له اوکراین سره په جګړه کې د شمالي کوریا ۱۰۰ پوځیان وژل شوي

د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارې د ادعا له مخې تر دې دمه له اوکراین سره په جګړه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه ۱۰۰پوځیان وژل شوي او شاوخوا زر تنه نور ټپیان دي.

د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارې د ادعا له مخې تر دې دمه له اوکراین سره په جګړه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه ۱۰۰پوځیان وژل شوي او شاوخوا زر تنه نور ټپیان دي.
د جنوبي کوریا د پارلمان غړي لي سيونګ کوین خبریالانو ته وویل چې دغه درانه تلفات د شمالي کوریا ځواکونو د بې تجربه ګۍ او له ډرون جګړې سره د نابلدۍ له امله شوي دي.
هغه وویل چې د وژل شویو سرتېرو په شمېر کې اختلاف له دې امله دی چې د جنوبي کوریا ملي استخباراتو (NIS) د محافظه کارانه تحلیل پر بنسټ معلومات وړاندې کړي، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځي چارواکو اټکلونه یې ډېر ښيي.
لي زیاته کړه، داسې نښې شته چې شمالي کوریا اضافي ځواکونو استولو ته تیاری نیسي. هغه وویل چې د هیواد مشر کیم جونګ اون د پوځ د روزنیزو فعالیتونو څارنه کوي.
رویټرز وايي، دا رپوټ د امریکایي او اوکرایني چارواکو هغه څرګندونې تاییدوي چې د شمالي کوریا ځواکونو ته په اوکراین جګړه کې درانه تلفات اوښتي او روسیه هغوی په پراخه کچه په کورسک سیمه کې د بریدونو لپاره کاروي.
د امریکا او جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، روسیې د جګړې لپاره له ۱۰ زرو ډېر کوریايي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
شمالي کوریا د توپونو، ټانک ضد راکټونو او راکټ لانچرو په ګډون له لس زرو کانتینرو ډېرې وسلې روسیې ته لېږدولې دي.
شمالي کوریا او روسیې د دغو ځواکونو ځای پر ځای کول یا د وسلو لېږد نه دی تایید کړی.
د روان کال په جون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا پلازمینې پیونګ یانګ ته سفر وکړ او له کیم جونګ اون سره یې یو تړون لاسلیک کړ چې د دوه اړخیزې دفاع تړون هم پکې شامل دی.
شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ وویل چې له روسیې سره یې پوځي ایتلاف د متحده ایالاتو او د هغې د «ایلو ځواکونو» د مخنیوي لپاره ډېر اغېزناک ثابت شوی.


د روسیې ولسمشر وايي، مسکو لس کاله وړاندې سوریې ته تللی و، چې د افغانستان په څېر د يوې ترهګرې سیمې د رامنځته کېدو مخه ونيسي. ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹ مه) په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په سوریه کې خپلو موخو ته رسېدلي يو.»
د سوریې موضوع ته په راګرځېدو سره پوتین وویل چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشارالاسد نسکورېدل د روسیې د ماتې په معنا نه دی. هغه وويل: « موږ لس کاله وړاندې سوريې ته د دې لپاره تللي وو چې د ترهګرو د پټنځايونو د جوړولو مخه ونيسو، هغه څه چې په ځينو نورو هېوادونو کې د بېلګې په توګه په افغانستان کې ليدل کېږي. په ټوله کې، موږ خپلې موخې ترلاسه کړې»
په سوریه کې د مسکو هوايي او سمندري تاسیسات له اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیز کې د روسیې د نفوذ ساتلو مهم مرکز بلل کېږي او پوتین مخکې په خپل خبري کنفرانس کې ویلي و چې کرملین د سوریې له نویو مشرانو سره د خپلو اډو د خوندیتابه په اړه خبرې کوي.
هغه وویل، «موږ واردمخه په روسیه کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو شریکانو ته وړاندیز وکړ چې سوریې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره حمیمیم هوايي اډه وکاروي».

د اې پي د رپوټ له مخې، پوتین ددې ناستې پیل په دې ټکو وکړ چې د روسیې اقتصاد سږکال د نږدې څلور سلنې ودې په مسیر کې دی. هغه ومنله چې د مصرفي توکو بیې لوړې دي او په دغه هېواد کې انفلاسیون ۹.۳ سلنه دی، خو ټینګار یې وکړ چې اقتصادي وضعیت لا هم «ثابت» دی.
پوتین، چې نږدې یو پر څلورمه پېړۍ یې واکمني کړې، وویل چې پوځ په اوکراین کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور پرمختګ کوي؛ چیرې چې ځواکونو یې ورو خو ثابت پرمختګ کړی دی.
هغه وویل، چې « وضعیت په بنسټیزه توګه بدلېږي، موږ د ټولې کرښې په اوږدو کې پرمختګ کوو».
کله چې له پوتین نه پوښتنه وشوه چې روسي ځواکونه به کله اوکرایني ځواکونه له کورسک نه وشړي، هغه په ځواب کې وویل، «موږ به هغوی یقیني شړو» خو دا یې ونه ویل چې څومره وخت به ونیسي.
پوتین د هغو لویدیزو شنونکو ادعاګانې چې د روسیې نوی هایپرسونیک بالسټیک توغندی د ناټو د هوایي دفاع سیسټمونه رانیولای شي، مسخره وبللې. هغه په طنز سره د لویدیز متحدانو ته د "لوړې ټکنالوژۍ مبارزې" چلینج ورکړ او وړاندیز یې وکړ چې مسکو به پر کیېف د برید واردمخه خبرداری ورکړي او وبه ګوري چې لویدیز یې څنګه دفاع کوي. هغه په موسکا وویل، « راځئ چې وګورو څه کېږي».

پوتین وویل چې مسکو د شخړې د سولهییز حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین باید له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه پرېږدي او د روسیې لاسته راوړنې ومني.
هغه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد په اړه هم خپل لومړي څرګندونې وکړې.
پوتین وویل چې ده لا تر اوسه له اسد سره نه دي لیدلي، خو پلان لري چې ورسره وویني او د امریکایي ژورنالېست اوسټین ټایس په اړه یې هم وپوښتي، چې په سوریه کې ۱۲ کاله مخکې لادرکه شوی و.

د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر چې په دې وروستیو کې یې په دمشق کې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.
جولاني چې د سوریې د وسله والو د اېتلاف مشري کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دمشق ته له خپلو ځواکونو سره ننوتی، د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان او سوریه له بېلابېلو دودونو سره ډېر بېل هېوادونه دي.
هغه چې اوس خپل اصلي نوم احمد شراع بولي وايي، چې افغانستان يوه قبیله اي ټولنه ده، مګر سوریه یو متفاوته ټولنه ده.
ډېری خلک په تېره بیا لوېدیځ هېوادونه اندېښمن دي، چې جولاني به په القاعده کې د غړیتوب له امله په سوریه کې یو افراطي اسلامي حکومت جوړ کړي او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو مدني ازادي به محدوده کړي، خو جولاني ټينګار کوي، چې هغه د ښځو د زده کړې پر حق باور لري.
جولاني د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله والو په ولکه کې دی، د ښځو د تعلیم یادونه وکړه.
هغه وويل: "موږ په ادلب کې له اتو کلونو څخه زيات يو پوهنتون لرو. زه فکر کوم چې په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر تر ۶۰سلنې زیاته ده.»
د سوریې د کورنیو جګړو پر مهال جولاني لومړی د القاعدې د څانګې د قوماندان په توګه کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې له دغې شبکې څخه د جلا کېدو په اعلانولو سره د نصرت جبهه تاسیس کړه، چې وروسته یې په هییت تحریر شام بدل کړ.
د جولاني په مشرۍ دغه ډله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، ترکیې، روسیې او نورو هېوادونو له خوا د ترهګرو په لېست کې شامله شوې ده.
ډیری اروپایي او امریکایي هېوادونو په ډېر احتیاط سره د هییت تحریر شام سره تعامل او د جولاني سره خبرو اترو ته زړه ښه کړی.
دغو هېوادونو ویلي دي، چې د سوریې له خلکو سره د هغه چلند او په سوریه کې د حکومت ډول د دوی د اړیکو د ټینګولو لپاره معیار جوړوي.
جولاني بي بي سي ته وویل، د ده تر واکمنۍ لاندې سوریه به نړۍ ته ګواښ نه وي.
هغه وویل، چې سوریه له جګړې ستړې شوې ده او ګاونډیانو یا لوېدیځ ته ګواښ نه دی.
جولاني د سوریې پر ضد د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
هغه دا هم وویل، چې التحریر الشام نور باید د یوه ترهګر سازمان په توګه ونه پېژندل شي، ځکه دا یوه ترهګره ډله نه ده.
د بي بي سي خبريال ليکلي، چې جولاني د مرکې پر مهال ارام و، ملکي جامې يې اغوستې وې او هڅه يې کوله، چې هر هغه چا ته ډاډ ورکړي چې ګومان کوي د هغه ډلې تېر افراطي کارونه پرېښي دي، خو د سوریې ډېری خلک پر هغه بشپړ باور نه لري.

د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک وایي، چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې په اغېزمنه توګه د ځان دفاع کوي. هغه زیاته کړه: « که څه هم د جګړې په لومړیو ورځو کې هېچا ورته فرصت نه و ورکړی. په یاد مو دي؟ ستاسو به ښه په یاد وي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ تسک سره یې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو د اړیکو په ثبات خوښي څرګنده کړې ده.
زېلېنسکي ویلي؛ خوښ دی چې اړېکې یې په داسې ستونزمنو حالاتو کې ثبات لري.
زېلېنسکي وویل: «په راتلونکي کال کې به پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشري په غاړه ولري. دا مشري کولی، شي موږ ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په لور د پام وړ پرمختګ راولي.»
په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر د پولنډ څخه مننه کړې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب لپاره یې د دوی ملاټړ وکړ.
زېلېنسکي وویل: « زه د پولنډ څخه مننه کوم چې د ناټو د بشپړ غړیتوب لپاره یې له موږ څخه ملاټړ وکړ او ژر تر ژره یې په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه. پولنډ پوهېږي چې دا زموږ د اروپایي برخې لپاره څومره مهم دی چې ریښتیني امنیت تضمین کړي.»
همدا راز، ښاغلي ډونالډ ټسک وویل: «اوس د دې وخت دی چې ټول لوېدیځ په خپل ځواک، امکاناتو او خپل توان باور ولري، چې د دې سترې لوبې ټولو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، چې اوکراین او ټوله نړۍ یوازې د سولې او ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د درناوي مستحق دي.»

زېلېنسکي وویل، چې په دې کتنه کې یې د جګړې په ډګر او ډیپلوماسۍ ډواړو مفصلې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د اوکراین په اړه ګډ لید لوری لرو: «اوکراین عادلانه سولې ته اړتیا لري، باید قوي وي او نور ځواکمنتیا ته اړتیا لري.»
بل خوا، دا چې پولنډ د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ متحدینو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د اوکراین جګړو کې د روسیې د پراختیایي سیاستونو مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي، نو روسیه د پولنډ پر وړاندې یو سخت دریځ لري.

په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.
امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.
پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.
د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.
د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.
د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»
د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.
هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.
پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.
د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د رپوټ له مخې، مسیحي ډیموکراټ ګوند (CDU) له خپل باوریايي خور ګوند مسیحي سوسیال ګوند (CSU) سره یوځای د ټاکنو په تړاو یو ۸۰ مخیز مانیفیسټ یا بیانیه تیاره کړې ده.
ټولپوښتنې ښيي چې د فریدرېک مېرڅ په نوماندۍ دغه ایتلاف به د راتلونکې فبروري میاشتې د ۲۳مې نېټې په ټاکنو کې مخکښ رول ولري.
ددواړو ګوندونو د ګډې ناستې برخه والو ویلي، چې د سي ډي یو مشر فریدریک میرڅ او د سي ایس یو مشر مارکوس زودر پر خپل یووالي ټینګار کړی.
زودر چې د باوریا ایالت لومړی وزیر دی وویل، چې « یووالی پر ځان غوښتې مقدم دی».
په داسې حال کې، چې په اوکراین کې لاهم جګړه روانه ده، مېرڅ ویلي، چې دواړه ګوندونه به د سولې او ازادۍ تضمینوونکي وي.
مېرڅ ویلي، چې د جرمني اقتصادي سیالي به د ټاکنو یو مهم او ټاکونکی اړخ وي.
په دې بیانیه کې ویل شوي، چې مالیې باید راکمې شي او ټولې غیر قانوني کډوالۍ باید ودرول شي. بیانیې د اوکراین پر ملاتړ او د اجباري عسکرۍ پر بیا معرفي کولو ټینګار کړی دی.