د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبې سبا سې شنبه (د لېندۍ په ۲۷مه) نېټه پیلېږي. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه سبا د کابل په وخت د غرمې په ۱۲بجو د زمبابوې په کوربهتوب هرارې لوبغالي کې پیلېږي.