امریکا په سوریه کې د خپلو ځواکونو شمېر دوه برابره زیات کړی دی

د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په سوریه کې یې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته لوړ کړی دی. د پنټاګون په وینا، د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو مخکې د امریکايي پوځیانو شمېر زیات شوی و.