د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د راتلونکو ټاکنو لپاره پر ګډه بیانیه هوکړه کړې

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.
د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د رپوټ له مخې، مسیحي ډیموکراټ ګوند (CDU) له خپل باوریايي خور ګوند مسیحي سوسیال ګوند (CSU) سره یوځای د ټاکنو په تړاو یو ۸۰ مخیز مانیفیسټ یا بیانیه تیاره کړې ده.
ټولپوښتنې ښيي چې د فریدرېک مېرڅ په نوماندۍ دغه ایتلاف به د راتلونکې فبروري میاشتې د ۲۳مې نېټې په ټاکنو کې مخکښ رول ولري.
ددواړو ګوندونو د ګډې ناستې برخه والو ویلي، چې د سي ډي یو مشر فریدریک میرڅ او د سي ایس یو مشر مارکوس زودر پر خپل یووالي ټینګار کړی.
زودر چې د باوریا ایالت لومړی وزیر دی وویل، چې « یووالی پر ځان غوښتې مقدم دی».
په داسې حال کې، چې په اوکراین کې لاهم جګړه روانه ده، مېرڅ ویلي، چې دواړه ګوندونه به د سولې او ازادۍ تضمینوونکي وي.
مېرڅ ویلي، چې د جرمني اقتصادي سیالي به د ټاکنو یو مهم او ټاکونکی اړخ وي.
په دې بیانیه کې ویل شوي، چې مالیې باید راکمې شي او ټولې غیر قانوني کډوالۍ باید ودرول شي. بیانیې د اوکراین پر ملاتړ او د اجباري عسکرۍ پر بیا معرفي کولو ټینګار کړی دی.


د کاناډا د مالیې وزیرې له استعفا وروسته ددغه هېوادپر لومړي وزیر جسټن ټروډو د استعفا فشارونه ډېر شوي. کاناډايي رسنیو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزیرې او مرستیالې لومړۍ وزیرې کرېسټیا فریلینډ له استعفا وروسته۵۲ کلن ټروډو د خپلې مشرتابه د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.
د هغې دا پرېکړه د ټروډو د حکومت لپاره یو ستر ګوزار دی، چې لا له وړاندې یې په خلکو کې محبوبیت کم شوی.
فریلینډ، چې ۵۶ کلنه ده، په خپل استعفا لیک کې له خپل اوږدمهاله متحد سره د ډونالډ ټرمپ د تعرفو ګواښ په تړاو اختلاف ته اشاره کړې ده.
ټرمپ ژمنه کړې چې د کاناډا په وارداتو باندې به ۲۵ سلنه مالیه ولګوي.اقتصاد پوهان وايي، دا تعرفې د کاناډا پر اقتصاد ناوړه اغېز کولی شي.
فریلینډ ټروډو تورن کړی چې د ټرمپ د اقتصادي ملتپالنې په ترڅ کې رامینځته شوي ګواښ ته د رسیده ګي لپاره یې ګرانبیه سیاسي لارې غوره کړې دي.
هغې په لیک کې ویلي، چې « دا یو جدي اقتصادي ګواښ دی. موږ باید خپل مالي ځواک په احتیاط سره وساتو او د سیاسي مانورو لپاره بې ځایه لګښتونه ونه کړو، ځکه موږ یې توان نه لرو».
د هغې استعفا د لیبرال ګوند په دننه کې یو ستر کړکېچ رامنځته کړی دی. د سیاسي شنونکو په وینا، د دې پېښې سیاسي اغیزې به د ټروډو مشرتابه ته ډېر زیان ورسوي.
د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو د ټروډو پر ضد خپل دریځ نور هم سخت کړی.
د نوي ډیموکرات ګوند مشر جگمیت سینګ وویل: « زه له جسټن ټروډو څخه د استعفا غوښتنه کوم. هغه باید لاړ شي».
د اپوزیسیون محافظه کار مشر پیېر پویلیور هم د ټروډو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، « موږ نه شو کولای چې په دې ډول ګډوډۍ، کمزورۍ او بې اتفاقۍ کې پاتې شو».
د ټروډو په حکومت کې دا درز د ټرمپ له دې اعلان وروسته رامنځته کیږي، چې پر کاناډايي توکو به تعرفې ۲۵ سلنه ډېرې کړي.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي دي. یونسکو په رپوټ کې زیاتوي، چې د روان کال د خبریالانو له ۶۰ سلنې زیاتې وژنې په جګړه ځپلو هېوادونو کې شوې دي.
دې سازمان نن سې شنبې «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبرپاڼه کې په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د وژل کېدو او شمېر په اړه خپل چمتو شوی رپوټ خپور کړ.
په دې رپوټ کې لیکل شوي:«چې په جګړو کې له ښکېلو هېوادونو له ۴۲ ژورنالیستانو څخه ۱۸ په فلسطین، ۴ په اوکراین او کولمبیا، ۳ په عراق، لبنان، میانمار او سوډان کې او یو یو په سوریه، چاد، سومالیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وژل شوي دي.»
په دې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کالونو راهسې پرلاپسې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خبریالانو د وژل کېدو د پيښو شمېر زیات شوی دی.
د یونسکو رپوټ موندنې ښه يي چې په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شوو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۷۴ و او په ۲۰۲۲ کال کې بیا د ا شمېره ۸۸ تنه و، چې د تېرو دوو کلونو پرتله په روان کې دا شمېر ۶۸ تنو ته راښکته شوی دی.
څو کاله پرلپسې ۴۲ فیصده خبریالان د چاپیریال ساتنې په پرخه کې د رپوټونو ورکولو پرمهال وژل شوي دي.
د یونسکو ارقام د هغو قضیو پر بنسټ دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالو سازمانونو لخوا ثبت شوي.

اوکراین وايي، چې د سه شنبې په ورځ په مسکو کې روسی جګپوړی جنرال ددوی څارګرو وژلی دی. برید جنرال ایګور کیریلوف په مسکو کې له خپلې ودانۍ بهر په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له امله ووژل شو. د اوکراین امنیتي ادارې یوه ورځ وړاندې پر نوموړي د جرایمو تورونه لګولي وو.
جنرال ایګور کیریلوف، چې د روسیې د پوځ د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي ساتندویه ځواک مشر و، د خپل دفتر پر لور د تګ پر مهال وژل شوی. د کیریلوف مرستیال هم په دغه برید کې وژل شوی دی.
د اسوشیټډ خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ۵۴ کلن کیریلوف مړی د هغه د اپارتمان د ودانۍ مخې ته وموندل شو. رپوټونه وايي چې بم له لرې څخه کنټرولېده. د پېښې انځورونه ماتې شوې کړکۍ او سوځیدلي دېوالونه ښیي.
کیریلوف د هغو کسانو له ډلې و چې د لویدیزو هېوادونو، په ځانګړي ډول د برېتانیا او کاناډا د بندیزونو په نوملړ کې و. د دوشنبې په ورځ د اوکراین امنیتي ادارې(اېس بي یو)پر نوموړي د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو تور پورې کړ.
د اوکراین د امنیتي ادارې یوه چارواکي له نومښودنې پرته ویلي، چې کیریلوف یو «جنګي مجرم» و.
د کیمیاوي وسلو تورونه
د اوکراین د امنیتي ادارې په وینا، د روسیې پوځ له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جګړې په ډګر کې له څلور زره او ۸۰۰ څخه ډېر ځله کیمیاوي وسلې کارولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مې میاشت کې وویل چې روسیې کلوروپکرین زهرجن ګاز کارولی و، چې لومړی ځل په لومړۍ نړیواله جګړه کې کارول شوی و. روسیې دا تورونه رد کړي دي.
د روسیې حکومتي څېړنیزې ادارې ویلي چې د کیریلوف وژل د یوې ترهګریزې پېښې په توګه څېړي او له اوکراین نه به یې غچ واخلي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري مېدودېف وویل چې کیېف په دغه برید سره په جګړه کې خپلې ناکامۍ پټوي او د خلکو د پام اړولو هڅه کوي. هغه خبرداری ور کړ، چې د اوکراین جګپوړي پوځي او سیاسي مشران به له « حتمي سزا» سره مخ شي.

کله چې ابوبکر یوسفي په جولای کې مسکو ته روان و، فکر یې کاوه چې څو کاله به هلته پاتې شي. دغه ۲۳ کلن ځوان چې د تاجکستان د یوه وړوکي کلي اوسېدونکی دی، پلان درلود چې په ودانیزو چارو کې بوخت شي؛ دومره پیسې خوندي کړي چې کور ته ستون شي، کور ورغوي او ځان ته یوه ناوې وګوري.
خو یوسفي د مسکو له هوایي ډګر پرته بل ځای قدم کېنښود. په وونکووا هوایي ډګر کې د شپږ ساعتونو لپاره تم کړای شو او د روسیې سرحدي چارواکو د هغه پر پاسپورټ د اخراج مهر وواهه او بله ورځ یې بېرته تاجکستان ته واستاوه.
هغه رویټرز ته وویل « ما غوښتل روسیې ته لاړ شم چې پیسې وګټم». یوسفي د هلبوک د پنبې شاړو کروندو ته نږدې چې د افغانستان له پولې ۱۵ میله لرې پرتې دي، وویل، «اوس نه پوهېږم چې څه وکړم».
د یوسفي قضیه د یوه پراخ تغییر نښه ده، ځکه روسیه اوس د مرکزي اسیا له کډوالو سره ډېر احتیاط کوي، په ځانګړې توګه په تېره مارچ میاشت کې له یوه خونړي برید وروسته چې د مسکو د کروکس ښار تالار کې یې ۱۴۵ کسان ووژل، د منځنۍ اسیا هېوادونو د کډوالو منلو ته زړه نه ښه کوي. د دغه برید مسوولیت تاجکستاني اسلامپالو اخیستی و، چې په روسیه کې یې د سرحدونو د بندیدو، اخراج او د بهرنیانو پر وړاندې د کرکې څپه راپورته کړې ده.
ډېر تاجکستاني کډوال د روسیې په سرحدونو کې بېرته شړل کیږي او هغه کسان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د ځورونې او د پولیسو د عملیاتو ښکار کېږي. د تاجکستان لپاره ددې پایلې، چې د بهرنيو کډوالو پیسې یې د کورني ناخالص تولید یو پر درېیمه برخه جوړوي، جدي دي.

اقتصادي فشار
د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې، د روسیې چارواکو شاوخوا سل زره کډوال اخراج کړل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د کار ځایونو او د کډوالو اړوند پلټنې هم دوه برابره زیاتې شوې دي.
د تاجکستان د کار وزارت ویلي چې د روان کال په اوږدو کې بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو کسانو شمېر ۱۶ سلنه کم شوی دی. د دې ټولو کارګرو لوی اکثریت په روسیه کې کار کوي.
د یوسفي په څېر کارګرانو لپاره اقتصادي پایلې خورا سختې دي. د تاجکستان په پرتله د روسیې په ودانیزو چارو او تولیدي سکتور کې کار د پام وړ زیات عاید لري. له بهرنیو پیسو پرته په کورونو کې پاتې کورنۍ له پورونو او بې وزلۍ سره مخ دي.
دغه فشار د روسیې اقتصاد ته هم ګواښ دی. د بې کارۍ کچه هلته ۲.۳ سلنې ته رسېدلې او د کاري فرصتونو دکمېدو لامل د اوکراین جګړې ته د خلکو جلب او د زرګونو کسانو کډوالېدل دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې د اقتصادي ودې لپاره میلیونونو نورو کارګرو ته اړتیا ده.
د وي ټي بانک اجرایه رییس اندري کوستین په نومبر کې وویل چې « د دوی شړل اسانه دي، خو د کار لپاره هم خلک مهم دي».

دښمنانه چلند
د ملتپالنې احساسات او د کډوالو پر وړاندې عامه کرکه د کروکس ښار تالار له برید وروسته زیاته شوې ده. د روسیې قانون جوړوونکو داسې قوانين وړاندې کړي چې د اخراج پروسه نوره هم اسانه کړي او د داسې جرمونو نوملړ پراخ کړي چې کډوال پرې شړل کېدای شي.
د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر پاتریارک کیریل، چې د پوتین نږدې متحد دی، د کډوالو پر ضد څرګندونې کړې او هغوی یې د روسیې «دودیزو ارزښتونو» ته ګواښ بللی دی.
فاروق، یو ۳۲ کلن تاجک چې له خپلې ځوانۍ راهیسې په روسیه کې ژوند کوي، وايي، هیڅکله یې ځان دومره ناخوندي نه دی انګیرلی، سره له دې چې دی د روسیې تابعیت لري، خو خپله کورنۍ یې بیرته تاجکستان ته استولې.
هغه رویټرز ته وویل، چې « که ستاسې اسناد سم هم وي، دوی کولای شي تاسې څو ورځې بندي کړي. ډېر خلک له دلیل پرته اخراج شوي دي».

امنیتي ګواښونه
د تاجکستان لپاره ګواښ یوازې اقتصادي نه دی. سیمه ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د ځوانانو بې کاري د سیاسي بې ثباتۍ لامل کېدای شي یا هغوی د سخت دریځو ډلو د استخدام ښکار کړي. هغه ډله چې د کروکس برید یې ترسره کړی و، داعش -خراسان ده، چې د افغانستان پولې ته نږدې فعالیت کوي.
د برلین د کارنیګي څیړنیز مرکز څیړونکي تیمور عمروف رویټرز ته وویل، « کله چې ستاسې په خاوره کې ډېر وزګار ځوانان وي، دا د نارضایتۍ ګواښ زیاتوي».
په ځواب کې، د تاجکستان حکومت د سخت دریځۍ پر ضد یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.
په کټلون سیمه کې دولتي مامورانو له ټولو کورنیو سره لیدلي، چې د سخت دریځۍ پر ګواښونو یې وپوهوي.
د یوسفي لپاره راتلونکی لاهم ناڅرګند دی. دی اوس مهال په کورنۍ کروندو کې مالداري کوي او سبزي کري، خو وايي چې د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره کافي پیسې نه شي ګټلی.
هغه وویل، « ښايي پوځ ته لاړ شم، هلته لږ تر لږه ثابت معاش راکوي. یو کال به خدمت وکړم، بېرته به راشم او بیا به د واده فکر وکړم».

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسوالیو کې د دوو وسله والو بریدونو له امله یو پولیس افسر وژل شوی او د واکسین د کمپاین دوه کارکونکي ټپي شوي دي.
ډان ورځأاڼې د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷ مه راپور ورکړی، چې په لکي مروت کې هم د واکسین کمپاین پر ډلې برید شوی او وسلهوالو د واکسیناسیون د کمپاین دوه کارکوونکي له ځانه سره بېولي دي.
د پولیو د واکسین په کارکوونکو دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په دې وروستیو کې ویلي و، چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو پېښې ۵۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.