• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پولنډ لومړي وزیر لوېدیځو مشرانو ته: د اوکراین د احتمالي ماتې په اړه فکر کول بند کړئ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک وایي، چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې په اغېزمنه توګه د ځان دفاع کوي. هغه زیاته کړه: « که څه هم د جګړې په لومړیو ورځو کې هېچا ورته فرصت نه و ورکړی. په یاد مو دي؟ ستاسو به ښه په یاد وي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ تسک سره یې کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو د اړیکو په ثبات خوښي څرګنده کړې ده.

زېلېنسکي ویلي؛ خوښ دی چې اړېکې یې په داسې ستونزمنو حالاتو کې ثبات لري.

زېلېنسکي وویل: «په راتلونکي کال کې به پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشري په غاړه ولري. دا مشري کولی، شي موږ ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په لور د پام وړ پرمختګ راولي.»

په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر د پولنډ څخه مننه کړې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب لپاره یې د دوی ملاټړ وکړ.

زېلېنسکي وویل:‌ « زه د پولنډ څخه مننه کوم چې د ناټو د بشپړ غړیتوب لپاره یې له موږ څخه ملاټړ وکړ او ژر تر ژره یې په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه. پولنډ پوهېږي چې دا زموږ د اروپایي برخې لپاره څومره مهم دی چې ریښتیني امنیت تضمین کړي.»

همدا راز، ښاغلي ډونالډ ټسک وویل: «اوس د دې وخت دی چې ټول لوېدیځ په خپل ځواک، امکاناتو او خپل توان باور ولري، چې د دې سترې لوبې ټولو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، چې اوکراین او ټوله نړۍ یوازې د سولې او ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د درناوي مستحق دي.»

100%

زېلېنسکي وویل، چې په دې کتنه کې یې د جګړې په ډګر او ډیپلوماسۍ ډواړو مفصلې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د اوکراین په اړه ګډ لید لوری لرو: «اوکراین عادلانه سولې ته اړتیا لري، باید قوي وي او نور ځواکمنتیا ته اړتیا لري.»

بل خوا، دا چې پولنډ د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ متحدینو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د اوکراین جګړو کې د روسیې د پراختیایي سیاستونو مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي، نو روسیه د پولنډ پر وړاندې یو سخت دریځ لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی سفیر: یونان ته څېرمه سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۳۰ پاکستانیان ورک دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۰

په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.

امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.

پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.

د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.

د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.

د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»

د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.

هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.

پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د راتلونکو ټاکنو لپاره پر ګډه بیانیه هوکړه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.

د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د رپوټ له مخې، مسیحي ډیموکراټ ګوند (CDU) له خپل باوریايي خور ګوند مسیحي سوسیال ګوند (CSU) سره یوځای د ټاکنو په تړاو یو ۸۰ مخیز مانیفیسټ یا بیانیه تیاره کړې ده.

ټولپوښتنې ښيي چې د فریدرېک مېرڅ په نوماندۍ دغه ایتلاف به د راتلونکې فبروري میاشتې د ۲۳مې نېټې په ټاکنو کې مخکښ رول ولري.

ددواړو ګوندونو د ګډې ناستې برخه والو ویلي، چې د سي ډي یو مشر فریدریک میرڅ او د سي ایس یو مشر مارکوس زودر پر خپل یووالي ټینګار کړی.

زودر چې د باوریا ایالت لومړی وزیر دی وویل، چې « یووالی پر ځان غوښتې مقدم دی».

په داسې حال کې، چې په اوکراین کې لاهم جګړه روانه ده، مېرڅ ویلي، چې دواړه ګوندونه به د سولې او ازادۍ تضمینوونکي وي.

مېرڅ ویلي، چې د جرمني اقتصادي سیالي به د ټاکنو یو مهم او ټاکونکی اړخ وي.

په دې بیانیه کې ویل شوي، چې مالیې باید راکمې شي او ټولې غیر قانوني کډوالۍ باید ودرول شي. بیانیې د اوکراین پر ملاتړ او د اجباري عسکرۍ پر بیا معرفي کولو ټینګار کړی دی.

د ټرمپ د تعرفو ټکانونه؛ د کاناډا پر لومړي وزیر د استعفا لپاره فشارونه ډېر شوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د کاناډا د مالیې وزیرې له استعفا وروسته ددغه هېوادپر لومړي وزیر جسټن ټروډو د استعفا فشارونه ډېر شوي. کاناډايي رسنیو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزیرې او مرستیالې لومړۍ وزیرې کرېسټیا فریلینډ له استعفا وروسته۵۲ کلن ټروډو د خپلې مشرتابه د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

د هغې دا پرېکړه د ټروډو د حکومت لپاره یو ستر ګوزار دی، چې لا له وړاندې یې په خلکو کې محبوبیت کم شوی.

فریلینډ، چې ۵۶ کلنه ده، په خپل استعفا لیک کې له خپل اوږدمهاله متحد سره د ډونالډ ټرمپ د تعرفو ګواښ په تړاو اختلاف ته اشاره کړې ده.

ټرمپ ژمنه کړې چې د کاناډا په وارداتو باندې به ۲۵ سلنه مالیه ولګوي.اقتصاد پوهان وايي، دا تعرفې د کاناډا پر اقتصاد ناوړه اغېز کولی شي.

فریلینډ ټروډو تورن کړی چې د ټرمپ د اقتصادي ملتپالنې په ترڅ کې رامینځته شوي ګواښ ته د رسیده ګي لپاره یې ګرانبیه سیاسي لارې غوره کړې دي.

هغې په لیک کې ویلي، چې « دا یو جدي اقتصادي ګواښ دی. موږ باید خپل مالي ځواک په احتیاط سره وساتو او د سیاسي مانورو لپاره بې ځایه لګښتونه ونه کړو، ځکه موږ یې توان نه لرو».

د هغې استعفا د لیبرال ګوند په دننه کې یو ستر کړکېچ رامنځته کړی دی. د سیاسي شنونکو په وینا، د دې پېښې سیاسي اغیزې به د ټروډو مشرتابه ته ډېر زیان ورسوي.

د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو د ټروډو پر ضد خپل دریځ نور هم سخت کړی.

د نوي ډیموکرات ګوند مشر جگمیت سینګ وویل: « زه له جسټن ټروډو څخه د استعفا غوښتنه کوم. هغه باید لاړ شي».

د اپوزیسیون محافظه کار مشر پیېر پویلیور هم د ټروډو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، « موږ نه شو کولای چې په دې ډول ګډوډۍ، کمزورۍ او بې اتفاقۍ کې پاتې شو».

د ټروډو په حکومت کې دا درز د ټرمپ له دې اعلان وروسته رامنځته کیږي، چې پر کاناډايي توکو به تعرفې ۲۵ سلنه ډېرې کړي.

یونسکو: په ۲۰۲۴ کال کې ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي دي. یونسکو په رپوټ کې زیاتوي، چې د روان کال د خبریالانو له ۶۰ سلنې زیاتې وژنې په جګړه ځپلو هېوادونو کې شوې دي.

دې سازمان نن سې شنبې «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبرپاڼه کې په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د وژل کېدو او شمېر په اړه خپل چمتو شوی رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې لیکل شوي:«چې په جګړو کې له ښکېلو هېوادونو له ۴۲ ژورنالیستانو څخه ۱۸ په فلسطین، ۴ په اوکراین او کولمبیا، ۳ په عراق، لبنان، میانمار او سوډان کې او یو یو په سوریه، چاد، سومالیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وژل شوي دي.»

په دې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کالونو راهسې پرلاپسې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خبریالانو د وژل کېدو د پيښو شمېر زیات شوی دی.

د یونسکو رپوټ موندنې ښه يي چې په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شوو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۷۴ و او په ۲۰۲۲ کال کې بیا د ا شمېره ۸۸ تنه و، چې د تېرو دوو کلونو پرتله په روان کې دا شمېر ۶۸ تنو ته راښکته شوی دی.

څو کاله پرلپسې ۴۲ فیصده خبریالان د چاپیریال ساتنې په پرخه کې د رپوټونو ورکولو پرمهال وژل شوي دي.

د یونسکو ارقام د هغو قضیو پر بنسټ دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالو سازمانونو لخوا ثبت شوي.

اوکراین وايي د روسیې جګپوړی جنرال د دوی څارګرې ادارې وژلی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

اوکراین وايي، چې د سه شنبې په ورځ په مسکو کې روسی جګپوړی جنرال ددوی څارګرو وژلی دی. برید جنرال ایګور کیریلوف په مسکو کې له خپلې ودانۍ بهر په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له امله ووژل شو. د اوکراین امنیتي ادارې یوه ورځ وړاندې پر نوموړي د جرایمو تورونه لګولي وو.

جنرال ایګور کیریلوف، چې د روسیې د پوځ د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي ساتندویه ځواک مشر و، د خپل دفتر پر لور د تګ پر مهال وژل شوی. د کیریلوف مرستیال هم په دغه برید کې وژل شوی دی.

د اسوشیټډ خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ۵۴ کلن کیریلوف مړی د هغه د اپارتمان د ودانۍ مخې ته وموندل شو. رپوټونه وايي چې بم له لرې څخه کنټرولېده. د پېښې انځورونه ماتې شوې کړکۍ او سوځیدلي دېوالونه ښیي.

کیریلوف د هغو کسانو له ډلې و چې د لویدیزو هېوادونو، په ځانګړي ډول د برېتانیا او کاناډا د بندیزونو په نوملړ کې و. د دوشنبې په ورځ د اوکراین امنیتي ادارې(اېس بي یو)پر نوموړي د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو تور پورې کړ.

د اوکراین د امنیتي ادارې یوه چارواکي له نومښودنې پرته ویلي، چې کیریلوف یو «جنګي مجرم» و.

د کیمیاوي وسلو تورونه

د اوکراین د امنیتي ادارې په وینا، د روسیې پوځ له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جګړې په ډګر کې له څلور زره او ۸۰۰ څخه ډېر ځله کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مې میاشت کې وویل چې روسیې کلوروپکرین زهرجن ګاز کارولی و، چې لومړی ځل په لومړۍ نړیواله جګړه کې کارول شوی و. روسیې دا تورونه رد کړي دي.

د روسیې حکومتي څېړنیزې ادارې ویلي چې د کیریلوف وژل د یوې ترهګریزې پېښې په توګه څېړي او له اوکراین نه به یې غچ واخلي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري مېدودېف وویل چې کیېف په دغه برید سره په جګړه کې خپلې ناکامۍ پټوي او د خلکو د پام اړولو هڅه کوي. هغه خبرداری ور کړ، چې د اوکراین جګپوړي پوځي او سیاسي مشران به له « حتمي سزا» سره مخ شي.