ایراني رسنۍ: له کرمان څخه نږدې دوه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي

ایراني رسنۍ اېرنا راپور ورکړی، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له کرمان څخه شاوخوا یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسنادو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.