پښتون قومي جرګه: د علي وزیر د خلاصون لپاره د وزیرستان په واڼه کې اعتراضي لاریون کوو

د پښتون قومي جرګې له لوري تېر ماښام اعلان شوی، چې نن د جمعې ورځ به د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان پارلمان د پخواني استازي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خلاصون لپاره اعتراضي لاریون کوي.