• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د کابل - کندهار د لویې لارې د ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د کابل - کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ او د ټپيانو شمېر ۶۵ کسانو ته ورسېد.

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د غزني په شهباز سیمه کې تر هغه وروسته شوې، چې یوه مسافر وړونکي بس موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر وکړ او په کې ۲۰ کسان مړه شول.
د سرچینې په خبره، دویمه پېښه بیا له دې سیمي څخه ۱۵ کېلو متره لرې په نانۍ سیمه کې شوې، چې تر دې مهاله د ۳۰ تنو د مړیني خبر یې تایید شوی دی.
د دواړو پېښو د ټپيانو شمېر ۶۵ کسان ښودل شوي دي.
ویل کېږي، چې د ډېر شمېر ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینې په وینا، مسوولانو کابل ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه الوتکه غوښتې وه، خو د هوا د خرابوالي له امله الوتکه و نه استول شوه او ټپيان اوسمهال د ځمکې له لارې د کابل روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې دي.
د راپورونو له مخې، په غزني کې د یو شمېر روغتونو مسوولانو بیا له خلکو غوښتي، چې ټپيان وینې ته اړتیا لري او ژر تر ژر دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا ویل، چې یاد مسافر وړونکي موټر له هلمند څخه د کابل په لوري و، چې له دې پېښې سره مخ شول.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په لویو لارو کې ترافیکي زیاتې شوي او ژمي په رارسېدو سره بیا ورته خونړۍ پېښې هم ډېری وخت رامنځته کېږي.
طالبان د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان صادراتو کې د تېر کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله له ۵۰ میلیون زیات کموالی راغلی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د شمېر او اطلاعاتو ادارې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۶۶۷.۳میلیونه ډالره او د وارداتو ارزښت یې ۵میلیارده او ۲۵۰.۵میلیونه ډالره و. دغې ادارې ویلي، چې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۳،۶ میلیونه ډالره کم شوي دي.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله سږ کال د افغانستان د وارداتو ارزښت يو ميليارد او ۲۰۱،۸ ميليون ډالره زيات شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتو لویه برخه اختصاص کړې ده چې ارزښت یې ۱۶۷،۱ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

همدارنګه طبي بوټي، معدني مواد او سبزیجات په دویم، درېیم او څلورم مقام کې دي.

د طالبانو روغتيا وزارت: په افغانستان کې ملاريا او غير ساري ناروغۍ جدي ستونزې دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت د ملاريا او غير ساري ناروغۍ د کلني فعالیتونو په کنفرانس کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملاريا او غير ساري ناروغۍ له جدي ستونزو څخه دي. دغه وزارت ويلي، په تېر کال کې د ملاريا ۳۶، د ډينګي تبې ۷ او د لشمانيا ۶ موارد ثبت کړي.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت د خدمتونو وړاندي کولو مرستيال عبدالولي حقاني د چهارشنبې په ورځ د ملاريا او غير ساري ناروغۍ د کلني فعاليتونو په کنفرانس کې وویل، چې هڅه کوي په خپلو امکاناتو د دې ناروغيو مخنیوی وکړي.

په دې کنفرانس کې د طالب مسولينو ترڅنګ د روغتيا نړۍوال سازمان استازو هم برخه اخيستې وه.

حقاني ويلي، چې په تېر کال کې يې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي په موخه یې په ۱۰ زره کورونو کې دوا شیندلې او د پوهاوي د یوه کمپاين له لارې يې ۴۰ زره ماشومانو او ۱۷۸ زره ۹۹۳ امینداورو ميندو ته ماشلومې (پشه خانې) وېشلي دي.

طالبانو په وار - وار د روغتیا له نړۍوالو موسساتو او سازمانونو څخه د همکارۍ غوښتنې کړي.

د روغتيا نړۍوال سازمان د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې په تېرو درېيو کلنو کې روغتیايي حالت ناسم بللی او په لرو پرتو سیمو کې يې روغتیايي اسانتیاو ته د خلکو پر نه لاس رسي اندېښنې ښودلي.

د همدې لېندۍ مياشتي په ۱۶ مه نېټه بې پولې ډاکټرانو سازمان ويلي و، چې د روغتیايي کارکوونکو کموالی په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د نارینه او ښځینه روغتونونو پر جلاوالي هم منفي اغېزې کړې دي.

د یاد سازمان په خبره د طالبانو نوي بندیز بیا کیفیت لرونکو روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

د بریټانیا دفاع وزیر وايي د افغانانو د بیا میشتونې پروګرام به بالاخره وتړل شي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د بریټانیا دفاع وزیر جان هېلي وايي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له زروډېرو افغان مستحقو کورنیو ته بریتانیا کې هرکلی ویل شوی، خو زیاتوي چې دا پروسه "بې پایه" نه شي پاتې کېدای.

جان هېلي دغه راز وویل چې له پسرلي به د دایمي کور تر موندلو بریتانیا ته ورتلونکي کسان په لنډمهالو استوګنځایونو لکه هوټلونو کې تر ۹ میاشتو پورې وخت تېروي.

هېلي د چارشنبې په ورځ د بریټانیا پارلمان ته په لیکلي ډول وویل، « په تېرو ۱۲ میاشتو کې موږ په میاشت کې شاوخوا ۹۰ مستحقې کورنۍ منلې دي او تمه لرو چې دا شمېر دوام وکړي».

هغه زیاته کړه، چې « په پای کې حکومت غواړي د بریتانیا د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه بند کړي. موږ به په دې اړه پارلمان ته نور جزئیات وړاندې کړو. موږ د دې مهم پروګرام په پلیتابه کې د حکومتي ادارو د همکارۍ منندوی یو او په نوي کال کې به په دې تړاو نور معلومات شریک کړو».
سټنډرډ رسنۍ وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، زرګونه افغانان د دې پروګرامونو له لارې بریتانیا ته تللي دي.

د افغان وګړو د بیا مېشتونې پلان (ACRS) په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې پرانېستل شو. د هغه مهال محافظه‌کار حکومت ژمنه وکړه چې په راتلونکو کلونو کې به تر ۲۰ زرو پورې کسان ځای پر ځای کړي.

بل جلا پروګرام، چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسۍ (Arap) نومیږي، هغو افغانانو او د هغوی کورنیو ته ځانګړی شوی و چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی و.

شمالي وزیرستان کې د خلیل حقاني فاتحه اخستل کیږي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰

ټاکل شوې د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په ډانډې درپه خېل سیمه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د فاتحې مراسم د حقاني شبکې په مدرسه منبع العلوم کې اخستل کیږي او ددې کورنۍ یو شمېر غړي به پکې ګډون وکړي.

د فاتحې مراسم د سهار له نهو نه تر دوو بجو پورې ترسره کیږي.

ډانډې درپه خېل له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د حقاني شبکې د کورنۍ مهم استوګنځای و او د کورنۍ یو شمېر غړي یې دلته خاورو ته سپارل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د مولوي جلال الدین حقاني انجمن القران لېسه، منبع العلوم مدرسه، جامع مسجد او وسله پالي لا هم فعال دي.

په داسې حال کې، چې د وزیرستان د خلکو کورونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې ړنګ شوي، د حقاني شبکې د غړو کورونه لاهم په شمالي وزیرستان کې ودان دي.

خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې دداعش وسله والې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر په خپل وزارت کې وواژه.

ملګري ملتونه وایي د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه زیاته شوې ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر خبر ورکړی، چې د همدې کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د مرستو د بندېدو او لاسوهنې ۱۶۴ پېښې ثبت شوې، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي. اوچا زیاته کړه، چې د دغو لاسوهنو ۹۹ سلنه د طالب چارواکو له خوا ترسره شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د چار شبنې په ورځ (د لېندۍ ۲۸ مه) د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه یو نوی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي، چې دغه محدودیتونه د ۷۲ بشري پروژو د لنډمهالي ځنډېدو او د دوو پروژو د دایمي تړل کیدو لامل شوي.

د دغه رپوټ له مخې، په دې موده کې یو بشري مرکز هم په موقتی توګه تړل شوی دی.

اوچا زياته کړې، چې دغه پېښې تر ډېره په سوېلي، مرکزي او لوېديزو سيمو کې شوې دي.

دغه شمېرې ښیې، چې دا قضيې د تیرې میاشتې په پرتله ۵۶ سلنه او د ۲۰۲۳ کال د وخت په پرتله ۱۱ سلنه ډېرې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د پلان شوې لاسوهنې، د کارکوونکو د لېست او حساسو مالوماتو د وړاندې کولو غوښتنه، د استخدام په بهیر کې لاسوهنه، د ښځینه کارکوونکو پر پوښاک محدودیت او خدماتو ته د ښځو د لاسرسي د مخنیوي اړوند قضیې ثبت شوې دي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د بشري حقونو د کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی ۳۷ سلنه زیات شوی او تېره میاشت یې شپږ کارکوونکي نیول شوي او د فزیکي تاوتریخوالي ددوه پېښې یې ثبت کړې دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې دغه بندیزونه د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د خنډ په توګه مطرح شوې دي.

له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې راپورونه ورکړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلي و، چې طالبانو د ۱۴۰۲ کال تر نیمايي پورې د دغه سازمان ۱۱۳ کارکوونکي نیولي دي.