پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دېر البلاح ښار د ښاروال په ګډون څه د پاسه ۷۰ فلسطینیان وژلي دي.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دېر البلاح ښار د ښاروال په ګډون څه د پاسه ۷۰ فلسطینیان وژلي دي.
له بلې خوا رسنیو ویلي، چې له فلسطین وروسته په لبنان او سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو پر ضد لاریون او د لندن د پارلمان په چوک کې یوه اعتراضي غونډه هم وشوه.د دې تر څنګ لاريونوالو د اسراييل د ظلمونو پر ضد هم شعارونه ورکول او د برتانيې له حکومته يې وغوښتل، چې د سملاسي اوربند لپاره پر اسراييل فشار راوړي او پرې د وسلو پلور بند کړي.دوه ورځې وړاندې هم اسراییل د غزې په نصيرات سيمه كې د كډوالو پر پنډغالي بریدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه فلسطينيان ووژل شول او تر ۵۰ زيات ټپيان شول.له تېر کال راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۴ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
له بل پلوه د اسراییل پوځ ویلي، چې په دېر البلاح کې یې د وسلهوالو هغه زېرمې په نښه کړې چې دوی ترې د پټنځایونو لپاره کار اخیست.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې متحده ایالات به په سوریه کې له هغه حکومت ملاتړ وکړي چې د خلکو لهخوا غوره شوی وي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «په اردن کې د سوریې په اړه د عقبا په ناسته کې مو د سوریې په مشرۍ د سیاسي واک انتقال د اړتیا په اړه خبرې وکړې.»
له بل پلوه په سوریه کې د حکومت ضد وسلهوالو مشر ویلي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې بهرنۍ لاسوهنه نه شته، د اسراییل لپاره د بهرنۍ لاسوهنې هیڅ ډول توجیه هم نه شته او دوی له اسراییل سره هیڅ ډول تاوتریخوالی نه غواړي.
ابو محمد الجولاني ویلي دي، چې په سوریه کې بدلون په سیمه کې د ایران د خطرناک پلان پر وړاندې ستره بریا ده.
د هغه په وینا: «د ایران پلانونه د سیمې د خلکو لپاره دردونکي ثابت شوي، موږ له ایراني ولس سره کومه ستونزه نه لرو.»
هغه وويل، چې پخواني ولسمشر بشارالاسد د نشهيي توکو په توليد کې نړۍوال ريکارډ جوړ کړ.
نوموړي زیاته کړه، هڅه يې کړې چې له روسيې سره مسايل د خبرو له لارې حل کړي او روسيې ته يې د نويو اړيکو د ټينګولو زمينه برابره کړې ده.
الجولاني وړاندې وایي، چې اوسنی بدلون په ناڅاپي ډول نه دی راغلی؛ بلکې د څو کلونو پلانونو پایله ده.

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په سوریه کې د شپې کلبونه بېرته پرانیستل شوي. په دمشق کې د بشارالاسد له نسکورېدو او مخالفې ډلې له واکمنېدو وروسته، مېکدې او د شپې کلبونه څلور ورځې تړل شوي وو، خو په دې موده کې د دوی پر ضد کوم ځپونکي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
د دغه راپور له مخې، په سوریه کې نوی حکومت به په دغه هیواد کې د ټولو ټولنیزو او مذهبي ډلو زغم ولري.
د تحریر الشام یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط (ای اېف پي) ته وویل، «د شرابو د منع کولو په اړه خبرې سمې نه دي. زموږ لپاره تر دې لویې مسلې شته چې حل یې کړو.»
سوریه د مسیحیانو لوی اقلیت لري چې کرېسمس نمانځي، او په دمشق کې د دې مراسمو لپاره چمتوالي او سینګارونه مخ په زیاتیدو دي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولې خان وايي، چې دا مهال د خېبرپښتونخوا نمايي برخه د پاکستان اوسني حکومت له واکه وتلې او د وسله والو لاسته لوېدلې ده. هغه وايي، حکومت هم دغه ایالت ته ډېر پام نه اړوي.
له پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په تازه مرکه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ويلي، چې دا مهال په خیبرپښتونخوا کې د ترینګلي امنيتي وضعیت له امله د دغه ایالت نیمايي خاوره د پاکستان حکومت له واکه وتلې او لا هم په وتو ده.
هغه وايي، له هغې ورځې چې په افغانستان کې واک طالبانو ته ورکړل شوی، په خیبرپښتونخوا کې امنیتي حالات ورځ تر بلې بدل شوی او حکومتي واک له لاسه په وتو دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا امنیتي حالت تر پخوا ډېر ترینګلی شوی او له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د وسله والو جګړې تر پخوا څو برابرې زیاتې شوې دي.
ایمل ولي خان وايي، چې خیبرپښتونخوا په مستقیم ډول د افغانستان او سوریې له حالاتو اغېزمنه کیږي او وېره شته چې د دغه ایالت امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شي.
هغه د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ چې د وسله والو په وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي او داسې وېره شته چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بشپړ ډول د پاکستان له واکه ووځي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر هم د مولانا فضل الرحمان په څېر تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا ۴۰ زره وسله وال چې افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول شوي وو، بیرته پاکستان ته راستانه کړل او خیبرپښتونخوا کې یې مېشت کړل.
د پاکستان حکومت لا د ایمل ولي خان خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د داسې تورونو په اړه خاموشي کړې ده.
ایمل ولي خان وايي، د خیبرپښتونخوا په ډېریو سیمو کې پولیس له خپلو پوستو بهر نه شي راوتلی او هلته د وسله والو راج دی.

د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۴۰ لادرکه دي. د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې په پېښه کې ۵ تنه مړه شوي، ۴۰ لادرکه دي او ۳۹ تنه ژغورل شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه کښتۍ د یونان سویلي ټاپو ته نږدې ډوبه شوې.
په دغې کښتۍ کې ډېری پناه غوښتونکي پاکستانيان وو.
د دغې کښتۍ د ورکو شویو پناه غوښتونکو د لټون لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د پاکستان د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په ناقانونه توګه اروپا ته د تللیو پاكستانيانو په مړينه خواخوږي څرګنده كړې وه.
نوموړي د پېښې د پلټنې سپارښتنه کړې او په دې برخه کې يې یوه کمېټه جوړه کړې، چې د پېښې پلټنه وکړي او په پنځو ورځو کې به هغه ته په دې تړاو خپل راپور وړاندې کوي.
محسن نقوي ويلي دي، چې «انساني قاچاق جرم دی، مافيا کورونه وران کړي دي او اړوندې ادارې باید د انساني قاچاق پر ضد ټول هېواد کې عملیات پیل کړي.»

د برازیل پخوانی د دفاع وزیر والټر براګانېټو په دې هېواد کې د پوځي کودتا د هڅو په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی. د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي په دغه هېواد کې د کودتا په موخه په یوې څېړنه کې لاسوهنه کړې ده.
په راپور کې راغلي، براګانېټو په دې تورن دی چې د دې کودتا د تنظیم او تمویل هڅه یې کړې.
روزیټرز راپور ورکړی، چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر تېر کال هم پلان درلود، چې کودتا وکړي او په ترڅ کې یې د برازیل ولسمشر ووژني.
ویل کېږي، چې د دغې پېښې له امله په برازیل کې کړکیچونه لا پسې زیات شوي دي.
دغه متقاعد څلور ستوریز جنرال په ۲۰۲۲ کال کې د برازیل د اوسني ولسمشر پروړاندې په ټاکنو کې ماته خوړلې وه او اوس یې هڅه کوله، چې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې دی، چې براګا نېتو بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.
د نوموړي وکیلانو هم ویلي، چې دوی به ثابت کړي، چې د هغوی موکل په څېړنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.
د راپور له مخې، د یاد برازیلي چارواکي له نیولو وروسته دا معلومات ترلاسه شوي، چې پخواني جنرال د ادعا شوې کودتا په پلان کې زیات رول درلود.
د دغې نیونې حکم د سترې محکمې قاضي الکسانډر ډي موراس له خوا ورکړل شوی دی.