ټي ټي پي منلې چې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د دغې ډلې د مشرتابه شورا غړی وژل شوی

تحریک طالبان پاکستان منلې چې د ډېره اسماعیل خان په ټانګ کې د پاکستان پوځ د وړمې ورځې (لیندۍ ۲۸مې) په عملیاتو کې د دوی د مشرتابه شورا غړی «مولانا طحه» وژل شوی. د پاکستان پوځ ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په ټانګ کې د عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژلي.