سعد محسني: که طالبان پر ښځو بندیزونه لرې کړي ممکن نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي

د موبي رسنیز ګروپ مشر سعد محسني ویلي، که طالبان په ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.

د موبي رسنیز ګروپ مشر سعد محسني ویلي، که طالبان په ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.
سعد محسني د خپل کتاب ریډیو فري افغانستان په اړه د فرانس ۲۴ ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو لپاره ښه فرصت دی، چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار په اړه لګېدلي بندېزونه لرې کړي، تر څو نړۍواله ټولنه ورسره له تعامل څخه کار واخلي.
له نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو غواړی افغانستان ته ولاړ شی وویل: «نه زه نه غواړم چې افغانستان ته ولاړ شم، خو کله چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شوه بیا به لاړ شم».
سعد په دغه مرکه کې وویل، چې په رسنیو کې ښځې په مطلق ډول له کار کولو نه دي راګرځول شوي، بلکې کولی شي د پردې تر شاه خپل کارونه مخته یوسي.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه وضع شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې د تعلیم دروازې وتړل شوې او پر کار یې بندیز ولګول شو.
د ښځو پر زده کړو د طالبانو وروستی اقدام په طبي زده کړو بندیز دی، چې نړۍوالې ټولنې په سختو ټکو وغانده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا ورستۍ انلاین غونډې ته وویل، چې په طالب چارواکو یې سخت فشار راوړی، چې د نجونو په طبي زده کړو باندې د بندیز په پرېکړې بیا کتنه وکړي.
نوموړې وویل، چې طالب چارواکو په دوامداره توګه د یو داسې اسلامي نظام په اړه خپل فکر تعقیبوي، چې «ځانګړتیاوې» یې په ښځو او نجونو باندې «بې سابقه» بندیزونه دي.

د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو حکومت به هېڅکله په مشروع حکومت بدل نه شي او تر نسکورېدو پورې به د ملیشو په توګه پاتې شي.
نوموړي په خپل اېکس کې ځیني هغه موارد لیکلي، چې د نوموړي په وینا د طالبانو په حکومت کې به هېڅکله ترسره نه شي.
صالح وایي: «هېڅکله په طالبانو باور مه کوئ، ډېر تاوان لري.»
نوموړي دغه راز ټاپي پروژې او مس عینک کان کېندنې ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ پر وخت به نه د ټاپي پروژه بشپړه شي او نه به هم د مس عینک د واقعي کېندنې چارې پیل شي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي: «ترڅو چې طالبان د حرص او ځان غوښتنې په لټه کې ځانونه حکومت ګڼي، د مس عینک کېندنې چارې به پیل نه شي او هغو کسانو چې د مس عینک هوکړه لیک لوستی او د نړۍوال بازار په مفهوم پوهېږي دغه «هېڅکله» دوی تاییدوي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي: «د افغانستان له مشروع نظام پرته به د ټاپي پروژه هېڅکله بشپړه نه شي، ان په واقعي توګه به پیل هم نه شي.»
امرالله صالح دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو څه باندې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پرانیسته کړې وه.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې په هېواد کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.
د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.
د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
بلخوا، په لوګر ولایت کې د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د «اېم سي سي» په نوم له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه، چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کېندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د مس عینک کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې.
ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوي، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي اېستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه اېم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزې ځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد هېڅکله سم نه شي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د اقتصاد پرمختګ د افغانستان له مشروعیت، ځواب ویونکي حکومت، د قانون حاکمیت او د لیکل شویو مقرراتو پورې تړاو لري، چې طالبان له یادو برخو څخه یو یې هم نه لري.
امرالله صالح د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر سیاستونو هم نیوکه کوي او وایي، چې نوموړی به هېڅکله د ښځو ضد، د تمدن ضد او پر صلاحیتونو د تمرکز له بحث څخه تېر نه شي.
نوموړی وایي، چې د طالبانو د احکام او قوانینو یوه برخه هېڅکله نه پلي کېږي، بلکې د ملت د رشخند وړ هم وګرځي.
د یادولو ده، چې د طالبانو حکومتولي او سیاست تر ډېر په کور دننه او بهر کې له پراخو نیوکو سره مخ ده، خو یادې ډلې هېڅ کله د خپلو سیاستونو د بدلولو هڅه نه ده کړې.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وارن ډېویډسن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترمنځ په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د مزار شریف لههوایي ډګر څخه د هغو الوتنو پر سر اختلاف راغلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د پرواز مخه نیولې وه.
دغو الوتکو امریکایان او افغانان له مزار شریف څخه درېیم هېواد ته لېږدول.
ډېویډسن په یوه لیک کې چې فاکس نیوز ترلاسه کړی ادعا کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف له اډې څخه د خلکو د وتلو مخه نیولې ده.
ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم، چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی، چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»
د راپورونو له مخې، د امریکایانو په شمول شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د مزار شریف اډه کې خپلو الوتنو ته په تمه وو، چې یوه امن هېواد ته ولاړ شي.
د الوتنو یوه تنظیم کوونکي رویټرز ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الوتنو او د الوتکو ناستو په اړه په همغږۍ کې پاتې راغلي وو.
په لیک کې ډېویډسن ادعا کړې، چې کله هغه د بهرنیو جارو زوارت سره په خبرو کې و، یوه چارواکي دې ته اشاره وکړه، چې له یوې څخه ډېرو الوتنو د الوتنې اجازه نه وه ترلاسه کړې.
ډېویډسن تېره اونۍ له بلېنکن څخه وپوښتل: "ایا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مزارشریف له هوایي ډګر څخه د امریکایي وګړو د وتلو مخه نیولې؟"
انټوني بلېنکن یې په ځواب کې وویل: «بلکل، نه.»
ډېویډسن ځواب ورکړ: «تاسو پوهېدی چې بندې دي!»
انټوني بلېنکن وویل: «زه به خوشحاله شم که له تاسو په دې اړه شواهد وګورم. زه د کوم امریکایي د الوتنې د بندېدو په اړه نه پوهېدم.»
ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»
هغه ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت هېڅکله هم د امریکایانو یا افغانانو د وتلو مخه نه ده نیولې.»
هغه زیاته کړه، هر هغه امریکایي وګړي چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي ورته زمینه برابره شوې وه.
د جمهوري غوښتونکو د ادعا له مخې، د بایډن ادارې د وتلو لپاره کوم واضیح پلان نه درلود چې له امله یې امریکایان او افغانان په خطر کې شول.
تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو شاهدي ورکړه.

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لوړو زده د کمېسیون له رییس ډاکټر مختار احمد سره لیدلي او په پاکستان کې یې د افغان محصلینو د ستونزو د حل په موخه ورسره خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپله اېکس خواله رسنۍ اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي: «په دې کتنه کې د هغو افغان محصلانو ستونزې چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، د سکالرشیپونو، تحصیلي ویزو، لیلیې، لنډ مهاله کورسونو او دغه راز د نویو محصلینو د ثبت په بهیر کې د شته ننګونو په اړه خبرې وشوې».
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ډاکټر مختار احمد د یادو ستونزو د حل په موخه د همکاۍ ژمنه کړې.
د اعلامیې له مخې، د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسیون مشر په دغه ناسته کې وړاندیز کړی، چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونو ترمنځ د ظرفیت لوړولو په موخه د څو اړخیزو پلیټ فارمونو په رامنځته کولو دواړه لوري همکاري وکړي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کې هم ډاکټر مختار د علامه اقبال سکالرشیپ په ۲ سکیم د افغان محصلینو د ملاتړ او د دوه اړخیزو علمي بنسټونو او مسلکي اړیکو غوښتنه کړې وه.
په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت د افغانستان د محصلينو لپاره د علامه اقبال سکالرشيپ -۲ سکيم په نامه د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره سکالرشيپونه اعلان کړل، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د يوې پېچلې پروسې له لارې ورته محصلين انتخابېدل.
افغان محصلينو ته د پاکستان د سکالرشيپونو لومړی فیز په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی و، چې په بېیلابېلو برخو کې يې افغان محصلين جذب کړي وو.
که څه هم افغان محصلين د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سکالرشيپونو له لارې زده کړې کوي، خو پاکستان لومړنی هېواد دی چې افغان محصلين په کې د ویزو، د سکالرشيپ د فيسونو او د علمي اسنادو د ترلاسه کولو له امله ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې مشر په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جي ۷ هېوادونو د ځانګړ, استازو د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. هنریک شلنبرګ زیاته کړه، چې په دې کتنه کې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو پر فرصتونو خبرې وشوې.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۶مه» په ټولنیزو شبکو کې یو انځور خپور کړ او په جېنوا کې یې د افغانستان په اړه د غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.
د هغه په یادښت کې راغلي: "دا ناسته د وروستیو پرمختګونو د بیا کتنې او په نړۍ کې د یو خورا پیچلي، سخت او دوامداره بشري بحران سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ګډو اقداماتو د فرصتونو د پیژندلو په هدف جوړه شوې وه."
د سويس د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر له خوا خپور شوي انځور کې رينا اميري د افغان ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې کرن ډيکر او د امريکا د سفارت شارژدافير توماس نيکولسن هم شتi.
په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم حضور درلود.
تر دې مخکې د اووه کسیزې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خلکو له بشري حقونو په پرله پسې او سیستماتیک ډول سرغړونې او د طالبانو له خوا د محدودیتونو پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې وه.
همدارنګه په دې وروستیو کې هسپانیې هم د افغان میرمنو په شتون کې یوه غونډه وکړه چې په پای کې افغان ښځینه فعالانو یو پریکړه لیک صادر کړ چې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي تبعیض د شاملیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د خپل منځي اختلافاتو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې پیلول دي. سیاف په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې «خدای دې د ټولو اړخونو ذهنونه خلاص کړي.»
په ترکیه کې مېشت د افغاستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن سې شنبې « د لیندۍ ۲۷مه» په خپله اېکس پاڼه کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول طالبان د سولې خبرو ته بللي دي.
له دې وړاندې سیاف ویلي چې خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.
نوموړي په خپل پیغام کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.
د تېر حکومت چارواکو او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشرانو په وار - وار په طالبانو غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې نړیوال یې هم له طالبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.
