تورن کس په لس میاشتې تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دُرې وهلی، دویم کس ته یې دوه کاله د بند سزا ورکړې او ۳۹ دُرې یې وهلی او درېیم کس یې هم ۳۹ دُرې وهلی دی.
سره له دې چې په عام محضر کې د طالبانو پر بدني سزاوو په نړیواله کچه سختې نیوکې کیږي، یاده ډله د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو نیوکو او اندېښنو ته له پام پرته نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلا بېلا ولایتونو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاوې ورکوي.

لانګ وار ژورنال وايي چې د ترکستان اسلامي غورځنګ د القاعدې یوه څانګه ده چې په افغانستان او سوریه دواړو هېوادونو کې فعالیت کوي. د سرچینې په باور، ددې ډلې مشران په افغانستان کې مېشت دي او په سوریه کې د دې ډلې جنګیالي له دوی نه اوامر اخلي.
د ترکستان اسلامي غورځنګ، چې په سوریه کې د هیئت تحریر الشام تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، د یوې تبلیغاتي ویډیو له لارې مسلمانان د چین پر وړاندې جهاد ته بللي.
دغه ویډیو، چې د ترکستان اسلامي غورځنګ رسمي تبلیغاتي ادارې «اسلام اواز» خپره کړې پر اېکس هم خپره شوې ده.
لانګ وار ژورنال وايي، دترکستان اسلامي غورځنګ اوسنی عمومي امیر عبدالحق ترکستانی، چې د دې ډلې د افغان او سوریایي څانګو مشري کوي، په افغانستان کې مېشت دی او د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې یې په یوه ویډیو کې پر امریکا او جمهوري حکومت د طالبانو بری ونمانخه.
عبدالحق په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا مالیې وزارت د القاعدې اړوند ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی.
ویډیو، چې عنوان یې «وجنګېږئ، شاتګ مه کوئ» دی، ګڼ شمېر ترکستاني جنګیالي ښيي چې په منظم کتار کې حرکت کوي؛ په کمپونو کې تمرین کوي او په سوریه کې په جګړو بوخت دي. دغه جنګیالي په کمپونو کې په نوي یونیفورم، زغرو، وسلو او نورو تجهیزاتو سمبال دي. په یوه صحنه کې، ترکستاني جنګیالي ټانک چلوي او زغرهوال موټر ته خیږي.
د ویډیو ویاند په پرلهپسې ډول د نړۍ پر مسلمانانو د جهاد غږ کوي، او وایي، چې «د الله په لار کې جګړه د اسلام تر ټولو لوړه درجه ده».
د لانګ وار ژورنال د رپوټ له مخې، ویاند زیاتوي: « اې مجاهده، جهاد وکړه، مخکې لاړ شه، هېڅکله مه شاته کېږه، په ویاړ ژوند وکړه، هېڅکله دا پرېنږدې. کله دې چې وسله کېښوده، همغه شیبه ده چې خپل ویاړ له لاسه ورکوې او کله دې چې یونیفورم لرې کړې، عزت دې کمیږي."
په ویډیو کې وروسته ویاند له چینايي اویغورانو، چې د چین حکومت یې کړوي، غوښتنه کوي چې خپل هېواد ته ستانه شي او جهاد وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت له تور نوملړه د تحریر الشام پر لرې کولو غور کوي، په داسې حال کې، چې ترکستان اسلامي غورځنګ او د سوریې ګڼ شمېر نورې بهرنۍ او کورنۍ جهادي ډلې د دې ډلې تر بیرغ لاندې جګړه کوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ځدراڼ قوم یو شمېر کسان د حقاني شبکې مخکښ غړي او د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وزیر خلیل الرحمن حقاني غایبانه جنازه او فاتحه اخلي.
د جرمني په فرانکفورټ ښار کې سرچینو نن د یکشنبې په ورځ «د لیندۍ۲۵مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د ترور شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره عمومي اعلان شوی دی.
ددغه اعلان یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم رارسېدلې ده، چې وايي، « د خلیل الرحمن حقاني غایبانه جنازه او فاتحه نن د یکشنبې په ورځ په فرانکفورټ ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې له خوا په حمزه جامع جومات کې اخیستل کېږي».
دا مراسم د جرمني په ځايي وخت مازیګر له دریو بجو څخه تر پنځو بجو پورې د دوه ساعتونو لپاره تنظیم شوي.
د جرمني پولیسو ته د ځايي افغانانو شکایت
د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو د ځینو افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.
ځینو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د مراسمو د مخنیوي لپاره یې د فرانکفورټ ښار پولیسو ته خبر ورکړی چې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې د ترسره کېدو مخه ونیسي.
په فرانکفورټ ښار کې مېشت ځینې افغانان وايی چې دلته د طالبانو د پلویانو حضور هغو افغانانو ته امنیتي ګواښ دی چې د طالبانو پر ناسمو کړنو نیوکه کوي او د دوی مخالف دي.
یوه معترض افغان وویل، « حقانیان د افغانانو قاتلان دي، دوی واک ته له رسېدو مخکې بې ګناه افغانان په خونړیو بریدونو کې وژلي دي، دوی باید محکمې ته کش شي نه دا چې د هغوی فاتحې واخستل شي»
په دغه ښار کې ځیني افغانان له پولیسو غواړي چې ددغو مراسمو مخه ونیسي او د هغو کسانو پر وړاندې ګامونه واخلي چې د مراسمو په جوړولو کې ونډه لري.
تر اوسه پورې د جرمني پولیسو ددغو مراسمو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چارشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۱ مه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او دبرید پړه داعش پر غاړه واخسته.
د طالبانو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګر چاودېدونکي توکي په پلستر پوښلي لاس کې ځای پر ځای کړي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله په کان کې ۳۵ تنه کارګر بند پاتې دي. د اتلس ساعتونو په تېریدو سره لا هم د ژغورونکو ډله د یادو کسانو په ژغورلو نه ده توانېدلې.
دغه اژانس د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۵مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره د ځايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د سمنګان ولایت د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله په کان کې ۳۵ کسان بند پاتې دي.
طالبانو ویلي، چې یاده پېښه تېره شپه شپږ بجې رامنځته شوې او په کان کې د ایسارو کارګرو د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
باختر اژانس ویلي، چې د پېښې سیمې ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ډله او امبولانسونه رسېدلي او په کان کې د ایسارو کارګرو د ژغورلو عملیات دوام لري.
د راپورونو له مخې، د اتلس ساعتونو په تېریدو سره لا هم ژغورنډله په کان کې د بندو پاتې کارګرانو په ژغورلو نه ده بریالۍ شوي.

د ۲۰۲۱ کال له نیمايي نه تر اوسه پورې جرمني له افغانستان نه ۳۵ زره او ۱۰۰ تنه افغانان تخلیه کړي او پر دې بهیر یې ۱۴۹ میلیونه ډالر لګولي دي. د جرمني لپاره بدیل ګوند یا اې اېف ډي ددغه بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په وینا، تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې ددوی ۳۹۰۰ تنه محلي کارکوونکي تشخیص شوي وو، خو اوس په ډاګه شوې، چې ددې محلي کارکوونکو لګښت تر هغه څه لوړ دی، چې دوی یې اټکل کړی و.
د جرمني د پارلمان غړي رنه شپرینګر د یوې پوښتنې په ځواب کې د دغه هېواد د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت وایي، چې « د جرمني د نړیوالې پراختیا یا جي ای زیډ ټول لګښتونه چې محلي کارکوونکي او ګواښمن کسان پکې تر ملاتړ لاندې راځي، د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر پایه ۱۴۹ میلیونه ډالره کیږي».
جي ای زیډ د جرمني یو فدرال سازمان دی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پراختیايي پروژې پرمخ وړياو د افغان محلي همکارانو او تر ګواښ لاندې کسانو د ملاتړ په برخه کې یې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ملاتړ کوي.
په دغو لګښتونو کې شاوخوا ۲۸.۶ میلیونه یورو د اقتصادې همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت، ۱۱۱.۶ میلیونه یورو د بهرنیو چارو فدرالي دفتر او۸.۸ میلیونه یورو د کورنیو چارو فدرالي وزارت لګولېاو پاتې ۴.۳ میلیونه یورو د امنیتي مرکو د تنظیم پرچارو لګول شوې دي.
د افغانانو د لېږد مخالفان
د جرمني په پارلمان کې د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند غړی ریني شپرینګر داسې انګیري چې هغه تېر ایستل شوی، ځکه د دغه پروګرام لګښتونه د کلونو لپاره غیر شفاف پاتې شوي دي.
هغه برلینر څایتونګ ته په خبرو کې وویل: «سګونه زره افغانان د فدرالي پروګرامونو له لارې جرمني ته رالېږدول شوي، سره له دې چې د افغانستان څیړونکې کمېټې ثابته کړې چې ځایي کارکوونکي هېڅکله په خطر کې نه وو.»
د هغه په وینا، حکومت د لګښتونو په اړه خلکو ته حقیقت نه دی څرګند کړی او مبهم دي، په داسې حال کې چې اسلامي بنسټپالو لهدغه پروګرام ته جرمني ته د راتګ لپاره ګټه اخستې.
سپرینګر غوښتنه کوي چې دا پروګرام باید ودرول شي، "د افغان ځایي کارکوونکو ایستل نه یوازې ضروري نه وو، بلکې د جرمني لپاره ګواښناک او ګرانبیه هم وو."
حکومت دا بهیر جاري ساتي
خو د جرمني د بهرنیو چار وزارت وايي، چې دغه پروسه به دمګرۍ روانه وي.
د یاد وزارت ویاند برلینر څایتونګ ته وویل، « دمګړۍ د هغو افغان ګواښمنو پر اېستلو تمرکز دی، چې مخکې منل شوي دي. شرایط یې دادي، چې هغوی باید د منلو تاییدپاڼه ولري او له هېواده ووتلای شي. د ساري په ډول، پاسپورټ او د وتلو اړوند اسناد ورسره وي. دا چاره د هغو کسانو په اړه هم صدق کوي چې دمګړۍ له پاکستان نه د وتلو په حال کې دي»
د ناټو ځواکونو له وتلو راهیسې، ټولټال ۴۸ زره افغانانو ته د جرمني د رسمي پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته د تګ فرصت ورکړل شوی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په۲۰۲۱ کال کې د خپلې دندې له پیل وروسته اعلان وکړ چې د افغانانو د منلو فدرالي پروګرامونو له لارې به هره میاشت ۱۰۰۰ افغانان ومني.
د جرمني د کورنیو چارو فدرال وزارت ویاندې په وینا، د۲۰۲۱ کال له نیمايي نه تر دې دمه د افغانانو د منلو پروګرامونو له لارې برلین ته له ۳۵ زره او ۱۰۰ تنوډېر افغانان ورغلي دي.
ویل کیږي چې ددغه بهیر د دوام یا بیا تنظیم په اړه پرېکړې به د راتلونکي حکومت او راتلونکې مقننه دورې په ترڅ کې وشي.