شاه محمود میاخېل: د طالبانو خپلمنځي اختلافات افغانستان د نیابتي جګړو په ډګر بدلوي

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې طالب چارواکي هڅه کوي د خلیل حقاني وژنه عادي پېښه وګڼي، خو دا عادي پېښه نه ده، بلکې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو بېلګه ده.