خواجه اصف: د طالبانو سره زموږ ستونزه دا ده چې هغوی زموږ مخالفینو ته پټنځایونه ورکړي

د پاکستان د دفاع وزیر وایي چې له طالبانو سره د دوی یواځینۍ ستونزه دا ده، چې هغوی د دوی مخالفو وسله والو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي.