خواجه اصف: د تحریک انصاف لهخوا په رامنځته شوي وضعیت کې خبرې اترې بې ګټې دي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ. هغه وايي، تحریک انصاف ګوند یو لوری پر حکومت د سرغړونو تور پورې کوي او بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه ورکوي.