ذبیح الله مجاهد: د کابل ـ کندهار پر لاره خونړۍ پېښې څېړو چې په راتلونکي کې مخنیوی ترې وشي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه ټویټ کې ويلي، چې د کابل ـ کندهار پر لاره د تېرې شپې د موټرو د ټکر خونړۍ دوه پېښې څېړي چې په راتلونکي کې مخنیوی ترې وشي. هغه وايي، دغو پېښو کې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي.