په کورمه کې ځایي خلک وایي، چې د لارو د تړل کېدو له امله دوی د بشري ناورین سره مخامخ شوي دي

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له ۷۰ ورځو راهیسې د لویو لارو د تړل کېدو له امله سلګونه زره خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او وایي؛ که لارې خلاصې نه شي نو بشري ناورین به رامنځته شي.