طالبان: د سمنګان د ډبرو د سکرو کان کې ټول بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند د شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل، چې د دغه ولایت د سکرو ډبرو کان کې ټول بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي دي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند د شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل، چې د دغه ولایت د سکرو ډبرو کان کې ټول بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د عصمت الله مرادي له قوله لیکلي، چې ټول کاریکر د ژغورنکو ډلو په هڅو سره وژغورل شول.
ځینې سرچینې د بند پاتې شویو شمېر له ۳۵ تر ۴۰ کسان یادوي، خو طالبانو بیا تر اوسه د یادو کاریګرو دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی.د یادولو ده، چې د سمنګان ولایت د دره ی صوف پایین د ګوله کلي په سفید خاک سیمه کې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۴مه) د ډبرو د سکرو یو کان ونړېد، چې یو شمېر کاریکر یې لاندې کړل.تر دې وړاندې سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د پېښې سیمې ته ژغورنکي ډلې لېږل شوې دي.د راپورونو له مخې، یاد کان تر هغه وروسته ونړېد چې کاریګر په کار کولو بوخت و.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د امن جرګه په نهمه ورځ هم بې پاېلې پای ته رسېدلې ده.
په دغه ولسوالۍ کې د طوري او بنګش قبیلو تر منځ د وسله والو شخړو وروسته د تېرو دوو میاشتو راهیسي د پاړه چنارـ پېښور عمومي لاره تړل شوې ده.
د پاکستان جیو نیوز د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) راپور ورکړی، چې په کورمه کې د طوري او بنګش قبیلو ترمنځ د سولې کولو په موخه کورمې ولسوالۍ ته ورغلې جرګه په نهمه ورځ هم پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده.
له کورمې څخه سرچینو ویلي، چې په کوهاټ کې ترسره شوې امن جرګه کې د ولسوالۍ امنیتي چارواکو، د ایالتي حکومت استازو، د بنګش او طوري قبیلو مشرانو او د جرګې مشرانو ګډون درلود.
د یادولو ده، چې د یادې جرګې د اختلافي مسایلو په اړه هېڅ کوم معلومات نه شته.
اخوا ځايي خلک بیا وايي، چې د جرګي د پرېکړې د ځنډېدو او د لارو د بند پاتې کېدو له امله ورځ تر بلې د خلکو ستونزې ډېرېږي.
د قومي ولسوالۍ یو قومي مشر مير افضل خان وايي، چې د قومي شخړو له امله له تېرو ٦٧ ورځو راهيسې پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د تګ و راتګ لارې بندې دي.
نوموړی وايي، چې په روغتونونو کې د درملو د نه شتون له امله ناروغان په ځانګړې توګه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د خوراکي او سون توکو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو یوې رسمي سرچینې له سنډي ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د خلیل حقاني په ترور کې د کورنۍ توطئې هېڅ کومه نښه نه شته. یوه طالب چارواکي ویلي، چې حقاني له کلکو امنیتي تابیاوو څخه ډډه کوله.
یو شمېر تحلیلګران بیا دغه برید د حقاني شبکې او کندهاري طالبانو ترمنځ کورنیو اختلافونو پورې اړوند بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حقانیانو او کندهاري طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې د دولتي څوکیو او سیاسي مسایلو په ځانګړې توګه د هبت الله د سیاستونو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.
د حقاني د ترور مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
طالب سرچینو سنډي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د امنیتي تابیاوو په اړه د خلیل حقاني بې پامي ځانمرګي بریدګر سره د برید مرسته وکړه.
یوې سرچینې ویلي: «خلیلالرحمان حقاني معمولا کلک امنیتي تدابیر نه منل، ترڅو هغه عادي خلک یې چې لیدو ته ورتلل اذیت نه شي. همدا عادت یې د دې لامل شو چې په ډېرې اسانۍ سره ترور شي.»
د طالبانو لپاره لوی شوک
د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي او د حقاني د کورنۍ د کلیدي غړي ترور، هغه هم د کابل په مرکز کې دغې ډلې ته لوی شوک ورکړی دی.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې د یوه امن هېواد په توګه د افغانستان د معرفي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دغې پېښې د طالبانو هڅې اغېزمنې کړي دي.
دغې هندي رسنۍ لیکلي، چې د خلیل حقاني ترور به په افغانستان کې د کار لپاره د بهرنیو وګړو او پانګوالو ترمنځ د اندېښنو د زیاتېدو لامل شي.
د یادولو ده، چې له دې پېښې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوې تبلیغاتي ویډيو کې د موټرسایکل چلولو په حال کې ولیدل شو او د نوموړي دغه اقدام د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د امنیت د ټینګښت نښه بلل شوې وه.
د طالبانو ګوته د پاکستان خوا ته
که څه هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د ترور مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی، خو طالب چارواکو هڅه کړې چې په دې پېښه کې بهرني استخبارات پړ معرفي کړي.
امیر خان متقي د حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل: «په روان کال کې د داعهش له اوو بریدونو څخه شپږ یې له افغانستانه بهر پلان شوي دي.»
نوموړي تلویحا پاکستان ته اشاره وکړه.
طالبانو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د داعش ډلې اډې د پاکستان په بلوچستان کې دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ له خوا تربیه او ملاتړ یې کېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.
طالبانو ته د ای اس ای پیغام
د تحریک طالبان پاکستان مخکیني ویاند احسان الله احسان ویلي، چې که څه هم داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی، خو ښایي دا عملیات د پاکستان د پوځ او ای اس ای په همغږۍ شوی وي
نوموړي ویلي: «داعش ډله د پاکستان له پوځ او افسرانو سره نږدې اړیکې لري.»
د احسان په وینا، له طالبانو څخه د پاکستاني چارواکو نارضایتي له دې امله ده، چې چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د تحریک طالبان پاکستان په مهارولو کې همکاري نه کوي او ښایي دا هم د دې برید لپاره انګیزه وي.
نوموړی دغه برید طالبانو ته د ای اس ای د خبرداري په توګه ګڼي.
که څه هم تر اوسه کومې معتبرې سرچینې د داعش او د پاکستان د استخباراتو همکاري تایید کړې نه ده، خو طالبان او ملاتړي یې تصور کوي، چې پاکستان پر دغې ډلې د فشار په موخه له داعش سره همکاري کوي.
پاکستاني چارواکو تل ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو د افغانستان په ختیځو ولایتونو لکه کونړ، خوست، پکتیا، ننګرهار او پکتیکا کې مېشت شوي او د افغان طالبانو ملاتړ له ځان سره لري.
له دې سره، د پاکستان پوځ بیا څو ځلې د افغانستان په خاوره هوایي بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک طالبان پاکستان یو کلیدي او مهم قومندان په کونړ ولایت کې ووژل شو.
طالبانو بیا په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي دي.

د افغانستان په دوو ولایتونو هلمند او بامیان ولایتونو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
لومړۍ پېښه د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
ددې ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني رسنیو ته ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فیلډر موټر له سړک څخه واوښت او سیند ته وغورځېد.
د حقاني په خبره، په موټر کې ناست ټول کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې قربانیان دوه ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه دي.
د یو بل خبر له مخې، په بامیانو ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر هم د دې ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړ.
دا پېښه چې نن د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې، په کې یو کس مړ شوی او یو بل یې ټپي دی.
اړوند مسوولان وایي، دغه ترافیکي پېښه تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې یو فلانکوچ موټر د تخنیکي ستونزو له امله له خپل مسیر څخه واوښت.
د طالبانو د ترافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ترافیکي پېښو کې څه باندې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه شتون او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ترافیکو پېښو لاملونه بلل کېږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي و، چې هرات، غزني او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې سږکال پکې ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په تبعید کې د درېیو رسنیو پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا د فعالیتونو د پیل خبر ورکړ.
د دغه سازمان مسوول حامد عبیدي وایي، چې یادې رسنۍ باید د افغانستان د هغو رسنیو ځای ونیسي، چې اوسمهال د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي.
ښاغلي عبیدي له دغو رسنیو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: «که تاسو د افغانستان په اړه اطلاعاتو ته اړتیا لری، نو مونږ کولی شو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو.»
پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا د جي اېکس فنډ په مالي مرستو سره نن په المان کې خپل فعالیتونه په رسمي توګه پیل کړل.
یادو رسنیو په داسې حال کې خپل فعالیتونه په تبعید کې پیل کړي دي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د ټولو هغو رسنیو پر نشراتو بندیزونه لګولي، چې له بهر څخه فعالیتونه کوي.
د یادې ډلې چارواکي او مسوولان اجازه نه لري، چې د افغانستان انټرنشنل په ګډون له امو ټلویزیون، ازادۍ راډیو، هشت صبح، اطلاعات روز او ځینو نورو رسنیو سره مرکې وکړي او اطلاعات شریک کړي.
طالبانو پر دغو بندیزونو سربېره په هېواد کې په فعالو رسنیو هم محدودیتونه وضع کړي او د ټولو رسنیو خپرونې د امربالمعروف تر څار لاندې کېږي.
پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا په داسې حال کې په تبعید کې فعالیتونه پیلوي، چې دغې ډلې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ارزو ټلویزیون نشرات بند کړل او اوه کارکوونکي یې ونیول.
ځینو باوري سرچینو ویلي، د ارزو ټلویزیون کارکوونکي له افغانستان انټرنشنل او امو شبکو سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.
بلخوا، د طالبانو امربالمعروف په وار - وار سره له ټولو رسنیو غوښتي، چې د خپلو فعالیتونو پر مهال د «اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، او ټولنیزو اخلاقو درناوی وکړي او د یوې سالمې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو استخباراتي اداره او امربالمعروف وزارت په کابل کې خبریالان نیسي، ګواښي یې او رسنۍ یې ورتړي، تر دې وړاندې هم طالبانو هغه رسنۍ تړلي او خبریالان یې بندیان او شکنجه کړي، چې د دوی له منفي کړنو یې پرده پورته کړې او په دې اړه یې معلومات خپاره کړي.

د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.
دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.
همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.
بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.
دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.
د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.