روان کال په پاکستان کې د پولیو پېښې ۶۴ ته لوړې شوې

د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو د تازه پېښې له ثبتېدو سره، روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۴ ته لوړ شو.

د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو د تازه پېښې له ثبتېدو سره، روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۴ ته لوړ شو.
دغه تازه پېښه تېره ورځ د سند په جېکب اباد ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
په روان کال کې په دغې ولسوالۍ کې دا د پولیو څلورمه مثبته پېښه ده، چې ثبتېږي.
د دغو ټولو ۶۴ پېښو له ډلې؛ په خېبر پښتونخوا کې د پولیو ۱۸ پېښې، په بلوچستان کې ۲۶ پېښې، په سند کې ۱۸ پېښې، په اسلام اباد او پنجاب کې بیا تر دې دمه یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په پاکستان کې د روان کال د پولیو واکسين وروستی کمپاين د دوشنبې په ورځ پيل شو، چې موخه يې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۴،۰۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته د دغې ناروغۍ په وړاندې د څو څاڅکو د واکسین څڅول دي.
د پولیو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکارې عایشه رضا فاروق وویل، د هېواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې به د پولیو شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کارکونکي هر کور ته ورځي چې د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.


د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د جلا، جلا پوځي عملیاتو پر مهال د خیبرپښتوخوا په شمالي وزیرستان، ټانګ او مومندو ولسوالۍکې یې ۱۱ وسله وال وژلي دي. په عملیاتو کې پوځ ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره شپه ناوخته چهارشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او له دوی یې ځينې وسلې هم نیولې دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په همدې ورځو کې د شمالي وزیرستان د دتهخیلو په عام سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژلي دي.
د پوځ په دغې خبرپاڼه کې مخکې ویل شوي، چې د همدې صوبې د موندو ولسوالۍ په عام ګیټ سیمه کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي.
تر اوسه پورې په دې اړه تحریک طالبان پاکستان او کومې بلې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
د پاکستان جیونیوز ټلویزیون ویلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو ستاینه کړې ده.
د پاکستان پوځ ويلي چې په خیبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د دوی پوځي عملیات لا هم روان دي او زیاتوي چې هدف یې له سیمې څخه د وسله والو یو مخ پاکول دي.

امریکا د اوږده واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو د تولید په تړاو پر څلورو پاکستاني ادارو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پر دغو څلورو ادارو تور دی چې په هغه هېواد کې یې د بالستیک توغندیو د پروګرام په پرمخ بېولو کې مرسته کړې ده.
هغه وويل، په دې کې د ځانګړو موټرو چمتو کول هم شامل دي چې د بالستيک توغنديو د توغولو لپاره کارول کېږي.
له بل پلوه بیا پاکستان د امریکا دغه اقدام یو «مغرضانه» عمل بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دغه بندیزونو په غبرګون کې ویلي دي، چې په دغو کمپنیو د بندیزونو لګولو په برخه کې د امریکا پرېکړه «مغرضانه» ده.
د دغه وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي دي، چې پر یادو ادارو د بنديزونو لګول يوه «تبعيضي» کړنه ده چې د سيمې او نړۍ امنيت ته په خپله یو ګواښ دی.
هغې وړاندې ویلي، چې دغه ډول سیاستونه د سیمې ستراتیژیک ټیکاو ته بدې پایلې لرلای شي.
امریکا تر دې وړاندې هم د پاکستان د بالستیک توغندیو د تولید په برخه کې پر پنځو ادارو بندیز لګولی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، چې روان ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې ۶۸ خبریالان او په رسنیو کې کارکونکي وژل شوي. هغه وايي، د دوی له ډلې له ۶۰ سلنې زیات یې په جګړو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې روان ۲۰۲۴ کال ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دندو پر مهال وژل شوي.
د روان ۲۰۲۴ کال د وژل شویو شمېرو له مخې ډیر شمېر خبریالان د اسراییل او فلسطین په جګړه کې په نښه او وژل شوي دي.
ښاغلی ګوټریش وايي، دا په تېرو لسو کلونو کې د خبریالانو د وژلو تر ټولو لوړه کچه ښيي، چې ډیری هغه یې په جګړو کې په نښه شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش پر ټولې نړۍ غږ کړی چې له خبریالانو ملاتړ وکړي چې د ریښتیا ویلو دغه بهیر روان پاتې شي.
د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د لیندۍ په ۱۸مه ویلي و، چې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
د فلسطین د پراختیا او رسنیو د ازادۍ مرکز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییلي ځواکونو په روانه میاشت کې په لویدیځه غاړه او غزه کې د خبریالانو پر وړاندې ۶۵ سرغړونې ترسره کړې دي.
خو د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) بیا د وژل شویو خبریالانو شمېر تر دې هم زیات بولي او وايي ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره «تر ټولو خونړی کال» و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون په وینا، د وژل شویو خبریالانو نیمایي هغه یې په غزه کې وژل شوي دي.
د ژورنالستانو د دغه فدراسیون سرمنشي ویلي، که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله کم شوی؛ خو بیا هم روان کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی.

د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر چې په دې وروستیو کې یې په دمشق کې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.
جولاني چې د سوریې د وسله والو د اېتلاف مشري کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دمشق ته له خپلو ځواکونو سره ننوتی، د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان او سوریه له بېلابېلو دودونو سره ډېر بېل هېوادونه دي.
هغه چې اوس خپل اصلي نوم احمد شراع بولي وايي، چې افغانستان يوه قبیله اي ټولنه ده، مګر سوریه یو متفاوته ټولنه ده.
ډېری خلک په تېره بیا لوېدیځ هېوادونه اندېښمن دي، چې جولاني به په القاعده کې د غړیتوب له امله په سوریه کې یو افراطي اسلامي حکومت جوړ کړي او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو مدني ازادي به محدوده کړي، خو جولاني ټينګار کوي، چې هغه د ښځو د زده کړې پر حق باور لري.
جولاني د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله والو په ولکه کې دی، د ښځو د تعلیم یادونه وکړه.
هغه وويل: "موږ په ادلب کې له اتو کلونو څخه زيات يو پوهنتون لرو. زه فکر کوم چې په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر تر ۶۰سلنې زیاته ده.»
د سوریې د کورنیو جګړو پر مهال جولاني لومړی د القاعدې د څانګې د قوماندان په توګه کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې له دغې شبکې څخه د جلا کېدو په اعلانولو سره د نصرت جبهه تاسیس کړه، چې وروسته یې په هییت تحریر شام بدل کړ.
د جولاني په مشرۍ دغه ډله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، ترکیې، روسیې او نورو هېوادونو له خوا د ترهګرو په لېست کې شامله شوې ده.
ډیری اروپایي او امریکایي هېوادونو په ډېر احتیاط سره د هییت تحریر شام سره تعامل او د جولاني سره خبرو اترو ته زړه ښه کړی.
دغو هېوادونو ویلي دي، چې د سوریې له خلکو سره د هغه چلند او په سوریه کې د حکومت ډول د دوی د اړیکو د ټینګولو لپاره معیار جوړوي.
جولاني بي بي سي ته وویل، د ده تر واکمنۍ لاندې سوریه به نړۍ ته ګواښ نه وي.
هغه وویل، چې سوریه له جګړې ستړې شوې ده او ګاونډیانو یا لوېدیځ ته ګواښ نه دی.
جولاني د سوریې پر ضد د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
هغه دا هم وویل، چې التحریر الشام نور باید د یوه ترهګر سازمان په توګه ونه پېژندل شي، ځکه دا یوه ترهګره ډله نه ده.
د بي بي سي خبريال ليکلي، چې جولاني د مرکې پر مهال ارام و، ملکي جامې يې اغوستې وې او هڅه يې کوله، چې هر هغه چا ته ډاډ ورکړي چې ګومان کوي د هغه ډلې تېر افراطي کارونه پرېښي دي، خو د سوریې ډېری خلک پر هغه بشپړ باور نه لري.

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي ستورې پرېټي زنټا د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني هغه اقدام ستایلی، چې له مخې به یې جنسي تیري کوونکي خصیان کیږي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په روان کال د سپټمبر په نوولسمه نېټه پارلماني کمېټه کېنوله، چې داسې قوانین جوړ کړي ترڅو له مخې یې خطرناک جنسي تیري کوونکي خصیان کړای شي.
د میلیوني ایتلاف دغه اقدام ګټور بللی او دا یې د تاریخي جګړې د بریا په نامه نومولې ده.
که څه هم دغه عمل مجرمانو ته د سزا په ډول لنډ مهالې پلي کېږي، خو د میلوني دغه وړاندیز د دې د مخالفې ډلې له سختو نیوکو سره مخ شوی او یاد عمل یې افراطي او غیر انساني یاد کړی.
تازه د هندي سینما ښځينه لوبغاړې پریټي زنټا په خپله خواله رسنۍ اېکس کې دغه پوسټ بیا ځلې خپور کړی، چې د هند حکومت یې په کې منشن کړی او لیکلي يې دي: "څومره په زړه پوری اقدام! هیله ده د انډيا حکومت هم یو څه وخت ورکړي. تاسو څه فکر کوئ خلکو؟ دا د دې وخت دی چې د داسې جرمونو لپاره صفر زغم شتون ولري."
نوموړې له خپل حکومته غوښتي، چې دغه ډول یو قانون په هندوستان کې هم باید رامنځته شي.
د پرېټي زنټا دغه نظر ته د نوموړې مینه والو هم غبرګونونه ښکاره کړي، یو مینه وال یې ورته لیکلي، چې "د صفر زغم تګلاره په حقیقت کې د غیرقانوني فعالیتونو په مخنیوي کې د پام وړ اغیزه کولی شي، خو د جعلي تورونو لپاره کوم قانون شتون لري؟ ایا موږ کولی شو د دې لپاره ورته سزا وټاکو؟"
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني چې د ښي اړخي ګوند غړې ده، په ۲۰۲۲ کې واک ته ورسېده.
نوموړې په دې تورنه ده، چې د قانون او نظم په برخه کې سخت اقدامات ترسره کوي.
خو پوښتنه دا ده، چې له هندي حکومته د پرېټي زنټا دا غوښتنه به چې جنسي تیري کوونکي دې خصیان شي، ومنل شي او که نه؟