• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان: د خېبرپښتونخوا نمايي برخه د پاکستاني حکومت له واکه وتلې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولې خان وايي، چې دا مهال د خېبرپښتونخوا نمايي برخه د پاکستان اوسني حکومت له واکه وتلې او د وسله والو لاسته لوېدلې ده. هغه وايي، حکومت هم دغه ایالت ته ډېر پام نه اړوي.

له پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په تازه مرکه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ويلي، چې دا مهال په خیبرپښتونخوا کې د ترینګلي امنيتي وضعیت له امله د دغه ایالت نیمايي خاوره د پاکستان حکومت له واکه وتلې او لا هم په وتو ده.

هغه وايي، له هغې ورځې چې په افغانستان کې واک طالبانو ته ورکړل شوی، په خیبرپښتونخوا کې امنیتي حالات ورځ تر بلې بدل شوی او حکومتي واک له لاسه په وتو دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا امنیتي حالت تر پخوا ډېر ترینګلی شوی او له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د وسله والو جګړې تر پخوا څو برابرې زیاتې شوې دي.

ایمل ولي خان وايي، چې خیبرپښتونخوا په مستقیم ډول د افغانستان او سوریې له حالاتو اغېزمنه کیږي او وېره شته چې د دغه ایالت امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شي.

هغه د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ چې د وسله والو په وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي او داسې وېره شته چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بشپړ ډول د پاکستان له واکه ووځي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر هم د مولانا فضل الرحمان په څېر تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا ۴۰ زره وسله وال چې افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول شوي وو، بیرته پاکستان ته راستانه کړل او خیبرپښتونخوا کې یې مېشت کړل.

د پاکستان حکومت لا د ایمل ولي خان خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د داسې تورونو په اړه خاموشي کړې ده.

ایمل ولي خان وايي، د خیبرپښتونخوا په ډېریو سیمو کې پولیس له خپلو پوستو بهر نه شي راوتلی او هلته د وسله والو راج دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تسنیم: داعش ډلې له خپلو پلویانو غوښتي چې په کورمه کې شیعه وګړي په نښه کړي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۰

تسنیم خبري اژانس په یو راپور کې ویلي دي، چې داعش ډلې له خپلو پلویانو غوښتي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې شیعه وګړي په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کورمه ولسوالۍ کې د قبیلو تر منځ له دوو میاشتو راهیسې مذهبي تاوتریخوالی روان دي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې او همداراز د سیمې خلک د خوړو، سون توکو، درملو او نورو اړینو توکو له کموالي سره مخ دي، چې د ژوند په ټولو برخو کې یې ورته ستونزې جوړې کړي دي.
پاکستاني رسنیو او په کورمه کې خبریالانو د شنبې په ورځ ویلي، چې په یادې ولسوالۍ کې د مذهبي تاوتریخوالو له امله د لارو له تړل کېدو سره یوازې تر اوسه د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ناروغان مړه شوي دي.

په همدې حال کې، تسنیم خبري اژانس د داعش له قوله لیکلي، چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب او له لوېدیځ سره د اړیکو له امله «جهاد» پرېښی دی.
د تسنیم د راپور له مخې، داعش دغه خبرې په دې ډلې پورې اړوند د «العظیم» رسنۍ په پښتو ژبه د خپلې مجلې په نوې بڼه کې کړي دي.

تسنیم همداراز راپور ورکوي، چې داعش د یادې مجلې په وروستۍ بڼه کې پر طالبانو د ډېرو بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، چې داعش ډلې پر افغان طالبانو نیوکه کړې، چې له سُني مسلمانانو دفاع نه کوي.
داعش په داسې حال کې طالبانو ته د زیاتو بریدونه خبرداری ورکوي، چې همدا څو ورځې مخکې یې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژلو مسوولیت پر غاړه واخیست.
دغه طالب چارواکی تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۱ د کډوالو وزارت دننه په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
نن بیا له کابل څخه باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمان حقاني په وژنه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
د نیول شویو کسانو هویت تر اوسه په ډاګه شوی نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

زېلېنسکي: د شمالي کوریا پوځیان د روسیې په بریدونو کې د پام وړ برخه اخلي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۴مه) وویل، چې مسکو د روسیې له کرسک سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو د ایستلو عملیات پیل کړي او په دې عملیاتو کې د شمالي کوریا پوځیان هم ګډون لري.

اوکرایني ځواکونو د اګست په میاشت کې په کرسک سیمه کنټرول ترلاسه کړ او اوس هم هلته ځینې میشت ځایونه کنټرولوي، دا هغه سیمه ده چې روسیه په کې په دوامداره توګه پرمختګ کوي.

زېلېنسکي د اوکراین ملت ته په خپله وینا کې وویل: «نن هغه لومړني معلومات شته چې روسیې په بریدونو کې د شمالي کوریا له سرتېرو څخه د پام وړ کار اخلي.»

هغه زیاته کړه: "روسیې دوی په متحدو واحدونو کې شامل کړي او د کرسک په سیمه کې یې په عملیاتو کې کاروي. د اوس لپاره، یوازې هلته دی."

زېلېنسکي وویل، چې اوکراین به د شمالي کوریا د پوځیانو په ګډون له ځانه دفاع ته دوام ورکړي.

د اوکراین او سویلي کوریا چارواکو له دې مخکې ویلي وو، چې د شمالي کوریا تر ۱۰ زره ډېر پوځیان په روسیه کې دي.

زېلېنسکي وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پراخولو او دوام لپاره کار کوي.

هغه د اوکراین له لوېدیځو متحدینو څخه د کییف د ملاتړ د پیاوړي کولو لپاره خپله غوښتنه تازه کړه او ویې ویل، چې راتلونکې اونۍ به په دې اړه له اروپايي شریکانو سره خبرې وکړي.

زېلېنسکي پلان لري، چې د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره په یوه غونډه کې وګوري.

د حزب الله مشر وايي د سوریې له لارې یې خپله اکمالاتي لار له لاسه ورکړې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۰

د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو شاو خوا یوه اونۍ وروسته د حزب الله مشر نعیم قاسم په خپلې لومړۍ وینا کې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان وسله والې ډلې د سوریې له لارې خپله اکمالاتي لاره له لاسه ورکړې ده.

حزب الله ته له ایران څخه د عراق او سوریې له لارې وسلې راوړل کیدې، خو د ډسمبر په شپږمه د بشار الاسد مخالفو وسله والو له عراق سره پوله ونیوله او دغه اکمالاتي لار یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته اسلامپالو وسله والو پلازمېنه دمشق ونیوه.

قاسم د شنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې د اسد د نوم له اخیستلو پرته وویل: «هو، حزب الله په دې پړاو کې د سوریې له لارې د پوځي اکمالاتو لاره له لاسه ورکړې ده.»

هغه زیاته کړه: «کېدای شي د نوي حکومت په راتلو سره دا لاره بیرته عادي حالت ته راشي او موږ کولای شو نورې لارې ولټوو.»

حزب الله په ۲۰۱۳کال کې په سوریه کې د بشار الاسد په وړاندې د هغو وسله والو سره جګړه پیل کړه چې په هغه وخت کې د نومړي د حکومت د نسکورولو په لټه کې وو.

د بشار الاسد د کورنۍ د ۵۰ کلونو څخه ډیره واکمني اوس پای ته رسیدلې او پر ځای یې انتقالي سرپرست حکومت رامنځته شوی چې د القاعدې سره تړلې پخوانۍ هیئت تحریر الشام له خوا جوړ شوی، چې د وسله والو د عملیاتو مشري یې کوله.

قاسم په سوریه کې له نوي واکمنانو غوښتي چې له اسراییل سره اړیکې عادي‌ نه کړي او هغوی دښمن وګڼي.

قاسم وویل: "موږ دا هیله هم لرو چې دا نوې واکمنه ډله به اسراییل دښمن وګڼي او اړیکې به ورسره عادي نه کړي. دا هغه سرې کرښې دي چې زموږ او سوریې ترمنځ د اړیکو پر ماهیت به اغیز وکړي."

شاوخوا یو کال کیږي چې حزب الله او اسراییل د لبنان په سویلي پولو کې د غزې د جګړې له امله سره په جګړه کې دي.

اسلام اباد وايي افغان طالبانو د پاکستان طالبانو تحریک ۶ زره وسلوالو ته پناه ورکړې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان جدون د پاکستان طالبانو تحریک د زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دغه ډله په افغانستان کې په عمده توګه فعاله ده. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو ملاتړ سره د ټي ټي پي ۶ زره وسله وال په افغانستان کې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان جدون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغانستان د ننه او بهر ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.

ښاغلي جدون دا هم وویل، چې پاکستاني سرحدي چارواکو د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله والو څخه هغه کارول شوي عصري وسلې نیولي، چې ډیری یې په ښکاره توګه د افغان طالبانو لخوا د بهرنیو ځواکونو له پاتې نظامي زیرمو اخیستل شوې.

د پاکستان استازي خبرداری ورکړ، چې د ټي ټي پي زیاتیدونکی نفوذ ممکن دا ډله د مختلفو ترهګرو ډلو په لوی مرکز بدله کړي په ځانګړې توګه هغه ډلې، چې هدف يې د پاکستان بې ثباته کول دي.

د پاکستان استازي وویل، چې د پاکستان د حکومت څو ځله له طالبانو غوښتي، چې ټي ټي پي په وړندي اقدام وکړي؛ خو په کابل کې د طالبانو مشرتابه دغه غوښتنې او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو د کولو خبرې رد کړې دي.

په دې ناسته کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو ته هم اشاره کړې.

هغه په ​​ځانګړې توګه په دولتي او خصوصي طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د شتون بندیز ته اشاره وکړه او دا اقدامات یې د اسلامي اصولو خلاف وبلل.

جدون له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبان دې د بشري حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو حساب ورکړي.

د فوټبال پخوانی لوبغاړی میخایل کاولاشویلي د ګرجستان ولسمشر شو

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د فوټبال پخوانی لوبغاړی کاولاشویلي د دغه هېواد د ټاکونکو مجلس له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. دا ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې واکمن ګوند « د ګرجستان هیله» خپل کنټرول پیاوړی کړی او مخالف ګوند یې په اروپایی اتحادیه کې د شاملېدو پر هدف یو ګوزار ګڼی.

۵۳ کلن کاولاشویلي یوازینی نوماند و، چې په ټاکنو کې یې حضور درلود او د انتخابوونکو ټولنه کې د «ګرجستان هیله» ګوند د واکمنۍ له امله په اسانۍ سره بریالی شو.

د دې ټولنې غړي د پارلمان، ښاري شوراګانو او سیمه ییزو کمېټو څخه ټاکل کیږي.

میخایل کاولاشویلي، د ګرجستان هیله ګوند غړی دی، چې د انتخاونکو د ټولنې له ۳۰۰ استازو څخه د ۲۲۴ رایو په ترلاسه کولو سره وټاکل شو.

د دغه ګوند مخالفین وايي، چې مسکو په دې پروسه کې لاس درلود او د رای ورکولو بهیر له درغلیو ډک وو.

د ګرجستان اوسني ولسمشر سالوم زورابیشویلي له دغو ټاکنو وروسته د پارلمان له غونډو بایکاټ وکړ او د بیا ټاکنو غوښتنه یې وکړه.

له اوو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په رایو نه ټاکل کېږي.

تر دې مخکې د ګرجستان ولسمشر سالوم زورابیشویلي له ۲۰۱۸ کال راهیسې له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو پلوي و.

هغه ویلي، چې د خپلې شپږ کلنې دورې له پای ته رسیدو وروسته به د عمومي او ولسي ټاکنو په ترسره کولو سره د ولسمشر په توګه په خپل مقام پاتې شي.

د ګرجستان د واکمن د پرېکړې له مخي تیره میاشت په اروپایی اتحادیه کې د شاملیدو لپاره د دې هیواد د غوښتنلیک په اړه خبرې اترې وځنډولې او دې کار د اپوزیسیون ګوند غوسه زیاته کړه او پراخ لاریونونه پيل شوي.