د ایران د بشري حقونو سازمان: د ایران حکومت د یو افغان په ګډون اوه تنه اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت د دغه هیواد د کرج په قزل‌حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون اوه زندانیان په دار ځړولي دي. دغه سازمان وايي، د ایران حکومت یوازې په لیندۍ میاشت کې ۱۳۱ تنه اعدام کړي.