د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر څو ورځې وړاندې کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي و.
دغه سفارت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي ډیکسن د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې د راتلونکې جوړیدونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
د بریتانیا د سفارت شارژدافیر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خپلواکې ارزونې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی او دا یې په نړیوال نظام کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ادغام لپاره تر ټولو غوره لاره بللې ده.
ډیکسن ویلي، که طالبان د بشري حقونو غوښتنو ته غاړه کېږدي، له دې ډلې سره د تعامل او همکارۍ لپاره زمینه شته.
نوموړي زیاته کړه:«د همکارۍ لپاره ډیری لارې شته، خو بریتانیا باید د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو د ساتلو لپاره د طالبانو مثبت حرګت شاهده و اوسي.»
د بریتانا د سفارت شارژدافیر له عباس تانګزي سره تر لیدنې وروسته په یوه بیان ویلي، چې بریتانیا د افغان ښځو او نجونو پرمخ د طبي بنسټونو د تړلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
ښاغلي ډیکسن د روغتیا نړیوال سازمان راپور ته په اشارې سره ویلي، چې دا نوی محدودیت په داسې حال کې لګول شوی چې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې په نوملړ کې په نړۍ کې نهم ځای لري.
نوموړی وايي:«دا امر به د بې شمیره میرمنو او نجونو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کړي.»
د بريتانيا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډيکسن له يو شمېر طالب وزيرانو سره د لیدنو ترڅنګ له افغان مېرمنو، غیري دولتي موسسو له مسوولينو، خصوصي سکتور او بهرنيو سياسي استازو سره هم خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت شارژدافیر د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د غیر دولتي موسسو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې افغانستان د بریتانیا یو له سترو مرستو ترلاسه کوونکو هېوادونو څخه دی او دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له اپریل څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې له افغانستان سره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ (۱۶۱ میلیونه پونډ) مرسته کړې ده.