اسراییل په سوریه کې د وسلو زېرمې په نښه کړې دي

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وايي، د اسراییل جنګي الوتکو د سوریې په سویل د حما په سیمه کې د توغندیو وېشتونکی ځای او د طرطوس په سیمه کې د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وايي، د اسراییل جنګي الوتکو د سوریې په سویل د حما په سیمه کې د توغندیو وېشتونکی ځای او د طرطوس په سیمه کې د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.
دغې ادارې په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې بیا ویلي، چې د اسراییل یوې جنګي الوتکې د سوریې په ختیځ کې هم د دیرالزور پوځي هوايي ډګر کې د رادارونو پر مرکز هوايي برید کړی دی.
پر سوریې د اسراییل هوايي بریدونو پر دوام، اسراییلي پوځ په یوه اونۍ کې ۸۰۰ ځله د سوریې پوځي تاسیسات، هوايي ډګرونه او د وسلو زېرمې بمبار کړې دي.
اسراييلي ځواکونو د قنيطره ښار ټول بنسټيز تاسيسات ويجاړ کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به د سوریې د خاورې د «نیواک» لپاره سخته بیه پرې کړي او سوریه به د اسراییلي پوځ په هدېره بدله شي.
له بل پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوریې د خمیمي هوايي اډې څخه د روسیې د هوايي ځواک یوې ځانګړې الوتکې په دمشق کې د روسیې یو شمېر ډیپلوماتیک پرسونل او همدارنګه د بېلاروس او شمالي کوریا ډیپلوماتان اېستلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې "په دمشق کې د روسیې د سفارت کار دوام لري".

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر له سوریې سره د پنځوس میلیونه پونډ بشردوستانه مرستو خبر ورکړ او ویې ویل، چې په سوریه یې کې له نوي رژیم سره ډیپلوماتیکه اړیکه نیولې ده.
که څه هم ډېوېډ لمي تحریر شام یو ترهګریز سازمان ګڼي، خو زیاتوي چې برېتانیا کولی شي له دغې ډلې سره اړیکه ولري.
لمي همداراز زیاته کړه: «مونږ غواړو د یوه ټولګډونه حکومت شاهد واوسو. مونږ غواړو وګورو چې د کیمیاوي وسلو زېرمې اېمن شوي دي، استفاده شوي نه دي او غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالي پایته رسېدلي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ وویل، چې له تحریر شام ډلې سره یې اړیکه نیولې ده.
دغه ډله چې د سوریې د مخکیني حکومت د مخالفانو د اېتلاف رهبري کوي، په دمشق کې واک په لاس کې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا تېره اونۍ د ترهګرو له نوملړ څخه د تحریر شام ډلې د اېستلو د احتمال خبره کړې وه، ځکه اوسمهال له قانوني اړخه له دې ډلې سره د حکومت د همکارۍ امکان نه شته.
له دې سره، فرانسې هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې سوریې ته به د دوی یو ډیپلوماټیک پلاوی د تحریر شام ډلې سره د اړیکو د جوړولو په موخه ولېږي.
له دې ټولو سره - سره بیا ترکیې اعلان کړی، چې په سوریه کې به د حاکمې ډلې ځواکونو ته روزنه ورکړي.
د ترکیې د دفاع وزیر ویلي، چې د سوریې د نوي حکومت د غوښتنې په صورت کې به دغه هېواد له دوی سره مرستې وکړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په ورځ کې څه باندې زر سوري کډوال په داوطلبانه توګه له دې هېواد څخه ځي.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو پنځو ورځو کې کابو اوه زره او ۶۲۱ سوري کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) وویل: «مونږ به د هغو کډوالو مدیریت او ملاتړ ته چې بشري حقونو او ازادیو ته درناوی کوي او پر عمومي نظم او امنیت سترګې نه پټوي، ادامه ورکوو.»
سوري کډوال په ترکیه کې د کډوالو تر ټولو لوی جمعیت جوړوي او د رسمي شمېرو له مخې، نږدې درې میلیونه سوري وګړي په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د دغه هېواد په خبره، د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو درې ورځې وړاندې څه باندې اوه سوه سوري کډوال له ترکیې څخه ووتل او بیا واک ته د تحریر شام له رسېدو درې ورځې وروسته څه باندې څلور زره کسانو دغه هېواد پرېښود.
د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمني تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
یو شمېر ایراني چارواکي بیا ادعا کوي، چې ترکیه د بشارالاسد د حکومت په ړنګېدو کې لاس لري.
رویټرز تېره ورځ د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې نوموړي ایران ته ویلي و، چې ترکیه له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، څو د سوریې حکومت ړنګ کړي.
ترکیه بیا د سوریې د ناورین پړه پر اسد اچولې ده او ویلي یې دي، چې د اسد د کلونو ظالمانه واکمني د دې شخړې اصلي لامل دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټاکل شوې د سې شنبه په ورځ په دمشق کې خپل سیاسي استازولي پرانیزي او خلیفه عبدالله ال محمود الشریف د خپل سیاسي استازي په توګه سوریې ته واستوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد ۱۳ کاله وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډيپلوماټیکو اړیکو باب پرانیزي.
د قطر او سوریې تر منځ شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې ډیپلوماټیکي اړیکي پرې شوې او قطر په هغه هېواد کې خپل سیاسي استازولي تړلې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي:«د سوریې د خلکو د انقلاب د بریالیتوب په شان د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول د سوریې د خلکو په وړاندې د قطر د حکومت د پرېکنده او ملاتړي دریځ او د هغوی د مشروع حقونو او باعزته ژوند د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د هڅو د دوام ښودنه کوی.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیفه عبدالله ال محمود الشریف په دمشق کې د قطر د نوي سفیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په سیمه ییزو او نړۍوالو هڅو کې به په فعاله توګه د سوریې د خاورې د یووالي، حاکمیت او ثبات تضمین وکړي.
د دوی په خبره، قطر په سوریه کې د یو داسې انتقالي او سیاسي پروسي ملاتړ کوي، چې یوه نوې سوریه د داسې راتلونکي په لور رهبري کړي، چې د دې هېواد د خلکو هیلې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم اعلان وکړ، چې د دغه هېواد یو ډیپلوماټیک پلاوی سوریې ته تللی او تر څنګ به یې ډېر ژر د ترکیې سفارت هم له ۱۲ کلونو ځنډ وروسته خپل کار بېرته پېل کړي.
ترکیې د ۱۳۹۱ کال د غويي په میاشت کې د انقرې او دمشق ترمنځ د ترینګلو اړیکو او په سوریه کې د کورنۍ جګړې د زیاتوالي له امله په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی وو.
د یادولو ده، چې د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
ایران په سوریه کې د اوږدې کورنۍ جګړه پر مهال د اسد ملاتړ کړی و او د هغه نسکورېدل د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي.

د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.
دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.
همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.
بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.
دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.
د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دېر البلاح ښار د ښاروال په ګډون څه د پاسه ۷۰ فلسطینیان وژلي دي.
له بلې خوا رسنیو ویلي، چې له فلسطین وروسته په لبنان او سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو پر ضد لاریون او د لندن د پارلمان په چوک کې یوه اعتراضي غونډه هم وشوه.
د دې تر څنګ لاريونوالو د اسراييل د ظلمونو پر ضد هم شعارونه ورکول او د برتانيې له حکومته يې وغوښتل، چې د سملاسي اوربند لپاره پر اسراييل فشار راوړي او پرې د وسلو پلور بند کړي.
دوه ورځې وړاندې هم اسراییل د غزې په نصيرات سيمه كې د كډوالو پر پنډغالي بریدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه فلسطينيان ووژل شول او تر ۵۰ زيات ټپيان شول.
له تېر کال راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۴ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
له بل پلوه د اسراییل پوځ ویلي، چې په دېر البلاح کې یې د وسلهوالو هغه زېرمې په نښه کړې چې دوی ترې د پټنځایونو لپاره کار اخیست.
