• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګنډاپور وايي اسلام اباد له افغانستان سره د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي وايي، د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي. ګنډاپور په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال تور ولګاوه چې اسلام اباد په دې برخه کې پاموړ اقدام نه دی کړی.

علي امین ګنډاپور د لړم پر ۲۴مه په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې خیبر پښتونخوا هره ورځ د سولې لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو قرباني ورکوي.

ګنډاپور په امنیت او ترهګرۍ ضد جګړه کې د خیبر پښتونخواپر سرښندنو هم رڼا واچوله او له افغانستان سره د اوږدې کرښې له امله یې دغه ایالت ته د اوښتو پراخو زیانونو یادونه وکړه. هغه وويل: « موږ پر پوله له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن یو، زموږ پوليس او امنيتي ځواکونه هره ورځ د سولې د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکوي، خو په فدرالي کچه دغو هڅو ته پام نه دی شوی».

هغه زیاته کړه، چې خېبر پښتونخوا په پرله‌پسې توګه له افغانستان سره د رغنده خبرو پر اړتیا ټینګار کړی، خو اسلام اباد په دې برخه کې کافي هوډ نه دی ښودلی.

ګنډاپور د خپل حکومت لاسته راوړنې هم وشمېرلې. هغه وویل چې له بې ثباتیو سره سره، خېبر پښتونخوا په تېرو نهو میاشتو کې خپل عاید ۴۴ سلنه ډېر کړی او د نړیوال وجهي صندوق اهداف یې پوره کړي دي.

نوموړي د پراختیايي پروژو په برخه کې د کانونو ښه مدیریت لپاره د یوې ځانګړې کمپنۍ جوړول او د ځایي بریښنا د لیږدونې لپاره د بریښنا تارونو د جوړولو هڅې یادې کړې.

ګنډاپور د پاکستان تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د هغه حکومت د خان د لارښوونو تعقیب ته ژمن دی، چې د مدني نافرمانۍ امکان هم پکې شامل دی.

هغه زیاته کړه، « موږ په بشپړ ډول تیار یو چې د خان پریکړې عملي کړو».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سمنګان د ډبرو سکرو کان کې ایسار ۲۲ کارګر ژغورل شوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې د دغه ولایت د لاندې دره صوف په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله بند پاتې ۳۵ کارګرو له ډلې ۲۲ تنه وژغورل شول.

د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عصمت الله مرادي رسنیو ته ویلي، چې د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله په کان کې د ۳۵ بندو پاتې کسانو له ډلې ۲۲ تنه ژغورل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په کان کې د ایسارو پاتې نورو کسانو د ژغورلو عملیات لا هم دوام لري.

له دې وړاندې په سمنګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د شنبې په ماښام شپږ بجې د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو کان نړېدلی، چې له امله یې په کان کې ۳۵ تنه کارګر بند پاتې شوي.

ضيا سراج: وروستۍ نیونې ښيي چې داعش د طالبانو په لیکو کې ژور نفوذ کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې وروستۍ امنيتي پېښې ښيي، چې داعش د طالبانو په ملکي او نظامي ادارو کې نفوذ لري. نوموړي ويلي، چې طالبان د داعش د ځپلو ادعا کوي، خو د خپلو مشرانو امنیت نه شي نیولی.

د افغانستان د پخواني جهموري حکومت د ملي امنیت رییس احمدضيا سراج د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې وروستيو پېښو ته په اشارې ليکلي، چې د طالبانو په وزارتونو کې د داعش ډلې د کسانو نیول ښیي، چې دغه ډله په افغانستان کې ژور نفوذ لري.

نوموړي ليکلي، چې «د طالبانو په وزارتونو کې وروستۍ نیونې په ملکي او امنیتي بنسټونو کې د داعش ژور نفوذ ښيي، د بادغيس د استخباراتو په رياست کې د ۸ تنو نیول کېدو ترڅنګ په مختلفو قول اردوګانو، ملي دفاع وزارت او په دې وروستيو کې د مهاجرينو په وزارت کې [ نیول شوي کسان ] پام وړ شمېر دی، چې په څو میاشتو کې نيول شوي.»

ضيا سراج زياتوي، چې په افغانستان کې له ورستيو پېښو څرګنديږي، چې نسبي امنیت د طالبانو لاسته راوړنه نه ده.

د نوموړي په خبره، د طالبانو مخالفې [سیاسي ] ډلې په هغه تاوتريخوالي، چې طالبانو يې بنسټ اېښی، باور نه لري، که نه د طالبانو دغه لاسته راوړنه به په ملي او نړيواله کچه تر پوښتنې لاندې راشي.

سراج زياتوي، چې د داعش د ګواښ کمولو اړوند د طالبانو ادعا بې ځایه ده، «له دې ټولو اسنادو سره سره طالبان ادعا کوي، چې د داعش ګواښ یې له منځه وړی، خو دوی د خپلو وزیرانو، واليانو او مهمو کسانو امنیت هم نه شي نیولی.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې ويلي و، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې اووه بريدونه کړې، چې شپږ يې له افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

نوموړي ویلي، چې پر حقاني د بريد پلټنې روانې دي.

د شنبې په ورځ باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دې ډلې د کډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني په وژنه کې د لاس لرنې په تور نيولي دي.

تر اوسه د دغو کارکوونکو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

چینایان د خلیل حقاني په فاتحه کې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

طالبانو د هغو چینايي سوداګرو انځورونه خپاره کړي، چې ددې ډلې د کډوالو وزیر د فاتحې لپاره پکتیا ولایت ته تللي او ابراهیم حقاني ته یې د هغه د ورور د وژل کېدو له امله د فاتحې په دود لاسونه پورته کړي.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، په دغو چینایی سوداګرو کې یو تن مسلمان دی او د ګردې څیړۍ ولسوالۍ سرانې کلي ته یې له نورو حکومتي چارواکو او قومي مشرانو سره یوځای سفر کړی و.

د خلیل حقاني له وژل کېدو وروسته، چې د حقاني ډلې جګپوړی غړی و، د طالبانو ګڼو چارواکو پکتیا ته سفرونه کړي.

وړمه ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ګردې څیړۍ ته سفر کړی و، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله تر اوسه پر دې پېښه نه پکتیا ته سفر کړی او نه یې له خپل ادرسه کومه ځانګړې خواخوږي خپره کړې ده.

چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په دې وروستیو کې یې جګپوړي پلاوي کابل ته تګ او راتګ لري.

دغه هېواد د لوګر د عینکو مسو کان سربېره په یو شمېر نورو پروژو کې هم پانګونه کړې ده.

طالبانو سمنګان کې درې تنه د «ناروا اړیکو او له کور نه د تېښتې» په جرم په دُرو وهلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یې یوه ښځه او درې نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ وویل چې تېره ورځ یې د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دریو تنو ته د «نامشروع اړیکو او کور څخه د تېښتي» په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر یادو کسانو یې د دې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم پلی کړ.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خوا وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو لومړی تورن کس په لس میاشتې تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دُرې وهلی، دویم کس ته یې دوه کاله د بند سزا ورکړې او ۳۹ دُرې یې وهلی او درېیم کس یې هم ۳۹ دُرې وهلی دی.

سره له دې چې په عام محضر کې د طالبانو پر بدني سزاوو په نړیواله کچه سختې نیوکې کیږي، یاده ډله د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو نیوکو او اندېښنو ته له پام پرته نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلا بېلا ولایتونو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاوې ورکوي.

په سوریه کې میشتو ترکستاني جنګیالیو ته له افغانستان نه قومانده ور کول کیږي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰

لانګ وار ژورنال وايي چې د ترکستان اسلامي غورځنګ د القاعدې یوه څانګه ده چې په افغانستان او سوریه دواړو هېوادونو کې فعالیت کوي. د سرچینې په باور، ددې ډلې مشران په افغانستان کې مېشت دي او په سوریه کې د دې ډلې جنګیالي له دوی نه اوامر اخلي.

د ترکستان اسلامي غورځنګ، چې په سوریه کې د هیئت تحریر الشام تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، د یوې تبلیغاتي ویډیو له لارې مسلمانان د چین پر وړاندې جهاد ته بللي.

دغه ویډیو، چې د ترکستان اسلامي غورځنګ رسمي تبلیغاتي ادارې «اسلام اواز» خپره کړې پر اېکس هم خپره شوې ده.

لانګ وار ژورنال وايي، دترکستان اسلامي غورځنګ اوسنی عمومي امیر عبدالحق ترکستانی، چې د دې ډلې د افغان او سوریایي څانګو مشري کوي، په افغانستان کې مېشت دی او د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې یې په یوه ویډیو کې پر امریکا او جمهوري حکومت د طالبانو بری ونمانخه.

عبدالحق په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا مالیې وزارت د القاعدې اړوند ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی.

ویډیو، چې عنوان یې «وجنګېږئ، شاتګ مه کوئ» دی، ګڼ شمېر ترکستاني جنګیالي ښيي چې په منظم کتار کې حرکت کوي؛ په کمپونو کې تمرین کوي او په سوریه کې په جګړو بوخت دي. دغه جنګیالي په کمپونو کې په نوي یونیفورم، زغرو، وسلو او نورو تجهیزاتو سمبال دي. په یوه صحنه کې، ترکستاني جنګیالي ټانک چلوي او زغره‌وال موټر ته خیږي.

د ویډیو ویاند په پرله‌پسې ډول د نړۍ پر مسلمانانو د جهاد غږ کوي، او وایي، چې «د الله په لار کې جګړه د اسلام تر ټولو لوړه درجه ده».

د لانګ وار ژورنال د رپوټ له مخې، ویاند زیاتوي: « اې مجاهده، جهاد وکړه، مخکې لاړ شه، هېڅکله مه شاته کېږه، په ویاړ ژوند وکړه، هېڅکله دا پرېنږدې. کله دې چې وسله کېښوده، همغه شیبه ده چې خپل ویاړ له لاسه ورکوې او کله دې چې یونیفورم لرې کړې، عزت دې کمیږي."

په ویډیو کې وروسته ویاند له چینايي اویغورانو، چې د چین حکومت یې کړوي، غوښتنه کوي چې خپل هېواد ته ستانه شي او جهاد وکړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت له تور نوملړه د تحریر الشام پر لرې کولو غور کوي، په داسې حال کې، چې ترکستان اسلامي غورځنګ او د سوریې ګڼ شمېر نورې بهرنۍ او کورنۍ جهادي ډلې د دې ډلې تر بیرغ لاندې جګړه کوي.